ډونلډ ټرمپ ولاړ؛ د ایران اټومي تاسیسات د پوځي برید له خطر خوندي شول؟

د عکس سرچینه، AFP
ډونلډ ټرمپ د دورې پای ته رسیدو سره ایران ته په ارام د ساه اخیستو زمینه په لاس ورغله. له څه مودې د خلیج پر سیمه دا وېره خپره وه چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ وروستیو ورځو کې د ایران پر وړاندې د "د حد اکثر فشار" پالیسي غبرګه او د دغه هېواد پر ملکي اټومي تاسیساتو او نورو اهدافو پوځي برید ونه کړي.
تېر نومبر کې له واشنګټن تر لاسه شویو رپوټونو ښودله چې ښاغلي ټرمپ د ایران خلاف پر پوځي لارو چارو هم غور کړی خو خپلو سلاکارانو له دغه ګام راګرځولی دی.
له ټرمپ سره په توپیر د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ډاګیزه کړې چې غواړي امریکا بېرته ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته ستنه کړي.
که دا کار کېږي نو ښکاره ده چې پر تهران لګیدلي اقتصادي بندیزونه به هم لغوه او کنګل شوې پېسې یې خوشې شې.
ډونلډ ټرمپ ولاړ - نو ایران اوس له برید خوندي دی؟
لنډ ځواب - نه.

اسراییل نه یوازې د ایران د ملکي اټومي فعالیتونو بلکې د دغه هېواد د بالېستیک توغندیو د سلاکوټونو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خورا اندېښمن دی.
همدا تېره سې شنبه د ایران د اټومي پروګرام پرمختګونو ته په اشارې د اسراییل د دفاع وزیر بیني ګانتز له خولې راخیستل شوي چې "روښانه ده، اسراییل اړ دي چې پوځي انتخاب یې د مېز پر سر وي. دغه ګام سرچینو او پانګونې ته اړتیا لري او زه یې پر چمتو کولو کار کوم".
اسراییل چې د ایران اسلامي جمهوري دولت خپل دښمن بللی، اټومي وسلو ته د دغه هېواد لاسرسی خپل پایښت ته ګواښ ګڼي او له نړۍ غواړي چې تر ناوخته کېدو وړاندې د دغه کار مخه ونیسي.
د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو په ۲۰۱۸ کال کې د ده په وینا د ایران له پټو اټومي فعالیتونو او اهدافو د پردې پورته کولو ادعا وکړه.
ایران که څه هم تل ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې په بشپړ ډوله سوله ییز دی - خو د دغه هېواد لخوا په دې وروستیو کې د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړې خلاف تر ۲۰ سلنې د یورانیمو بډاینې د خطر زنګ کړنګولی دی.
په ۱۹۸۱ کال اسراییل شکمن شول چې ګواکې د عراق د وخت ولسمشر صدام حسین اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅې کوي.
دغه هېواد له وړاندې د مخنیوي لپاره د 'بابل' په نوم بریالي پوځي عملیات ترسره او د خپلو ایف۱۵ او ایف۱۶ جنګي الوتکو په مټ یې د عراق اوسیراک اټومي بټۍ له منځه یووړه.
اسراییلو تر دې ۲۶ کاله وروسته په ۲۰۰۷ کال د سوریې پر وړاندې هم ورته ګام پورته کړ او د "میوو بڼ" په نوم عملیاتو کې یې د دغه هېواد د 'دېر الزور' بېدیا کې د پلوتونیمو یوه بټۍ د فعالیت تر پیلولو وړاندې په نښه او ویجاړه کړه.
له سترګو پنا

د عکس سرچینه، IMAGE COPYRIGHTMAXAR TECHNOLOGIES VIA GETTY IMAGES
خو ایران د واټن، لاسرسي او هوايي دفاع له اړخه تر دې دمه ستونزمن هدف پاتې شوی دی.
دا پوښتنې هم لا ځواب نه دي چې ایا اسراییل به د امریکا له ملتیا پرته ایران کې هم بریالي هوايي عملیات ترسره کړي؟ - هغه څه چې د بایډن اداره ښايي په اسانه ورته غاړه کېنږدي.
ایران د امریکا، اسراییل او ان د خلیج د عرب هېوادونو لخوا د دوی اټومي تاسیساتو ته له اوږدمهاله پېښ ګواښ ته په کتو هڅه او پر دې پانګونه کړې چې دغه تاسیسات د امکان تر حده د ځمکې تل او تر غرونو لاندې جوړ کړي.
د ایران اټومي صنعت که څه هم ظاهرآ ملکي دی - خو د دغه هېواد په پوځي او امنیتي بیخ بناوو پورې کلک تړلی دی.
داسې ښکاري چې ایرانیانو له اوږدې مودې دا ډول بریدونو ته چمتوالی نیولی او همدغه چمتوالي یې تر ځمکو لاندې تاسیسات د بریدونو له ګواښونو خوندي کړي دي.
خو له دې سره سره د ایران اتومي پروګرام لا هم له دریو اړخونو برید ته مساعد دی.
پر اټومي تاسیساتو فزیکي برید
د ستراتېژیکو مطالعو له نړیوال انسټیټیوټ مارک فېتزپاتریک وايي "د ایران تاسیسات له زیان په بشپړ ډول خوندي نه دي".
نوموړی زیاتوي: "نطنز [تاسیسات] د بمبار لپاره په زیان منونکي ډګر پروت دی، ښايي دوه کارنده ګوازره وویني: یو لار او د ور ایستلو لپاره او دویم د چاودنې یا لږ تر لږه داسې رېږدلې رامنځته کولو لپاره چې له کاره د دغو ظریفو ماشینونو د غورځولو لپاره کافي وي".
خو ایران پراخه اراضي لري او اټومي تاسیسات یې لروبر کې تر ځمکې لاندې خواره دي.

د عکس سرچینه، GEOEYE SATELLITE IMAGE
په ۲۰۱۲ کال څېړونکو ویلي وو چې د ایران د یورانیمو د بډاینې فردو تاسیسات چې په یوه غره کې لږ تر لږه ۸۰ متره دننه جوړ دي - ښايي د سمڅو له منځه وړل یې ان د امریکا د تر ټولو پیاوړو رهبري شويو بمونو د چاودنو پر وړاندې هم مقاومت وکړي.
مارک فېتزپاتریک وايي: "د فردو ژوروالی دغه تاسیسات له سمڅ نړوونکو بمونو خوندي کولی شي، خو له سبوتاژ څخه نه."
دی زیاتوي: "دغه تاسیسات د هغو د ننوتو د لارې او د هوا د لېږد د سیستم الوځولو سره د څو میاشتو لپاره له کاره غورځول کېدای شي".
خو پر دغو تاسیساتو د برید لپاره باید الوتکې یو ځل هم نه بلکې ښايي دوه ځلې د ایران د هوايي دفاع سیستم په ماتولو سره د دغه هېواد د فضايي حریم تر منځ پورې ورشي.
ایران د هوايي دفاع پر برخه د پام وړ پانګونه کړې - په کور دننه یې د باور ۳۷۳ په نوم سیستم جوړ کړی چې د روسیې له اېس-۳۰۰ سیستم سره سر خوري.
دا سیستم تر ۳۰۰ کیلومتره واټن پورې د الوتکې د موندلو او ویشتلو وړتیا لري.
نو د بریا ډېر کوچنی چانس پر دې نه ارزي چې الوتکه دې نسکوره او نیول شوی پیلوټ دې د ایران پر تلویزیون وښودل شي.
د اټومي پروګرام پر بشري سرچینو برید

د عکس سرچینه، EPA
دا کار له وړاندې روان دی.
د اسراییل موساد استخباراتي اداره ایران کې د څارګرو د یوې ډېرې ښې شبکې په رامنځ ته کولو بریالۍ شوې ده.
دا شبکه پر دې هم پوهېده چې د ایران تر ټولو مخکښ اټومي سیاینسپوه برید جنرال محسن فخریزاده د نومبر په ۲۷مه د تهران ختیځ کې د خپلو ساتونکو له کاروان سره له ګڼې ګوڼې پر یوه تش سړک تېرېږي. بریدګر ته ان د نوموړي د تېرېدو د وخت مالومات هم وو.
محسن فخريزاده 'د ایران د اټومي پروګرام پلار' بلل کېده.
پر هغه د برید د څرنګوالي په اړه رپوټونه یو ډول نه دي.

د عکس سرچینه، Reuters
ایران ادعا کوي چې پر فخریزاده په یوه پېک اپ موټر د لګول شوې ماشینګنې په وسیله چې له ورایه له سپوږمکۍ کنټرولېده - برید شوی دی.
نورې سرچینې وايي دا برید د موساد د روزل شویو څارګرو یوې نسبتآ غټې ډلې کړی چې د هدف له منځه وړلو وروسته په تښتېدو هم بریالي شوي دي.
په هره توګه دغه برید کې محسن فخريزاده چې "د ایران د اټومي پروګرام پلار بلل کېده" ووژل شو.
د امریکا استخبارات وايي هغه په پټه د ایران د اټومي وسلو پروګرام پر مخ ووړ.
اسراییلو په زغرده په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا برید چا کړی.
تر فخريزاده وړاندې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ د ایران څلور نور پیاوړي اټومي ساینسپوهان هم دغه هېواد کې له منځه وړل شوي. دوی کې پر ځینو د موټربم چاودنې شوې وې.
اسراییلو هغو کې هم خپله ښکېلتیا تایید یا رد کړې نه وه.
د ایران د امنیت او استخباراتو تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې خپلو اهدافو ته د وژونکو رسیدل دا ډاګیزوي چې ایران لا هم د اټومي ټکنالوژۍ اړوند فکري ظرفیت کې خامۍ او ستونزې لري.
پر اټومي تاسیساتو سایبري برید

د عکس سرچینه، Reuters
په سایبري فضا کې له اوږدې مودې نااعلان شوې جګړه روانه ده - چې ایران یې یو اړخ او امریکا، اسراییل او سعودي عربستان یې بل اړخ جوړوي.
په ۲۰۱۰ کال کې د ایران نطنز اټومي بټۍ کې هغو کمپیوټرونو ته چې د یورانیمو بډایوونکي سانټرفیوجونه یې کنټرولول په پټه د 'سټوکسنېټ' له کود نوم سره ورانکاره مواد "مالوېر" ور داخل شوي وو.
پایله یې ویجاړونکې وه - د سانټرفیوجونو چورلېدل له کنټرول ووتل او د یورانیمو بډاینه یې کلونه وځنډوله.
دغه سایبري برید د اسراییلو رسنیو کې پراخ پوښښ درلود خو باور دا دی چې د امریکا او اسراییلو متخصصانو سټونکسنېټ په ګډه جوړ کړی و.
د ایران غبرګون هم ډېر وخت وانخیست.
دغه هېواد هم د 'شامون' په کود نوم مالوېر سره د سعودي عربستان د تیلو د دولتي کمپنۍ پر کمپیوټرونو برید وکړ - شاوخوا ۳۰ زره کمپیوټرونه یې له کاره وغورځول او د سعودي د تېلو پر تولیداتو یې د برید ګواښ وکړ.
تر دې وروسته نور بریدونه هم سره تبادله شول.
دوامدار خطر

د عکس سرچینه، EPA
په ۲۰۱۵ کال د ایران اټومي هوکړه د دې لپاره لاسلیک شوه چې دغه هېواد له اټومي فعالیتونو راوګرځي او په دې توګه یې د دښمنانو لخوا پر اهدافو د پوځي برید د غور کولو اړتیا هم ختمه شي.
خو اسراییل او سعودي عربستان له پیله دې هوکړې ته ناهیلي و ځکه ګومان یې کاوه چې د مخنیوي دا چاره نرمه او لنډمهالې ده.
دوی دا اندېښنه هم درلوده چې اټومي هوکړې ایران د بالېستیک توغندیو پروګرام له ودې او پیاوړتیا نه راګرځاوه.
که دا اندېښنې یې ځواب نشي نو اسراییل او سعودي عربستان ښايي نن هم د جو بایډن ادارې لخوا ایران سره اټومي هوکړې ته د ګرځېدو تر ټولو ستر مخالف وي.
خلیج کې هېڅوک هم بله جګړه نه غواړي.
همدا لامل و چې په ۲۰۱۹ کال د سعودي عربستان د تیلو په تر ټولو سترو تاسیساتو توغندیز بریدونه ته هم ځواب ونه ویل شو چې پړه یې تر ډېره په ایران او د دغه هېواد پر متحدانو واچول شوه.
خو تر هغه چې ایران لخوا په پټه د اټومي وسلو پر جوړېدو د کار شکونه موجود وي - نو د مخنیوي لپاره یې د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د بریدونو خطر له منځه نشي تللی.










