حسن روحاني د ساینسپوه د وژنې تور پر اسراییل ولګاوه

فخري زاده داموند سیمه کې له ټپي کېدو وروسته په روغتونه کې ساه ورکړه.

د عکس سرچینه، Mashregh

د عکس تشریح، فخري زاده داموند سیمه کې له ټپي کېدو وروسته په روغتونه کې ساه ورکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د دغه هېواد د یوه مخکښ اتومي ساینسپوه محسن فخري زاده وژنه به یې د هېواد اټومي پروګرام ورو نه کړي.

حسن روحاني د محسن فخري زاده د وژنې تور پر اسراییلو ولګاوه او ملګرو ملتونو ته یې ویلي دي چې ایران د ځان دفاع حق لري.

اسراییلو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي و، چې ښاغلی فخري زاده د ایران د پټو اتومي وسلو پروګرام تر شا مهم کس دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د وژل شوي اتومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي 'په مناسب وخت' به غچ واخلو.

ښاغلي روحاني ویلي، دا وژنه ښيي چې 'زموږ دښمنان په لانجمنو اونیو کې ښکېل دي'. د ایران دولت وايي ددې وژنې تر شا د اسراییلو لاس کېدای شي.

بل خوا، د ایران د مذهبي مشر پوځي سلاکار خبرداری ورکړی، چې پلازمېنې تهران ته څېرمه د وژل شوي اتومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژل کېدو ټینګ غچ به اخلي.

حسن روحاني

د عکس سرچینه، IRNA

ایران وايي، هغه څوک چې د پراخې جګړې اور ته لمن وهي، په "تالنده" بریدونو به ګوزار پرې وکړي.

د ایران دفاع وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد یو مهم اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده پلازمېنې تهران ته نژدې وژل شوی دی.

فخري زاده داموند سیمه کې له ټپي کېدو وروسته په روغتونه کې ساه ورکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دا پېښه غندلې او دا یې یو ترهګریز عمل بللی و.

لوېدیځې څارګرې ادارې فخري زاده د ایران اټومي وسلو پروګرام تر شا مهم کس بولي. ډېپلوماټانو به نوموړی ''د ایران د اټومي پروګرام پلار باله. ''

د دغې وژنې رپوټونه داسې مهال خپرېږي چې د ایران له لوري د بډای شویو یورانیمو تولید کچې لوړېدو اندېښنې ډېرې کړې دي.

بډای شوي یورانیم د ملکي اړتیا اټومي انرژۍ او پوځي اټومي وسلو لپاره مهم عنصر بلل کېږي.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ څلور ایراني اټومي ساینسپوهان ووژل شول او ایران په دې وژنو کې پر لاس لرلو اسراییل تورن کړ.

ایران

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایراني ساینسپوه فخري زاده پرموټر داموند سیمه کې برید شوی

په ۲۰۱۸ کال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د ایران اټومي پروګرام په تړاو یوه تشریحي وینا کې په ځانګړې توګه د فخري زاده نوم یاد کړ. د جمعې پر ورځ د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي:

''وسله والو ترهګرو پر هغه موټر برید کړی، چې د وزارت د څېړنې او تجدید څانګې مشر محسن فخري زاده پکې ناست و. د نوموړي ساتونکو او ترهګرو تر منځ له نښتې وروسته ښاغلی فخري زاده سخت ټپي شو، چې په روغتونو کې یې روغتیا پالان په ژغورنه بریالي نه شول او څو دقیقې مخکې نوموړی ومړ. ''

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، بریدګرو د ساینسپوه پر موټر ډزې وکړې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټر پیغام کې وویل:

''ترهګرو نن د ایران یو وتلی ساینسپوه وواژه. د نامردۍ دغه عمل چې د اسراییلو رول ته جدي اشارې لري، د ورانکارو جګړې غوښتنه ښيي. ''

ښاغلي ظریف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ''ترهګرۍ دا عمل وغندي. ''

د ایراني سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر وايي، د ساینسپوه د وژنې غچ به واخلي.

فخري زاده

د عکس سرچینه، Irna

د عکس تشریح، محسن فخري زاده د دفاع وزارت د څېړنې او تجدد سازمان مشر و

محسن فخري زاده د سپاه پاسدارن لوړ پوړی افسر او د ایران له خورا مهمو اتومي ساینسپوهانو یو و.

لویدیځو څارګرو ادارو له ډېرې مودې راهیسې د نوموړي په هکله ویل، چې د ایران په اتومي پروګرام کې یو ځواکمن کس دی.

په هغو اسنادو چې اسراییل په ۲۰۱۸ کال کې ترلاسه کړي، ویل شوي چې نوموړی د ایران اټومي وسلې چمتو کړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ۲۰۱۵ مالي کال کې نوموړی له فزیک پوه جې رابرټ اوپینهیمر سره پرتله کړ، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې منهاټن پروژه اداره کوله او بیا یې لومړنی اټومي وسله چمتو کړه.