د ایران مهمو مرکزونو کې بریدونه د چا کار دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
د جون ۳۰ او نیمه شوه، برېښلیک راغی. لیکلي و؛ هوم لېنډ چیتا ډلې دا لیک در استولی. دوی دعوه کړې وه چې نږدې دوه ګړۍ مخکې یې(ځايي وخت د شپې دوه بجې) نطنز کې د ایران پر ستره اټومي بټۍ برید وکړ.
دوی ویلي و یو بنسټ یې ویجاړ کړ او ایرانی حکومت به دا تباهي پټه نه کړي.
دوی دا هم لیکلي و چې د ایران د پوځ او امنیتي ادارو منځ کې له مخالفانو جوړ دي او وروستیو کې هغه ګڼ بریدونه دوی کړي چې لا هم د ایران حکومت له عوامو پټ کړي دي.
ما سملاسي ایرانۍ رسنۍ او باوري خواله رسنۍ وکتلې، خو څه مې ونه مندل.
خو څو ګړۍ وروسته د ایران اټومي پروګرام ادارې وویل، نطنز کې یوه پېښه شوې، خو دا یې رد کړ چې دا پېښه د چا په لاس شوې وي.
په سبا ورځ د ایران ملي امنیت شورا- چې دغه هېواد کې تر ټولو مهمه امنیتي مرجع ده- وویل، د نطنز پېښې لامل پېژني، خو د امنیتي وجو له امله دمګړۍ څه نه شي ویلی.
د امریکا تشیالي ادارې ناسا د سپوږمکیو انځورونو وښوده چې دوه بجې او شپږ منټو کې پر نطنز اور لګېږي، دا هماغه وخت و چې هوم لېنډ چیتا یې هم برېښلیک کې دعوه کړې وه.
د دې ډلې برېښلیک ډېر احتیاط سره برابر شوی و او په ایران کې پر پوځي اهمیت لرونکو موخو د بریدونو په هکله یوه پرپاګنډايي ویډیو هم ور سره وه، چې دې ډلې ویل، دا بریدونه دوی کړي دي.
په دا ډول ویډيو پلانولو او تیارولو که څو ورځې نه وي، څو ګړۍ خو وځي، ځکه د ویډیو متن لیکوال پر نطنز له برید مخکې خبر و او دې سره دا خیال پیاوړی کېږي چې نطنز کې چاودنه یو تخریبي کار و.
خو دا امکان هم شته چې دا برېښلیک زموږ د تېر اېستلو لپاره ژور پلان وي، چې ونه پوهېږو د دې برید تر شا لاس د چا دی. ښايي د بهرنیو څارګرو وي چې د ایران حکومت تېر اېستل غواړي.
برید شنډ شوی

دا هوم لېنډ چیتا ډله د ایرانیانو سایبري ډلو لکه پرشین کېټ یا چارمنګ کټن سره ورتوالی لري او باور دی چې د هېکرانو دا وروستۍ دوه ډلې د سپاه پاسدران د سایبري پوځ برخه ده.
دا امکان هم شته چې هوم لېنډ چیتا د پرشین کېټ د مقابلې لپاره جوړه شوې وي.
د سږنۍ مۍ وروستیو کې د ایران د لوی مخالف اسراییل د سایبر امنیت ملي ادارې وویل، د دې هېواد د اوبو رسولو سیستم د له منځه وړلو برید یې شنډ کړی او باور دا وه چې دا برید ایران کړی و.
څو ورځې وروسته د ایران سوېل ته په مهم اقتصادي بندر- شهید رجايي بندر- سایبري برید وشو.
د ایران له پنځوس سلنې ډېر سمندري واردات له دې بندر کېږي او د دې برید له امله له بندر سره نږدې نهرونه بند شول او اوبه پر هغو سړکونو روانې شوې چې بندر ته غځېدلي دي.
ایراني چارواکو د دې پېښې لامل د برېښنا شارټي وبلله، خو لوېدیځو څارګرو دا پېښه ایران ته د اسراییل ځواب وګاڼه.
اور او چاودنې

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
تېرو دریو میاشتو کې د ایران په حساسو مرکزونو کې چاودنې او اور لګېدل په چټکۍ ډېر شوي، چې تاوان هم رسوي.
د اور پېښو کې څو اټومي بټیو، د تېلو چاڼځیو، برېښناکوټونو، مهمو کمپنیو او کاروباري ادارو کې شوې دي.
د جون له ۲۶ ایران کې دا ډول څو پېښې
- د جون ۲۶: تهران کې پارچین ته نږدې خجیر کې د بالستیک توغندیو لپاره د سونتوکو تولیدولو بټۍ کې چاودنه. د شېراز په برېښناکوټ کې چاودنه چې ټول ښار ور سره تیاره شو.
- د جون ۳۰: د تهران یوه روغتون کې چاودنه چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول.
- د جولای ۲: د نطنز اټومي بټۍ کې چاودنه او اور.
- د جولای ۳: شېراز کې پراخ اور
- د جولای ۴: د اهواز برېښناکوټ کې چاودنه او اور. مه شهر کې کارون پیټرو کیمېکل کې د کیميايي مایع وتل.
فن لنډ کې ایرانی خبریال سعید اګانجي دا پېښې څاري او وايي، ښايي قصدي ډول وي:
"د ایران د اقتصادي او پوځي مرکزونو په نښه کولو موخه د ایران د اقتصاد ملا ماتول او حکومت مجبورول دي چې نورو هېوادونو کې وسلوالو ډلو او ملېشو ته مالي مرسته ور کول بند کړي او منځني ختیځ کې خپله ستراتیژي بدله کړي".
پارچین او خجیر دوه پوځي اډې دي، چې د تهران لمن کې پرتې دي او ویل کېږي دلته اټومي او توغندیز مرکزونه دي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له بیا بیا هڅو سره پارچین ته نه ده پرېښودلی شوی او شک دا دی چې ایران د اټومي وسلو لپاره د چاودنو تجربې دلته کوي.
ایران څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په کمساري اعتراف کې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وویل، نطنز کې اور د دوښمنو هېوادونو په تېره د صیهونست رژیم(اسراییل) او امریکا د ورانکارۍ نتیجه کېدلی شي.
د ایران د ښاري دفاع وزیر ویلي، که ثابته شوه چې ایران باندې سایبري برید شوی، نو ځواب به ور کړي.
تېر اتوار یا یکشنبه د منځني ختیځ د یوه هېواد یوې څارګرې سرچینې له نوم پرته نیویارک ټایمز ته وویل، چې اسراییل پر نطنز برید کړی دی.
له هغه یوه ورځ مخکې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په ګونګ ډول وویل، ایران چې د څه تور پر موږ لګوي، نو غوره ده چې څه ونه وایو.
اسراییل تر ډېره د دا ډول بریدونو مسوولیت نه مني او ایراني چارواکي هم پر اسراییل نېغ تور نه لګوي، خو داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سایبري جګړه پیل شوې ده.








