د ذبیح الله مجاهد مرکې ته د پاکستاني دفاع وزیر غبرګون څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونې ''د بدنیتۍ پر بنسټ ولاړې او بې لارې کوونکې" بللې او په خبره یې: ''د افغانستان په تړاو د پاکستان امنیتي پالیسیو په هکله د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په ګډون ټول پاکستانیان په بشپړه توګه یوه خوله دي.''
خواجه اصف پر اېکس یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي: ''د پاکستان خلک په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا خلک د افغان طالبانو رژیم له لوري د هغې وحشیانه ترهګرۍ په هکله بشپړ معلومات لري، چې سرپرستي یې هند کوي او د دې څرنګوالي یا نیت په هکله هېڅ ډول وهم نه لري.''
د یادونې ده، چې له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، د افغانستان او پاکستان خپلمنځي اړیکو په تړاو پاکستان کې دوه ډوله نظرونه دي. ښاغلي مجاهد د پاکستان له یوه شخصي ټلویزیون 'خیبر نیوز' سره وروستۍ مرکه کې ویلي، د پاکستان ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره اړیکې ورغوي، خو په وینا یې د پاکستان پوځ د اړیکو ښه کولو دا هڅې بېرته له منځه وړي.
پاکستان پوځ تر اوسه د طالبانو حکومت د ویاند څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي. خو د پاکستان دفاع وزیر وايي، ''د طالبانو رژیم د خلکو استازیتوب نه کوي، چې د خپلمنځي ډلبندۍ ښکار دی، پر افغان نسلونو، ښځو، ماشومانو او لږکیو د پرلپسې جبر مسوولیت یې پر غاړه دی او د بیان، تعلیم او استازیتوب بنسټیز حقونه یې هم تر پښو لاندې کړي دي.''
د پاکستان د دفاع وزیر زیاتوي:
"له څلور کلونو واکمنۍ وروسته هم د افغان طالبانو رژیم له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې نه دي پوره کړي، او اوس د بیانونو او د بهرنیو عناصرو لپاره د نیابتي جګړې (پراکسي) په توګه د کار کولو له لارې غواړي خپله بې همغږي، بې ثباتي او د حکومت دارۍ د وړتیا نشتوالی پټ کړي. برعکس، د پاکستان تګلاره دا ده چې خپل وګړي له پولو هاخوا ترهګرۍ او د خوارجو له بې لارې کوونکې نظریې څخه وساتي او په عین وخت کې د ملي ګټو تر څنګ د سیمه ییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو موټی، ثابت قدم او هوډمن پاتې شي."
ذبیح الله مجاهد څه ویلي؟
د ښاغلي اصف وروستیو څرګندونو په هکله د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، نه غواړي تبصره پرې وکړي، ځکه په وینا یې: ''هغه په دې نه ارزي، چې ډېرې خبرې ورسره وشي، ځکه هغه بیا، بیا داسې خبرې کړې دي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي او نه هم د دواړو ملتونو په ګټه دي. د ده له خبرو سره خپله پاکستان کې هم خلک موافق نه دي، نو فکر کوم هغه ستونزه لري، باید خپله ستونزه حل کړي.''
له دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په قطر او ترکیې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرو سره هم مهاله د پاکستان دفاع وزیر توندو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: ''د خبرو په جریان کې داسې کول، له نور چا سره په مذاکراتو کې ګټه وکړي او که یې و نه کړي، خو له افغانانو سره چې څوک خبرو ته ناست وي او بیا له شا تهدید پسې کوي، دا د خبرو پر فضا ډېر بد اغېز کوي.''
نوموړي د تېر کال وروستیو کې کابل ته هغه مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سفر ته په اشارې سره وویل، چې پاکستاني پوځیانو داسې حال کې پر پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چې ښاغلی خان په کابل کې د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو بوخت وو.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "په هغه شپه چې صادق خان صیب په کابل کې مېلمه و، پر پکتیکا تجاوز وشو، هوايي بریدونه وشول له دې څه درمعلومېږي؟ د پاکستان اړخ کې دوې نظریې یې دي، ملکي حکومت یو څه کوي، د اړیکو جوړول غواړي، نظامیان راځي بېرته یې خرابول غواړي، دغه پروسه سبوتاژ کوي. دغسې زموږ اړیکي نژدې شي او بېرته خرابې شي."
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، دوی له پاکستان سره کومه ستونزه نه لري، خو په وینا یې داسې شکونه لري، چې د پاکستان اوسنی حکومت ''او په ځانګړې توګه نظامي برخه کې موږ مشکوک ځکه یوو، چې کېدای شي هغوی دا جګړه د بل چا په خوله کوي.''
ښاغلي مجاهد د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته وویل، "کېدای شي د بل چا لخوا ورته ویل کېږي، کېدای شي یو چا ته ځان په دې جنګ نژدې کول غواړي."
ښاغلي مجاهد ادعا وکړه، د دوی معلومات ښيي، چې د پاکستان پوځ کې ''د فضا خرابولو لپاره کار روان دی.''











