مجاهد: د پاکستان پوځ د اړیکو ښه کولو هڅې له منځه وړي

ذبیح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان او پاکستان خپلمنځي اړیکو په تړاو پاکستان کې دوله ډوله نظرونه دي. ښاغلي مجاهد د پاکستان له یوه شخصي ټلویزیون 'خیبر نیوز' سره وروستۍ مرکه کې وویل، د پاکستان ملکي حکومت غواړي له افغانستان سره اړیکي ورغوي، خو په وینا یې پاکستان پوځ د اړیکو ښه کولو دا هڅې بېرته له منځه وړي.

نوموړي په قطر او ترکیې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرو سره هممهاله د پاکستان دفاع وزیر توندو څرګندونو ته په اشارې سره وویل، ''د خبرو په جریان کې داسې کول، له نور چا سره په مذاکراتو کې ګټه وکړي او که یې و نه کړي، خو له افغانانو سره چې څوک خبرو ته ناست وي او بیا له شا تهدید پسې کوي، دا د خبرو پر فضا ډېر بد اغېز کوي.''

نوموړي د تېر کال وروستیو کې کابل ته هغه مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سفر ته په اشارې سره وویل، چې پاکستاني پوځیانو داسې حال کې پر پکتیکا هوايي بریدونه وکړل، چې ښاغلی خان په کابل کې د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو بوخت وو.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "په هغه شپه چې صادق خان صیب په کابل کې مېلمه و، پر پکتیکا تجاوز وشو، هوايي بریدونه وشول له دې څه درمعلومېږي؟ د پاکستان اړخ کې دوې نظریې یې دي، ملکي حکومت یو څه کوي، د اړیکو جوړول غواړي، نظامیان راځي بېرته یې خرابول غواړي، دغه پروسه سبوتاژ کوي. دغسې زموږ اړیکي نژدې شي او بېرته خرابې شي."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، دوی له پاکستان سره کومه ستونزه نه لري، خو په وینا یې داسې شکونه لري، چې د پاکستان اوسنی حکومت ''او په ځانګړې توګه نظامي برخه کې موږ مشکوک ځکه یو، چې کېدای شي هغوی دا جګړه د بل چا په خوله کوي.''

ښاغلي مجاهد د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته وویل، "کېدای شي د بل چا لخوا ورته ویل کېږي، کېدای شي یو چا ته ځان په دې جنګ نژدې کول غواړي."

ښاغلي مجاهد ادعا وکړه، د دوی معلومات ښيي، چې د پاکستان پوځ کې ''د فضا خرابولو لپاره کار روان دی.''

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدو یادونه وکړه: "د افغانستان اسلامي امارت چې کله په افغانستان کې حاکم شو، عمران خان صیب پاکستان کې حاکم و، د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې پرمخ لاړې، د سوداګرۍ په برخه کې، د سي پیک په برخه کې، په نورو برخو کې، حتا د ټي ټي پي د کنټرول په برخه کې، ټول موضوعات ښه پر مخ روان وو، خو بیا هلته داسې تحولات راغلل، چې عمران خان له صحنې لېرې شو، هر څنګه چې و، هاخوا پاکستاني اړخ ته زموږ معلومات دا دي، چې اراده یې کمزورې، په ملکي حکومت کې نه ښيم، په نظامي اړخ کې، په نظامیانو کې د فضا د خرابولو لپاره په لوی لاس کار کول روان دی او دا ده، چې دغه مسايل یې ټول خراب کړي دي."

وړمه ورځ د استانبول ناسته کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت پلاوو د اوربند او د خبرو پر دوام هوکړه وکړه. د ترکیې او د قطر د بهرنیو چارو وزارتونو د دې ناستې په اړه په ګډه اعلامیه کې ویلي و چې دواړه اړخونه پر دې هم سلا شوي چې را روانه پنجشنبه (نومبر ۶مه) به بیا خبرو ته سره کېني.

له دې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اوربند اعلان شو، خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي و، فکر نه کوي چې اوربند به تر ډېره دوام وکړي، ځکه د ده د ادعا له مخې ''ډیلی اوسمهال د طالبانو د ټولو پرېکړو ملاتړ کوي.''

د پاکستان له جیو خصوصي ټلویزیوني شبکې سره یوه مرکه کې د پاکستان دفاع وزیر د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ادعا شوي هوايي برید په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ویلي و: ''زه په دې هکله ډېر څه نه وایم، خو موږ د افغانستان په هره برخه کې د بمبارۍ کولو وړتیا لرو.''

نوموړي ادعا وکړه، چې ''په افغانستان کې دننه کافي بریدونه شوي دي.''

خواجه اصف ویلي و: ''که دوی جګړه پراخه کړه... موږ به په ټول قوت سره ځواب ورکړو.''

د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان او پاکستان تر منځ په ترکیې کې د خبرو پر مهال ویلي وو چې که مسایل د خبرو اترو له لارې حل نه شي، نو هېواد به یې له افغانستان سره په ''ښکاره جګړه'' کې ښکېل شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو پر مهال خورا توندې څرګندونې وکړې.

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو پر مهال خورا توندې څرګندونې وکړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له خیبر نیوز سره تازه مرکه کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونو ته په اشارې سره وویل، له خبرو سره هممهاله ګواښوونکې څرګندونې د خبرو پر چاپېریال ناوړه اغېزې کولی شي.

ښاغلي مجاهد په قطر او ترکیې کې د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرو په تړاو وویل، د مسايلو د حل لپاره باید خبرې دوام وکړي، چې ډاډ ترلاسه شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ شخړه تکرار نه شي.

شاوخوا شل ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې پاکستان یې هوايي حریم "نقض" کړی دی او وروسته یې وویل چې د "غچ اخیستلو" لپاره یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کړي دي.

تر څو ورځنیو نښتو او امنیتي ترینګلتیا وروسته بلاخره د قطر په منځګړیتوب د دواړو حکومتونو پلاوي لومړی ځل په دوحه کې سره کېناستل چې پر اوربند او د خبرو پر دوام یې هوکړه وکړه.

ورپسې دواړو حکومتونو خپل پلاوي د دویم پړاو خبرو لپاره د اکتوبر پر ۲۵مه د ترکیې استانبول ته ولېږل، چې له شپږ ورځو ناندریزو بحثونو وروسته د اکتوبر پر ۳۰مه د ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېدې.

د سرچینو په وینا د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د افغانستان د هوايي حریم موضوګانې دوه هغه ټکي وو چې د اختلافي ټکو په توګه یادېدل او د دواړو حکومتونو چارواکو د یوه بل پر ضد ادعاوې کولې چې ګواکې په مذاکراتو کې خنډونه ایجادوي.

که څه هم تر شپږ ورځنیو مذاکراتو وروسته دواړه لوري پر اوربند او پر "نورو خبرو" کولو هوکړې ته سره رسېدلي دي خو معلومه نه ده چې راروانه پنجشنبه به یې د درېیم ځلي خبرو پایله څه راووځي.