د پاکستاني پوځ مشر: له افغان خاورې پاکستان کې سخت دریځي د زغم وړ نه ده

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر وايي، فیلډ مارشل عاصم منیر ''د قبایلي مشرانو همکاري ستایلې ده.''

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر وايي، فیلډ مارشل عاصم منیر ''د قبایلي مشرانو همکاري ستایلې ده.''

د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر پېښور ته د یوه سفر په ترڅ کې ویلي، هېواد یې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیانو سره سوله غواړي، خو په خبره یې ''سخت دریځي به و نه زغمل شي.''

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) له لوري په دې تړاو یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي منیر پېښور ته په سفر کې ''د قبایلي مشرانو له جرګې سره لیدلي دي.''

د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستاني پوځ مشر یادې جرګې ته په وینا کې ''د قبایلو کلک ملاتړ ستایلی او د وروستي تاوتریخوالي پر مهال یې له امنیتي ځواکونو سره د قبایلي ولسونو همکاري ستایلې ده.''

د پاکستاني پوځ مشر وايي، هېواد یې له ټولو ګاونډیانو سره د سولې غوښتونکی دی، خو په خبره یې دوی ته پر خپله خاوره ''له افغان خاورې ترهګري د زغملو وړ نه ده.''

نوموړي زیاته کړې، ''له تېرو څو کلونو راهیسې په داسې حال کې چې له افغانستانه پرلپسې ترهګري کېږي، پاکستان له زغمه کار اخیستی او د پاکستان-افغانستان د اړیکو ښه کېدو لپاره یې په اقتصادي او دیپلوماتیکو ډګرونو کې ګڼ شمېر اقدامات کړي دي.''

د پاکستاني پوځ مشر دغه راز په افغانستان کې د طالبانو حکومت رویې او چلند په هکله ''اندېښنه'' څرګنده کړې او په خبره یې د افغان طالبانو حکومت ''د دې پر ځای چې د هند ملاتړ لرونکو ډلو پر ضد اقدامات وکړي، د هغوی ملاتړ کوي او هره ممکنه مرسته ورسره کوي.''

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''د افغانستان اسلامي امارت له خپلو نورو ګاونډيو هیوادونو سره د ښو اړيکو په څېر،له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د ګواښ نه رامنځته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.''

د استانبول خبرو په هکله ښاغلی مجاهد وايي، ''د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده د دې خبرو په تایید پای ته ورسېدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي.''

په استانبول کې پر څه تفاهم شوی؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې په دې خبرو کې د خبرو او اوربند دوام تر څنګ په نورو کومو ټکیو تفاهم شوی، خو د پاکستان اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چې په استانیول کې په دې هکله تفاهم شوی، چې افغانستان کې به د طالبانو حکومت د سخت دریځۍ ختمولو لپاره خپل مسوولیت ترسره کوي او که هر لوری سرغړوونه کوي، ''سزا'' به ویني.

د پاکستان له خصوصي ټلویزیون دنیا نیوز سره خبرو کې ښاغلي تارړ وویل: ''د افغان طالبانو موقت حکومت د سولې ټینګښت او ترهګرۍ ختمولو دروند مسوولیت پرغاړه لري. په ګډه اعلامیه کې چې له اوربنده د سرغړوونې په صورت کې د کومې جریمې یادونه شوې، دوستو هېوادونو تضمین کړی، چې دا (سزا) به په شریکه ټاکل کېږي.''

نوموړی زیاتوي داسې یو میکانیزم رامنځته شوی، چې له مخې به یې د څارنې او تائید له لارې ډاډ تر لاسه کېږي، چې ''پر سر غړوونکي لوري نه یوازې جریمه ولګول شي، بلکې دا لوری باید د سخت دريځو ډلو پر ضد څرګند او رغنده اقدامات هم باید وکړي.''

د پاکستان اطلاعاتو وزیرعطاالله تارړ وویل، د سخت دریځۍ د پیښو په صورت کې به "جریمه یا سزا ورکړل شي.''

د عکس سرچینه، facebook

د عکس تشریح، د پاکستان اطلاعاتو وزیرعطاالله تارړ وویل، د سخت دریځۍ د پیښو په صورت کې به "جریمه یا سزا ورکړل شي.''

د پاکستان اطلاعاتو وزیر وویل، د سخت دریځۍ د پیښو په صورت کې به "جریمه یا سزا ورکړل شي. په دې کې نړیوال شریکان او د پاکستان دوست هېوادونه شامل دي. دوی باید دا ډاډمن کړي، که نه نو، د افغان طالبانو حکومت به خپل اعتبار له لاسه ورکړي. پاکستان به حق ولري چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم ځواب ورکړي."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ په دا وروستیو کې ترینګلتیا مهم او لوی لامل د پاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه او په پاکستان کې دننه يې ډېرېدونکي خونړي بريدونه ګڼل کېږي.

ظاهرا دا ستونزه تر دې بریده ورسېده، چې پاکستان یې اړ کړ د لومړي ځل لپاره د افغانستان پر پلازمېنې کابل هوایي برید وکړي‌.

پاکستاني چارواکو مخکې هم پرلپسې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دوی په کابل کې د طالبانو له حکومته غواړي د " وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو مخه ونیسي، چې د افغانستان په خاوره کې تاوتریخجن بریدونه طرحه کوي او له پولې له تېرېدو وروسته یې په پاکستان کې پر اهدافو عملي کوي."

خو کابل کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي، "هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر وړاندې فعالیت وکړي."

دوی وايي، "اسلام‌اباد هڅه کوي د کورنیو امنیتي ستونزو د مهار په برخه کې خپلي ناکامۍ" پر کابل ور واچوي.

د طالبانو حکومت همدارنګه پاکستان تورنوي چې د داعش د خراسان څانګې ملاتړ کوي او "د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو لپاره" له دې ډلې د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.