ملګري ملتونه: د سودان کورنۍ جګړه کې یو کلن ماشومان هم د جنسي تېري ښکار شوي دي

سودان

د عکس سرچینه، Unicef

د عکس تشریح، د سودان د دوه کلن کړکېچ پر مهال ډله‌ییز جنسي تېري د وسلې په ډول استفاده کېږي او د تاوتریخوالي پراخې پېښې مستندې شوي دي.
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

خبرداری: دا رپوټ د جنسي تاوتریخوالي محتوه لري چې کیدای شي ځینو لوستونکو ته زورونکي وي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اړوند ادارې ( یونیسیف) ویلي د سودان کورنۍ جګړې پر مهال واړه ماشومان هم د جنسي تېریو ښکار شوي دي.

د دوی له منځه د ځينو حالت دومره ویرجن دی چې وايي له ژونده تنګ شوي او ان د مرګ هڅه یې کړې ده.

د سودان د دوه کلن کړکېچ پر مهال ډله‌ییز جنسي تېري د وسلې په ډول استفاده کېږي او د تاوتریخوالي پراخې پېښې مستندې شوي دي.

خو د یونیسیف رپوټ بیا په سودان کې په کمکیو ماشومانو د جسني تېریو اغېزو په اړه لومړی تفصیلي رپوټ دی.

په رپوټ کې راغلي چې د قربانیانو درېيمه برخه هلکان دي چې د داسې جرمونو په اړه د رپوټ ورکولو پر مهال له بې ساري ننګونو سره مخ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره ( یونیسیف) وايي، که څه هم سودان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې پر ماشومانو د جنسي تېریو ۲۲۱ پېښې رسمي ثبت شوي دي خو شوني ده رښتینی شمېر له دې ډېر زیات وي.

سودان یو ټولنیز محافظه کاره هېواد دی چېرې چې خلک د ټولنیزې بدنامۍ او د وسله والو ډلو له وېرې په جنسي تېریو او نورو ناموسي کړنو غږېدو ته په سختۍ غاړه ږدي.

د یونیسیف وروستۍ رپوټ د سودان کورنۍ جګړې پر مهال له نورو ناخوالو ور ها خوا پر ماشومانو د جنسي تېریو او ناوړه چلند له ترهې ډکه یوه بله کړکۍ خلاصوي.

په دې کې بیا تر ټولو ټکان ورکوونکي یې دا ده چې د قربانیانو په منځ کې یې ۱۶ داسې کسان وو چې عمرونه یې له پنځو کالو کم دي، یونیسیف وايي، " له یوه کال په کم عمره څلورو ماشومانو هم جنسي تېري شوي دي."

سودان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سودان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې پر ماشومانو د جنسي تېریو ۲۲۱ پېښې ثبت شوي دي

یونیسیف نه دي ویلي چې د دغو کمسارو جنسي تېریو مسول څوک دي خو د ملګرو ملتونو ځینو څېړونکو د ډېرو جنسي تېریو پړه د چټک ملاتړ پر ځواکونو (ار اېس اېف) اچولې او وايي د دغې ډلې وسله وال له جنسي تېریو له لارې د خلکو د وېرولو او مخالفینو پرمختګ مخې ډب کولو هڅه کوي.

د چټک ملاتړ ځواکونو چې د خپلو پخوانیو همکارانو (د سودان وسله وال پوځ) پر وړاندې جنګېږي په هر ډول ناوړه کړنو کې خپله ښکلتیا رد کړې ده.

د یونیسیف اجرائیوي مسولې کاتېرین رسېل ویلي، "پر ماشومانو د جنسي تېریو پېښې باید هر چاته ټکان ورکړي او په بېړني ګام غور وکړي."

نوموړې زیاته کړې، "په سودان کې میلیونونه ماشومان د جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالی د نورو بڼو له ګواښ سره مخ دي، چې د جګړې یوې وسلې په ډول کارېږي. دا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده چې جنګي جرم بلل کېدای شي. او باید ژر تر ژره ودرېږي."

د سودان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې وار له مخه د بودیجې له کمښت سره مخ دي، تازه د امریکا د مرستو بندول به د جګړې داسې قربانیانو ته رسېدا لار لا سخته کړي.

د یونیسف په رپوټ کې زړه بوږنونکي معلومات دغه جنګ ځپلي هېواد کې حالت خورا کړکېچن ښيي.

د امینې په مستعار نوم یوې ښځې چې وسله والو سړیو هم نیولې او تر څه مودې له نورو ښځو او نجونو سره بندي کړې وه وايي، "حالات داسې دي چې د شپې له نهو بجو وروسته به یو چا دروازه خلاصه کړه، له چغې سره یوه نجلۍ خوښه او له ځان سره یې بلې خونې ته بیایي، ما په خپلو غوږو د وړې ماشومې چېغې او نارې اورېدې، او وسله والو پرې جنسي تېری کاوه."

اغلې امینه زیاتوي، "هر وخت به چې پر کومې نجلۍ تېری وشو هغه به په وینو لړلي بېرته راغله، ډېرې یې د کمکي عمر نجونې وې، دوی به په بې هوښه پرتې وې، زه هلته ۱۹ ورځې بندي وم او داسې وضعیت کې وم چې هر وخت مې هیله وه ځان ووژنم."

سودان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سودان د ځمکې پر مخ له سختو ننګونو سره مخ ځای دی چې عامه جوپړونه پکې د نشت په حساب دي او جګړه یې ورځ تر بلې بدرنګوي.

یونیسیف وايي وسله وال ډېر وخت په کورونو یرغل کوي او د نجونو د تسلیمي غوښتنه کوي ډېر کله داسې هم شوي چې دوی د خپلو خپلوانو پر وړاندې پر نجونو جنسي تېري کړي دي.

دا بنسټ زیاتوي چې "قربانیان ډېر وخت سخت ژوبل او یا جبري ميندوارې شوې دي."

سودان د ځمکې پر مخ له سختو ننګونو سره مخ ځای دی چې عامه جوپړونه پکې د نشت په حساب دي او جګړه یې ورځ تر بلې بدرنګوي.

د ټرمپ حکومت حیاتي کومک درولی

د دې جنایتونو پایلې له دې کبله لا ویجاړوونکې دي چې قربانیان د روغتیايي او نور ومرستو تر لاسه کولو لپاره ، ډېر کم ځایونه لري، ځکه ډيری یې یا ویجاړ شوي، لوټل شوي او یا د جګړو ښکیلو غاړو نیولي دي.

تازه د امریکا د مرستو بندیدل به دا چاره لا زیانمنه کړي او په دغه هېواد کې شته ځينې مرستندویه بنسټونه به هم خپل کومکونه ودروي.

د امریکا د مرستو بندیدو د ماشومانو د لاسنیوي بنسټونه هم د بندښت له ګواښ سره مخ کړي او دغه هېواد کې د لا لوږې خپریدو رپوټونه ورکول کېږي.

د بي‌بي‌سي وروستۍ یو څيړنیز رپوټ کې راغلي " چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اجرائي فرمان له مخې د امریکا د پراختیايي ادارې (USAID) لخوا د مرستو دری میاشتني بندیز له امله له ۱۱۰۰ زیات عامه پخلنځي تړل شوي دي."

د اټکل له مخې نژدې دوه میلیونه خلک، له دې بنديز اغېزمن شوي.

د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ملېشې (ار اېس اېف) ترمنځ شخړې، چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې پیل شوې، لسګونه زره کسان وژل شوي، میلیونونه له خپلو کورونو بېځايه، او ګڼ شمېر خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.