د سودان پوځي مشر 'عبدالفتاح البرهان' د ډرون له بریده ژوندی وتلی

د عکس سرچینه، SUDAN ARMY
د سودان د پوځ ویاند جنرال نبیل عبدالله بيبيسي ته ویلي چې د دغه هېواد پوځي مشر عبدالفتاح البرهان د وژلو له یوې هڅې ژوندی وتلی دی.
هغه د دغه برید پړه پر چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) اچولې چې له تېرو ۱۶ میاشتو راهیسې له پوځ سره د سودان د کنټرول پر سر په جګړه بوخت دي.
خو ار اېس اېف ملېشې په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا رد کړې او دا یې د پوځ د 'داخلي اختلافاتو' پایله بللې ده.
جنرال عبدالله وویل ختیځ کې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمې په 'جبیت پوځي اډه' کې د سرتېرو د فراغت مراسم د دوو ډرونونو په وسیله په نښه شول چې ۵ کسان یې ووژل او ګڼ نور ټپیان شول.
جبیت پوځي اډه د سودان د بندر په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
سودان بندر (پورت سودان) د واکمنو پوځیانو پلازمېنه ده او جنرال برهان هم همدلته مېشت دی.
ښاغلي عبدالله بيبيسي ته ویلي "یوازنۍ برخه چې د سودان د خلکو دښمنه ده او د سودان خلک په نښه کوي، د چټک ملاتړ ځواکونو باغیان دي."
نوموړي له دې کبله د خدای شکر وایست چې جنرال برهان او په مراسمو کې "ټول حاضر قوماندان جوړ دي" او دا چې ډېر څوک ژور نه دی ټپي شوي.
پخپله پوځي مشر عبدالفتاح برهان هم تر دې پېښې وروسته خبرې اترې رد کړې او د خپلو مخالفانو د ځپلو ژمنه یې کړې ده.
اېاېفپي خبري اژانس د هغه له خولې لیکلي چې "موږ به شا ته نه شو، موږ به تسلیم نه و او موږ به خبرې اترې ونه کړو."
د چارشنبې سهار د پوځیانو د فراغت په دې غونډه کې د حاضرو کسانو لخوا په شریکو شویو ویډیويي تصویرونو کې ښکاري چې د سرتېرو د رسم ګذشت پر مهاله لومړی ظاهرآ د ډرون د ورنږدې کېدو او بیا د چاودنې غږ اورېدل کېږي.
دا برید داسې مهال شوی چې د سودان پوځي حکومت راتلونکې میاشت (د اګست ۱۴مه) جنیوا کې د امریکا په منځګړیتوب د سولې په مذاکراتو کې په مشروط ډول د ګډون اعلان کړی و.
بلخوا د چټک ملاتړ ځواکونو حقوقي سلاکار محمد المختار رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا برید دوی نه دی کړی.
هغه دا پوځ کې د داخلي اختلافاتو پایله بللې ده.
ښاغلي مختار رویټرز خبري اژانس ته ویلي "اراېساېف له هغه ډرونونو سره هېڅ تړاو نه لري چې نن یې جبیت په نښه کړ... دا د اسلامپالو ترمنځ د داخلي اختلافاتو پایله ده."
د یادونې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې داسې ادعاګانې کېږي چې د پوځ د بېلابېلو اړخونو ترمنځ خپلمنځي مخالفتونه روان دي.
ځینې شنونکي په دې لړ کې تېره اپریل میاشت چې روژه هم وه، یوې پیښې ته اشاره کوي چې د 'عباره ابن مالک' په نوم د پوځي لوا ځینې قوماندانان په شمال ختیځ ښار اطبره ښار کې د ډرون په یوه برید کې ووژل شول.
شنونکي زیاتوي چې دا لوا ښايي په پوځ کې دننه د ځینو منځلارو عواملو لخوا په نښه شوې وي، ځکه داسې فکر کېږي چې توندلاري اسلامپال پکې راټول شوي او د سولې د خبرو مخالفت کوي.
ځېنې نور بیا استدلال کوي چې د چټک ملاتړ ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې د ډرونونو کارېدل په ډېرېدو دي نو ښايي دا برید هم همدوی کړی وي.
سودان کې یوازې پوځ او اراېساېف ډرون ټېکنالوژۍ ته لاسرسی لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د سودان پوځ او چټک ملاتړ ځواکونه پخوا نږدې متحدان وو خو د نړیوالې ټولنې له ملاتړه د یوه برخمن پلان له مخې ملکي ادارې ته د واک سپارلو د څرنګوالي پر سر سیالۍ کې کېوتل.
د سودان جګړه نړۍ کې تر ټولو ستر بشري کړکېچ زېږولی. د دې جګړې له کبله تر لس میلیونو ډېر کسان بې ځای شوی دي.
د رویټرز خبري اژانس له مخې چټک ملاتړ ځواکونه د خرطوم په ګډون د سودان له اتلسو پر ۸ ایالتي مرکزونو واکمن او د دغه هېواد سوېل ختیځ خوا د واک او کنټرول غځولو په حال کې دي.
د دې ملېشې مشري 'محمد حمدان دقلو' کوي چې پر 'حمیدتي' هم مشهور دی.
دوی تېره اوونۍ د امریکا لخوا د سولې خبرو کې د ګډون وړاندېز له اعلان سملاسي وروسته ومانه.
خو د یادونې ده چې تر دې مخکې په سودان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره هر ډول هڅې له دې کبله بې پایلې پاتې شوې، چې ښکیلې خواوې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.












