ملګرو ملتونو سوډان کې د "پراخې کورنۍ جګړې" خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سوډان د سقوط په درشل کې د یوې بشپړۍ داسې "کورنۍ جګړې" لوري ته روان دی چې ټوله سیمه بې ثباته کولی شي.
دا خبرې وروسته تر هغه شوې چې د پلازمېنې خرطوم پر یوه ګڼ مېشته سیمه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول.
د سوډان د روغتیا وزارت ویلي: "دارالسلام سیمې ام درمان کې بمبارۍ لږ تر لږه ۲۲ ولسي وګړي وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. ملګرو ملتونو دغه برید غندلی دی.
د سوډان پوځ دا نه مني چې ګنې پر سیمه دوی بمباري کړې ده، خو په بدل کې یې د چټک ملاتړ پر ځواکونو تور پورې کړې چې ګنې پر استوګنیځو سیمو بریدونه کوي.
د چټک ملاتړ ځواکونو د سوډان پر پوځ تور پورې کړی چې هوايي بریدونه کوي. په یوه خپره شوې وېډیو کې ځینې مړي ښکاري چې ویل کېږي د پوځ هوايي برید کې وژل شوي.
د سوډان په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۳۰۰۰ تنه وژل شوي، چې ځینو ویلي، ورسره جنسي تېري او توکمیز تاوتریخوالی هم رامنځ ته شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د جګړې پر مهال د لوټ تالان پراخې پېښې هم شوې. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي دارفور سیمه کې بشر ضد جرمونه وشي.
د ملګرو ملتونو په یوه خپره کړې وېډیو کې مړي ښکاري چې ډېری یې ښځې دي.
د ملګرو ملتونو یوه مرستیال ویاند فرحان حق په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ام درمان کې د یکشنبې ورځې هوايي برید غندلی دی".
دی زیاتوي: "بشري قانون او د بشر حقونو قوانینو ته هېڅ درناوی نه دی شوی چې دا خطرناک او اندېښمنوونکی کار دی".
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، په سوډان کې د جګړې له پیلېدو راهیسې نژدې درې میلیونه خلک بې ځایه شوي چې شاوخوا ۷۰۰ زره یې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د سوډان لوېدیځ دارفور کې توکمیزې سرغړونې او تاوتریخوالی ډېر شوی.











