سوډان کړکېچ: امریکا خپل ډيپلوماتان ايستلي
فرانسې هم له سوډان د خپلو وګړو او دېپلوماتانو د ایستلو پروسه پیل کړې ده. خو دا کار اسانه نه و ځکه د سوډان پوځ او سیالې، نیمه پوځي ډلې یې پر فرانسوي کاروان په ډزو تورن شوي دي.
تر دې مخکې امریکايي ولسمشر هم وویل چې د امریکا پوځ له خرطوم خپل دېپلوماتان راباسي او امریکا سفارت تړل شوی دی.
له ډېرو بهرنیانو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي ځکه د دواړو لورو ترمنځ مرګونې جګړه پر نهمه ورځ هم روانه ده.