د سوډان اقتصادي ستونزې

د ویډیو تشریح، د سوډان اقتصادي ستونزې

امریکا همدا څه موده وړاندې پر سوډان ډېر هغه بندیزونه لرې کړل چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې پرې لګولي وو.

همدې بندیزونه دغلته د ځینو پانګوالو لپاره ستونزې جوړې کړې وې. خو یوه ګټه یې کړې او هغه دا چې په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالو کمپنیو په نشتوالي کې ځايي خلکو په کور دننه سوډان کې داسې ګڼ نوښتونه کړي چې خپلو ستونزو ته یې خپله د حلارې پيدا کړې دي.