سوډان کې د اوربند غځولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي

د عکس سرچینه، Reuters
سوډان کې د مخالفو وسله والو ځواکونو ترمنځ درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی دی، خو د همدې اوربند غځولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوې دي.
لویه اندېښنه دا ده، چې سوډان کې د کورنۍ جګړې تاریخ ته په کتو سره اوسنۍ شخړې د یوې نوې کورنۍ جګړې د پیلېدو وېره زېږولې ده.
سوډان کې د روانې اپریل میاشتې په ۱۵مه یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شوه.
له اوربنده مخکې د سوډان د پوځ او چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) ملېشو تر منځ د درنو او سپکو وسلو جګړه ورځ تر بلې په سختېدو وه او په خرطوم کې یې د ولسي خلکو ژوند سخت ننګولی وو.
تر اوسه په یاده جګړه کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ملېشو قومنده د محمد حمدان داغلو په لاس کې ده او د پوځ قومنده د جنرال عبدالفتاح البرهان په لاس کې ده چې دا مهال د سوډان اصلي مشر ګڼل کېږي.
یاده ملېشه د دارفور شخړې پر مهال د سوډان د پخواني ولسمشر عمر البشير د حکومت له خوا جوړه شوې وه، چې د ځايي وسله والو پر وړاندې جګړه کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د سوډان د کورنیو جګړو تاریخ ته په کتو د پوځ پر وړاندې د یادې ډلې سرپورته کولو دا اندېښنې رامنځ ته کړې، چې ښايي دغه هېواد یو ځل بیا کورنۍ جګړه کې ډوب شي.
اوسنی اوربند د متحده ایالاتو په منځګړیتوب وشو، چې بهرنیو وګړو ته له سوډانه د وتلو اجازه او زمینه برابره شي.
دا اوربند نن پنجشنبې (۲۷/۰۴/۲۰۲۳) پای ته رسېږي.
د ختیځې افریقا سیمه ییزې ټولنې له دواړو خواوو غوښتي، چې اوربند د نورو دریو ورځو لپاره وغځوي.
ډیپلوماتان هیله لري، چې دوامدار اوربند به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
همدارنګه د جنوبي سوډان حکومت ویلي، چې په سوډان کې د اوسني اوربند د غځولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو مشري کوي.
د جنوبي سوډان د بهرنیو چارو وزیر بي بي سي ته وویل، د اوربند غځول به بهرنیو وګړو ته د بهر کېدو چانس ورکړي.همدارنګه د پلازمېنې او نورو ښارونو ترمنځ بشري دهلیز جوړېدو ته لاره هواره کړي.






