سوډان؛ د مخکیني ولسمشر عمر البشیر حکومتي چارواکي له زندانه بهر شوي

Harun (left) in 2010 when he was governor of the South Kordofan region

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، احمد هارون د نسل وژنې او د بشریت ضد جرمونو له کبله د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا تر څار لاندې دی

د سوډان یو شمېر مخکیني حکومتي چارواکي چې په جنګي جرمونو تورن دي د خرطوم له زندانه بهر شوي دي.

احمد هارون چې د نسل وژنې او د بشریت ضد جرمونو له کبله د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا تر څار لاندې دی د خرطوم له کوبر زندانه وتلی دی.

نوموړی د سوډان په یوه تلویزیون را څرګند شو او وویل، د مخکیني ولسمشر عمر البشیر د واکمنۍ یو شمېر چارواکي له زندانه خوشې شوي دي.

دا چې خپله عمر البشیر دمګړۍ چیرې دی، په دې اړه معلومات نه شته.

خو په یاد زندان کې احمد هارون د سوډان له پخواني ولسمشر عمر البشیر سره یوځای بندي و.

د کوبر زندان د ماتېدو خبر د روانې اوونۍ په پیل کې خپور شو.

د یاد هېواد د مخکیني حکومت چارواکي د دوو واکمنو پوځي مشرانو ترمنځ درې ورځني اوربند پر مهال له زندانه وتلي دي.

A child stands in front of damaged buildings following fighting in Sudan

د عکس سرچینه، Reuters

سوډان کې د دې نوي اعلان شوي درې ورځني اوربند په اړه داسې اندېښنې دي، چې کیدای شي د اختریز اوربند په څېر دا هم ډېر دوام ونه کړي.

یاد اور بندې د دې لپاره اعلان شوی، چې خلکو ته د جګړې له سیمو د وتلو لار پرانیستل شي.

له تېرو څو ورځو ګڼ شمېر هېوادونو د خپلو اتباعو او ډيپلوماتانو پر ايستلو پيل کړی دی.

سوډان کې د روانې اپریل میاشتې په ۱۵مه یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شوه.

یاده جګړه د سوډان د پوځ او د یوې سیالې نیمه پوځي ډلې ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځ ته شوه.

ملګري ملتونه په سوډان کې د نظم له منځه تلو ته اندېښمن دي. همدارنګه دوی وېره لري چې قانون به له پامه وغورځول شي.

بل خوا ملګري ملتونه دې ته هم ورخطا دي، چې ډېر ژر به سلګونه زره سوډانیان ګاونډي هېوادونو ته کډه شي.