سودان: پوځ د عمر البشیر حکومت نسکورولو اعلان وکړ

سودان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، احتجاج کوونکي د عمر البشیر حکومت نسکورېدو له اعلان وروسته هم د پوځ مرکز مخکې یو ځای شوي وو.

سودان کې د دغه هېواد دفاع وزیر وايي، له نژدې ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته د ولسمشر عمر البشیر حکومت نسکور شوی دی. دفاع وزیر عوض بن عوف پر ملي ټلویزیون د وینا پر مهال ویلي، د دوو کلونو لپاره یوه موقته دوره پیل شوې، چې له هغه وروسته به د نوي اساسي قانون له مخې ټاکنې وشي.

نوموړي دغه راز د دریو میاشتو لپاره بېړنیز حالت هم اعلان کړ.

دفاع وزیر وویل، چې هېواد په ناسم ډول مدیریت شوی دی او د احتجاجونو لړ کې یې د انساني تلفاتو له کبله بښنه وغوښته.

له دې مخکې د عمر البشیر استعفا غوښتنې په تړاو د اجتجاجونو له ډېرېدو وروسته د سودان پوځ له خلکو وغوښتل چې یوه اعلان ته انتظار وکړي.

ابن عوف وايي، 'رژیم ' له منځه وړل شوی او ښاغلی بشیر په یوه 'خوندي ځای ' کې ساتل کېږي. نوموړي وویل، ''هېواد کې بې عدالتي او فساد ول او په ناسمه توګه اداره کېده. ''

د پوځ له لومړي پیغام سره سودان کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښايي پوځیانو کودتا کړې، خو کره معلومات نه وو خپاره شوي. زرګونه کسانو د پلازمېنې خرطوم پر لور لاریون وکړ او ځینو شعارونه ورکول، 'نسکور شوی، موږ وګټله. '

عمر البشیر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمر البشیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې سودان کې واکمن و.

عمر البشیر څوک دی؟

عمر البشیر چې مخکي پوځي افسر و، په ۱۹۸۹ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد.

د نوموړي له واک ته رسېدو وروسته په سودان کې کورنۍ جګړې پیل شوې او د هېواد په سویل کې کورنۍ جګړې ۲۰۰۵ کال کې پای ته ورسېدې او د جنوبي سودان په نامه یو ځانګړی هېواد په ۲۰۱۱ کال کې رامنځته شو.

د هېواد په یوه بله سیمه دارفور کې هم خونړۍ نښتې شوې او د جرمونو مخنیوي نړیوالې محکمې )ای سي سي) پر عمر البشیر د جنګي جرمونو منظمولو او بشر ضد جنایتونو تورونه پورې کړي دي.

د پوځ له اعلان وروسته پلازمېنه خرطوم کې سودانیان د خوښۍ لمانځلو لپاره لارو کوڅو ته وتلي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پوځ له اعلان وروسته پلازمېنه خرطوم کې سودانیان د خوښۍ لمانځلو لپاره لارو کوڅو ته وتلي وو.

د (ای سي سي) له لوري د عمر البشیر د نیولو له امر سره سره هم نوموړي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ټاکنې وګټلې، خو په وروستیو ټاکنو کې د مهمو اپوزیسیون ګوندونو نه ګډون له کبله د هغه بریا ته د شک په سترګه کتل کېدل.

که څه هم د نیول کېدو امر له کبله پر ښاغلي بشیر د سفر بندیزونه لګېدلي وو، نوموړي مصر، سعودي عربستان او سویلي افریقا ته سفرونه وکړل. د ۲۰۱۵ کال جون کې بیا د یوې محکمې له لوري د نیولو له اعلان وروسته ښاغلی بشیر له سویلي افریقا په بېړه بېرته ستون شو.

خو اوس چې نوموړی نیول شوی، تر اوسه معلومه نه ده چې څه به ورسره کېږي.

له څو میاشتو راهیسې سودان کې د ښاغلي بشیر خلاف احتجاجونه روان وو، چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې دغه هېواد کې واکمن و. پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې د پوځ مرکزي قومندانۍ په شاوخوا کې د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېدې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دغه احتجاجونه په لومړي سر کې د ګرانۍ خلاف راپورته شول، خو وروسته یې د حکومت پر ضد د احتجاج بڼه غوره کړه.

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د پنجشنبې پر ګهیځ وختي ګڼ شمېر پوځي وسایط هغه مرکز ته د ننوتلو په حال کې ولیدل شول، چې دفاع وزارت، د پوځ اعلی قومنداني او د ښاغلي بشیر شخصي استوګنځی پکې موقعیت لري.

د احتجاج کوونکو یوه استازي عمر الدایګر تېره اونۍ اي ایف پي خبري اژانس ته وویل، دوی ''داسې یو برخلیک غواړي چې د انقلاب غوښتنې منعکس کړي. ''

پولیسو خپلو افسرانو ته ویلي و، چې احتجاج کې مداخله و نه کړي، خو مدني فعالانو پر حکومت له اعتراض کوونکو سره د زور زیاتی تورونه لګولي.

سودان

د عکس سرچینه، Reuters

د حکومتي چارواکو په وینا دسمبر کې د احتجاجونو له پیل وروسته ۳۸ کسان وژل شوي دي، خو د بشري حقونو څار اداره وايي، تلفات له دې ډېر دي. فبرورۍ کې داسې ګومان کېده چې ښاغلی بشیر به استعفا وکړي، خو نوموړي هغه مهال د هېواد په کچه بېړنیز حالت اعلان کړ.