سودان کې د تاوتریخوالي دوام؛ لسګونه کسان پکې وژل شوي

Satellite image showing smoke over Khartoum

د عکس سرچینه، Maxar Technologies

سودان کې د مخالفو وسله واله تر منځ د جګړې دوام د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د سختو جګړو د پراخېدو لامل شوی.

د سودان د پوځ او چټک غبرګون د ځواکونو (آر اېس اېف) ملېشې تر منځ جګړه ټوله شپه روانه وه او نن درېمې ورځې ته هم وغځېده.

سودان کې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې د لنډ مهاله پوځي حکومته غیر نظامي حکومت ته د واک د سپارلو طرحه وړاندې شوه.

په شخړو کې تر اوسه له سلو ډېر کسان وژل شوي او د زرګونه نورو د ژوبلېدو رپوټونه خپاره شوي دي.

د عیني شاهدانو له خوا خپاره شوي خبرونه څرګندوي چې شخړو کې پوځ برلاسی دی.

پرون یکشنبه د اپرېل پر ۱۷ دواړو غاړو لنډمهالی اوربند اعلان کړ او په دغه موده کې یې خپل ټپیان لېږدول خو مالومه نه ده چې، دا اوربند تر څه وخته د دواړو غاړو تر منځ عملي شوی.

د سودان دوه لوړ پوړي چارواکي دغه هېواد کې د واک د ترلاسه کولو د یادې پیل شوې مبارزې مشران دي.

جنرال عبدالفتاح البرهان چې د وسله والو ځواکونو مشر او په حقیقت کې د هېواد ولسمشر دی او د نوموړي مرستیال جنرال محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور او د آر اېس اېف قوماندان دی.

دغه دوه کسان د غیر نظامي حکومت په جوړېدو کې د نظر اختلاف لري.

له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د سودان ولسمشر عمر البشیر د یوې پوځي کودتاه په ترڅ کې له واکه لېري شو دغه هېواد کې پوځي جنرالان واکمن دي.

شخړه کې د ښکېلو غاړو تر منځ د اختلاف یو تر ټولو مهم ټکی پر دغې مسلې دی، چې د چټک غبرګون ځواک ۱۰۰ زره کسان په اردو کې شامل شي او دا چې څوک به د نوي ځواک مشري کوي.

Smoke rises of Khartoum

د عکس سرچینه، Instagram @lostshmi via Reuters

وروستۍ نښتې د څو ورځني تاوتریخوالي وروسته وشوې، ځکه چې د چټک غبرګون ځواکونه په ټول هېواد کې ځای پر ځای شول، پوځ دا ګام د یوه ګواښ په توګه یاد کړی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د تېرې شنبې پر ورځ لومړی چا ډزې پیل کړې خو وېره ده چې وضعیت لا نور پسې کړکېچن او خراب شي.

د یکشنبې پر ورځ آر اېس اېف ادعا وکړه چې د هېواد په شمال کې یې پر هوايي ډګر او نورو ورته ځایونو کنټرول ترلاسه کړی، خو لږ وروسته پوځ‌ ادعا وکړه چې هوايي ډګر یې بېرته ترې نیولی.

عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې پوځ د آر اېس اېف پر اډو له هوايي بریدونو وروسته اوس پر ملېشو برلاسی شوی.

آر اېس له دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې د سودان د ځمکني ځواک مرکزي دفتر، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت ځینې برخې یې په خپل کنټرول کې اخیستي.

پوځ پخوا د دې ډلې ورته ادعاوې رد کړي.

سودان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره نړیوالې غوښتنې په زیاتېدو دي.

عربي هېوادونو او امریکا د غیر نظامي حکومت جوړېدو لپاره د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې.

افریقايي ټولنې اعلان کړی چې د اوربند د خبرو لپاره به خپل یو جګپوړی ډیپلومات سوډان ته واستوي.

مصر او سویلي سودان هم د سیالو پوځي ډلو تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.