د سوډان په مظاهرو کې ۶۱ کسان وژل شوي دي

سوډان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سودان د روغتیا وزارت وايي، په وروستي تاوتریخوالي کې یو-شپېته کسان وژل شوي دي.

افریقايي ټولنې د سوډان د امنیتي ځواکونو لخوا د حکومت-ضد مظاهره چیانو د وژنې په تړاو د دغه هېواد غړیتوب ځنډولی دی. دا ګام وروسته له هغې پورته شوی، چې امنیتي ځواکونو په پلازمېنه خرطوم کې پر مظاهره چیانو ډزې وکړې او لسګونه کسان یې ووژل.

افریقايي ټولنې ویلي، د سوډان غړیتوب به تر هغې ځنډېدلی وي، چې پوځ یې واک یوې ملکي ادارې ته نه وي سپارلی.

د دې ټولنې د سولې او امنیت ادارې مشر، پیټرېک کاپووا، وویل چې پر سوډان فشار ور وړل له روان کړکېچه د راوتلو یوازنۍ لار ده.

"موږ د افریقايي اتحادیې د شورا په توګه پرېکړه وکړه چې د افریقايي اتحادیې له قوانینو سره سم، د یموکراسې، انتخاباتو، او حکومتوالۍ په اړه د شته قوانینو په رڼا کې چې سره له ننه د سوډان جمهوریت ګډون د افریقايي اتحادیې په چارو کې تر هغه وځنډوو چې په دغه هېواد کې یو ولسي انتقالي حکومت رامنځ ته شوی نه وي. همدا یوازینۍ لار ده چې سوډان له اوسني بحران نه ووځي."

ښاغلي پیټرېک همداراز وویل، چې که د سوډان پوځ یې غوښتنه و نه مني، پر وړاندې به یې لا نور ګامونه واخلي.

سوډان

د عکس سرچینه، Getty Images

"د افریقايي اتحادیې شورا همدا راز پرېکړه وکړه که د سوډان پوځي شورا انتقالي ادارې ته د واک په سپارلو کې پاتې راشي او دا چاره لا نوره وځنډوي نو د افریقايي اتحادیې شورا به د هغو کسانو او ادارو پرضد په اتومات ډول انظباتي اقدامات وکړي چې انتقالي ادارې ته د واک د سپارولو په لار کې خنډونه جوړوي."

د سوډان د روغتیا وزارت وايي، په وروستي تاوتریخوالي کې یو-شپېته کسان وژل شوي دي. خو د مظاهره چیانو پلوي ډاکټران وايي، چې د امنیتي ځواکونو لخوا تر سلو ډېر کسان په ډزو وژل شوي دي. په دې سره په دغه هېواد کې وضعیت لا ترینګلی شوی او ملګرو ملتو ترې د خپلو یو شمېر کارکوونکو د را ایستلو اعلان کړی دی.