سودان کې پر مظاهرو برید
د سودان پوځي شورا مشر ويلي چمتو دی چې له مخالفانو سره بې له کوم شرطه خبرې وکړي. دوی پرون ويلي و چې دا خبرې به نه کوي خو اپوزوسیون وايي دا خبرې د نړیوال منځګړتوب پرته نه کوي. په عین وخت کې، د خرطوم په یوه کمپ کې د امنیتي ځواکونو لخوا پر مظاهره چیانو د برید قربانیانو شمېر اوس سلو ته لوړ شوی دی. دا خبره د سودان د ډاکترانو کمېټې کړې ده.