د خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي کې د برتانیا دوه میلیارده پانګونه

إنيوس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انیوس وايي، دوی به تر ډېره په سعودي کې د ګاډو جوړولو صنعت، الوتنو او الکترونیکي شیانو کې د کارېدونکو کیمیاوي توکو د تولید فابریکې جوړې کړي.

د برتانیا د انرژۍ شرکت انیوس ویلي، د برتانیا د حکومت له مشورې وروسته د سعودي عربستان د انرژۍ برخه کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کوي.

په دې سره دا د سعودي خبریال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته انیوس لومړنی برتانوی شرکت دی چې په سعودي کې پانګونه کوي.

د انیوس مشر ټام کروتي بي بي سي رادیو فور ته ویلي: "موږ قانع یو چې سعودي اوس د بدلون حالت کې دی، نو همدا د سعوي بازار ته د ننوتلو مناسب وخت دی؛ ځکه موږ باوري یو چې دا پانګونه به په سعودي کې بدلون او نوښت راولي".

دی وايي شرکت یې په سعودي کې د دغې پانګونې له پیلولو مخکې د برتانیا له حکومت سره سلامشوره کړې ده او موافقه یې ترلاسه کړې.‌

تر دې مخکې فرانسې هم سعودي کې پانګونه کړې،‌ هلته د سعودي د تېلو لوی شرکت آرامکو د فرانسې له ټوټل شرکت سره هوکړه لاسلیک کړې ده.‌

انیوس وايي، دوی به تر ډېره په سعودي کې د ګاډو جوړولو صنعت، الوتنو او الکترونیکي شیانو کې د کارېدونکو کیمیاوي توکو د تولید فابریکې جوړې کړي.

إنيوس

د عکس سرچینه، JUSTIN TALLIS

د عکس تشریح، سر جیم راتکلیف چې د برتانیا درېیم لوی شتمن سړی دی،‌ سعودي کې دا پانګونه په منځني ختیځ کې د دغه شرکت د پانګونې یو نېک ګام بللی دی.

انیوس په اروپا کې د انرژۍ تر ټولو لوی شرکت دی، چې د برتانیا درېیم لوی شتمن سر جیم راتکلیف یې څښتن دی،‌ نوموړي دا ګام په منځني ختیځ کې د دغه شرکت د لومړنۍ پانګونې یوه ښه پیلامه بللې ده.‌

انیوس د برتانیا د ننه له ځینو ستونزو سره مخامخ دی.‌

دغه برتانوي میلیاردر ویلي، اینوس په تېرو ۲۰ کلونو کې برتانیا کې ۲٫۵ میلیارده پونډه پانګونه کړې، خو هېڅ ګټه یې نه ده ترې لاسته کړې.