سعودي افغانستان کې پانګونې ته لېوال دی

د عکس سرچینه، @Saudi embassy
د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي؛ سعودي افغانستان کې د کرنې، کانونو اېستلو او د برېښنا تولید برخو کې پانګونې ته لېوال دی.
د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې چې د کابل - ریاض ترمنځ پرانیستل شوی هوایي دهلېز له لارې راکړه ورکړه هم پراخه شي.
افغانستان به سعودي ته وچه او تازه مېوه، غالۍ او طبي بوټې صادر کړي او په بدل کې به ترې تېل واخلي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي د افغانستان د مالیې وزارت له سرپرست محمد همایون قیومي او افغان سوداګرو سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.
ښاغلي الخالدي همداراز ویلي چې سعودي چمتو دی د افغانستان د زېربناوو په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي؛ لا څرګنده نه ده چې سعودي به افغانستان کې څومره پانګونه وکړي، خو کرنه، کانونه او د برېښنا تولید هغه برخې دي چې ریاض پکې پانګونې ته لېوالتیا لري:
"له سعودي سره زموږ سوداګري حد اقل حالت کې ده، چې په دویم لاس یا د نورو هېوادونو له لارې ورسره معامله کېږي، خو د دغه تجارت د ډېرېدو فرصتونه ډېر دي. د کانونو، کرنې او انرژۍ برخو کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته او سعودي عربستان یې پانګونې ته لېوالتیا لري."
اوسمهال د کابل او ریاض ترمنځ په کال کې د څه باندې لس میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي تبادله کېږي.

غالۍ، وچه او تازه مېوزه او طبي بوټي د افغانستان عمده توکي دي چې د سوداګرو له خوا د پاکستان او متحده عربي اماراتو له لارې هغه هېواد ته صادرېږي.
تمه کېږي چې د افغانستان او سعودي ترمنځ د هوایي دهلېز له لارې چې شاوخوا یو میاشت وړاندې پرانیستل شو د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه لا پراخه شي.
اوسمهال په افغانستان کې د سعودي عربستان ترټولو لویه پروژه د دغه هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د اسلامي علومو د یوه پوهنتون جوړول دي چې پنځه سوه میلیون ډالر پرې لګول کېږي.








