تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي کې د برتانیا دوه میلیارده پانګونه
د برتانیا د انرژۍ شرکت انیوس ویلي، د برتانیا د حکومت له مشورې وروسته د سعودي عربستان د انرژۍ برخه کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کوي.
په دې سره دا د سعودي خبریال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته انیوس لومړنی برتانوی شرکت دی چې په سعودي کې پانګونه کوي.
د انیوس مشر ټام کروتي بي بي سي رادیو فور ته ویلي: "موږ قانع یو چې سعودي اوس د بدلون حالت کې دی، نو همدا د سعوي بازار ته د ننوتلو مناسب وخت دی؛ ځکه موږ باوري یو چې دا پانګونه به په سعودي کې بدلون او نوښت راولي".
دی وايي شرکت یې په سعودي کې د دغې پانګونې له پیلولو مخکې د برتانیا له حکومت سره سلامشوره کړې ده او موافقه یې ترلاسه کړې.
تر دې مخکې فرانسې هم سعودي کې پانګونه کړې، هلته د سعودي د تېلو لوی شرکت آرامکو د فرانسې له ټوټل شرکت سره هوکړه لاسلیک کړې ده.
انیوس وايي، دوی به تر ډېره په سعودي کې د ګاډو جوړولو صنعت، الوتنو او الکترونیکي شیانو کې د کارېدونکو کیمیاوي توکو د تولید فابریکې جوړې کړي.
انیوس په اروپا کې د انرژۍ تر ټولو لوی شرکت دی، چې د برتانیا درېیم لوی شتمن سر جیم راتکلیف یې څښتن دی، نوموړي دا ګام په منځني ختیځ کې د دغه شرکت د لومړنۍ پانګونې یوه ښه پیلامه بللې ده.
انیوس د برتانیا د ننه له ځینو ستونزو سره مخامخ دی.
دغه برتانوي میلیاردر ویلي، اینوس په تېرو ۲۰ کلونو کې برتانیا کې ۲٫۵ میلیارده پونډه پانګونه کړې، خو هېڅ ګټه یې نه ده ترې لاسته کړې.