تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جمال خاشقجي؛ سعودي یې وژل اوس لویه تېروتنه بولي
سعودي وايي، د دغه هېواد جلا وطن خبریال جمال خاشقجي وژل ناسم کار و، چې نړیوال غبرګون یې وپاراوه.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې دا لویه تېروتنه وبلله، خو په دې پېښه کې یې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړل.
سعودي د دې پېښې د وضاحت لپاره له نړیوال فشار سره مخ دی او تر دې مخکې یې ویل خاشقجي ژوندی دی.
جمال خاشقجي له افغان - شوروي جګړې خبریالي پیل کړه او له تېر کال راهیسې یې واشنګتن پوسټ ته لیکنې کولې.
هغه د اکتوبر پر دویمه د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتلو راهیسې بیا نه دی لیدل شوی.
ترک چارواکي باوري دي؛ جمال خاشقجي چې د سعودي پر حکومت مشهور نیوکګر و- کونسلګرۍ کې یوه ډله سعودي ایجنټانو وژلی دی.
سعودي لومړیو کې ویل، خاشقجي له ودانۍ وتلی، خو د جمعې په ورځ یې ومنله چې جګړه کې وژل شوی دی.
خو دې ادعا پراخ شکونه پیدا کړل.
وروستۍ پرمختیا څه ده؟
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دا پېښه وژنه وبلله:
عادل جبیر زیاته کړه، چې حقیقت موندلو او د هغو کسانو سزا کولو ته ژمن دي چې د دې وژنې مسوول دي.
"په تېره د هغو کسانو سزا کولو ته چې د خپل واک له دایرې بهر یې دا کار کړی دی. دا لویه تېروتنه وه او د دې پېښې پټ ساتلو هڅه هم تېروتنه وه".
هغه دا هم وویل، نه پوهېږي چې د خاشقجي مړی چرته دی، خو ټینګار یې وکړ چې د سعودي تر ټولو بانفوذه شخصیت ولیعهد محمد بن سلمان د دې کار امر نه دی کړی:
"ان زموږ د استخباراتي ادارې لوړپوړی مشرتابه هم له دې پېښې خبر نه و. دا خپلسري عملیات و".
سعودي وايي، اتلس کسان یې نیولي د محمد بن سلمان دوه مرستیالان یې له دندې لرې کړي او د هغه په مشرۍ یو کس ګومارل شوی چې له دې پېښې وروسته استخباراتي اداره کې سمون راولي.
نړیوال غبرګون څه دی؟
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د شنبې ورځې مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، چې د سعودي وضاحت کې درواغ او چل ول دی.
هغه دا هم وویل، په دې به خوشال شي چې که ولیعهد محمد بن سلمان په دې پېښه کې مسوول نه وي.
ډونلډ ټرمپ له دې پېښې وروسته پر سعودي د بندیزونو لګولو خبره هم کړې وه، خو ویل یې له ریاض سره د وسلو تړون لغوه کول به تر هغه واشنګټن ډېر زیانمن کړي.
برتانیا، فرانسې او جرمني ګډه بیانیه کې پر دغه وژنه هیښتیا ښودلې او د پوره وضاحت غوښتنه یې کړې ده:
"هیڅ شی هم د دې وژنې سپیناوی نشي کولی او موږ یې سخته غندو".
د سعودي څو سیمه ییزو ملګرو له دې پېښې ځان ډډې ته کړی دی.
کویټ پاچا سلمان ستایلی چې دا دوسیه خپله څاري.مصر ، بحرین او متحده عربي امارات هم نور هغه هېوادونه دي چې ورته دریځ لري.