تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان تفریحي فعالیتونو کې ۶۴ میلیارده پانګونه کوي
سعودي عربستان چارواکي وايي، راتلونکې یوه لسیزه کې به پر تفریحي او کلتوري فعالیتونو ۶۴ میلیارده ډالره لګښت وکړي. د تفریحي چارو چارواکي وايي یوازې د سږ کال اوږدو کې له ۵۰۰۰ ډېرو فعالیتونو او مراسمو پلان لري.
پلازمېنه ریاض کې د سعودي عربستان تاریخ کې د لومړۍ اوپرا ودانۍ چارې هم پیل شوې دي. دغه فعالیتونه د هغو ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو برخه دي، چې ویژن ۲۰۲۰ نوم ورکړل شوی او دوه کاله مخکې ولیهد شهزاده محمد بن سلمان پيل کړي دي.
۳۲ کلن ولیهد غواړي د هېواد اقتصاد کې خوځښت راولي او پر نفتو یې تکیه کمه شي. نوموړی دغه راز غواړي سعودي کورنۍ پر تفریحي او کلتوري فعالیتونو لګښت وکړي. دسمبر میاشت کې سعودي حکومت پر سوداګریزه سینما بندیز لرې کړ.
د عامه تفریح ادارې مشر احمد بن عقیل الخطیب له قوله ویل شوي، ۲۰۱۸ کال پورې به د تفریح برخه کې ۲۲۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه چمتو شي:
''مخکې به خلک له هېواده بهر د دې لپاره تلل چې خپل تفریحي مواد هلته چمتو کړي او بیا به بېرته د پلور لپاره دلته راوړل، خو اوس بدلون راغلی او د تفریح اړوند ټول توکي به همدلته سعودي عربستان کې چمتو کېږي."
سعودي عربستان کې د سیل صنعت ودې او پراختیا لپاره له مخکې ریاض ته څېرمه د یو تفریحي ښارګوټي رغاونې پلان جوړ شوی دی، چې ویل کېږي د پراختیا کچه یې نژدې د امریکا لاس ویګاس ښار ته رسېږي.