د هند تر ټولو چټکه نجلۍ له خپلې کورنۍ سر ټکوي

دوتي چاند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوتي له پنځو کلونو راهیسې د اوډیشا ایالت جاجپور سیمې په چکا ګوپالپور کلي کې له خپلې ملګرې سره ګډو ژوند کوي.

دوتي چاند د ځغاستلوبې لومړنۍ هندۍ لوبغاړې ده چې وايي، همجنس خوښې ده او له همدې کبله یې تر ټولو مخکې پرې خپلې کورنۍ سختې نیوکې کړې دي. دغې ۲۳ کلنې لوبغاړې تېره میاشت اعلان وکړ چې د ژوند ملګرې یې یوه کلیواله ۱۹ پېغله ده.

دوتي وايي، په ۲۰۱۸ کال کې یې د هند سترې محکمې له لوري همنجنس خوښو ته د خپلمنځي ودونو له اجازې وروسته دغه پرېکړه کړې.

خو د دوتي پلار چکر ادهر چاند او مور یې اکهوجي د نوموړې دغه پرېکړه د منلو وړ نه بولي او له بلې ښځې سره د واده کولو اجازه نه ورکوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د دوتي پلار له ټایمز اف انډیا نومې ورځپاڼې سره مرکه کې دا یو 'غیر مهذب او غیر اخلاقي ' واده بللی دی. نوموړی وايي ' لور مو د کلیوالو پر وړاندې زموږ عزت له خاورو سره خاورې کړ. '

تېره میاشت د دوتي مور هم له انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، لور ته به له بلې ښځې سره د واده اجازه هیڅکله ور نه کړي.

خو دوتي له پنځو کلونو راهیسې د اوډیشا ایالت جاجپور سیمې په چکا ګوپالپور کلي کې له خپلې ملګرې سره ګډو ژوند کوي.

مور یې وايي:

''موږ په یوه دودپاله ټولنه کې ژوند کوو او زموږ په کورنۍ کې دغه ډول خبرې ممنوع بلل کېږي، د لوبو تر حده ورسره مخالفت نه کوم، خو د دغسې خبرو اجازه نه ورکوم. ''

دوتي چاند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دوتي وايي، د کورنۍ 'منفي خبرو' ته اهمیت نه ورکوي.

بل لور ته دوتي چاند د چهارشنبې پر ورځ یوه ټویټر پیغام کې د خپلې یوې مرکې هغه خبره تکرار کړې چې وايي، د کورنۍ (منفي) خبرې بې اهمیته بولي. په ۲۰۱۸ کال کې همجنس خوښو ته د واده کولو له قانوني اجازې وروسته داسې فکر کېده چې ښايي په دې تړاو فکري بدلون راغلی دی.

دوتي د لنډ واټن چټکه نړیواله ځغاسته کې لومړنۍ هندۍ لوبغاړې ده چې پایلوبې ته رسېدلې.

نوموړې د ځوانانو ۲۰۱۳ کال نړیوالو اتلولیو پایلوبې ته رسېدلې وه. ۲۰۱۴ کال کې د هند ځغاستلوبو فدراسیون پر دوتي چاند له دې کبله بندیز ولګاوه چې یوه طبي معاینه کې بدن کې 'هایپر اینډروجن ازم ' علایم ولیدل شول.

د هایپر اینډروجن ازم له کبله په بدن کې ټیسټوسټرون نومي نارینه هارمون په غیر عادي توګه ډېرېږي.

دوتي چاند

د عکس سرچینه، EPA

د سویلي افریقا یوه اولمپیک لوبغاړې کیسټر سیمینیا هم د همدې حالت ښکار ده. د دوتي مدافع وکیلانو د ۲۰۱۵ کال مارچ کې د دغه بندیز خلاف محکمې ته عریضه کې دا یو نیمګړې او تبعیضي پرېکړه وبلله او هغې ته د بل کال ریو اولمپیک لوبو کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.

دوتي د ۲۰۱۸ کال اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو دوه مډالونه وګټل او دا هم مهال د ۱۰۰ متره ځغاستلوبې تر ټولو چټکه ښځه ده.