امریکا سوډان د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو له لیست نه وایست

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحده ایالتونو سوډان ۲۷ کاله وروسته د هغو هېوادونو له لیست نه وایست چې د ترهګرۍ ملاتړي ګڼل کېږي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه نیمه میاشت مخکې کانګرس ته په دې تړاو د خپلې پرېکړې احوال ورکړی و.
له دې پرېکړې سره دې ته زمینه برابرېږي چې نړیوال په سوډان کې پانګونه وکړي او سوډان له نورو هېوادونو او بنسټونو پورونه واخلي هغه هم په داسې حال کې چې ډېره زیاته اړتیا ورته لري.
د بي بي سي د افریقايي چارو خبریاله انا سویې په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اکتوبر میاشت کې تر هغې وروسته د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لیست نه د سوډان د ایستلو پریکړه وکړه، چې دغه هېواد اسراییل سره د دېپلوماتیکو اړیکو عادي کولو چمتو شو.
سوډان دغه راز ۳۳۰ میلیونه ډالر هم په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د بمي بریدونو د تاوان په توګه ورکړل.
په ۱۹۹۸م کال کې د دغو بریدونو مسوولیت القاعده شبکې منلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
سوډان چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن کوربتوب یې هم کړی دی تورن و چې د فلسطین د حماس او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ کوي.
اوس چې امریکا سوډان د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لیست وایست، هیله دا ده چې د دغه هېواد حکومت به وکولای شي خپل اقتصاد وژغوري.










