سودان له اسراییل سره اړیکي پیلوي او امریکا یې د ترهګرۍ له نوملړ باسي

سوډان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سودان مظاهرو کې ښځو جوت ګډون درلود

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سودان د ترهګرو له نوملړ لرې کوي او هم ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر خرطوم لګېدلي بندیزونه هم ختموي.

په دا مهال امریکايي رسنۍ وايي، سودان څو ورځو کې له اسراییل سره ډيپلوماټیک اړیکي پیلوي.

د اکټوبر پر ۱۹ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، سودان هغو امریکايي کورنیو ته ۳۳۵ میلیون امریکايي ډالر ورکوي چې ویل کېږي د دغه هېواد ملاتړې القاعده ډلې بریدونو کې وژل شوي دي.

سودان یو هغه څلورم هېواد دی چې امریکا یې د ترهګرۍ ملاتړی بولي او په دې دلیل یې له کلونو راهیسې بندیزونه پرې لګولي دي.

درې نور هېوادونه ایران، سوریه او شمالي کوریا دي.

خو د سودان اوسنی حکومت- چې د پخواني ولسمشر عمر البشیر له پرځېدو وروسته جوړ شوی- د امریکا د بندیزونو لرې کېدل غواړي چې هم د خپل خراب اقتصاد رغولو ته نړیواله مرسته ترلاسه کړي او هم د اسراییل په څېر هېوادونو سره خپل سوداګریز اړیکي ولري.

د لومړي وزیر عبدالله حمدوک په مشرۍ د سودان نوی حکومت هڅه کوي نړیوالو اړیکو کې نوی چلن وښيي.

د نوموړي حکومت تر ۲۰۲۲ کال پورې دوام لري.

سودان څه وايي؟

سوډان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښځې

ښاغلی حمدوک سمونپالی اقتصادپوه دی او د ملګرو ملتونو اړوند د افریقا اقتصادي ټولنه کې د مدیریتي چارو اوږده مخینه لري.

ښاغلی حمدوک وايي، د امریکا د ترهګرو له نوملړ د سوډان وتلو سره دغه هېواد او خلکو ته یې لوی ملاتړ پیدا کېږي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ ټوېټر کې ولیکل: "په داسې حال چې موږ د پخواني معیوب رژیم له سخت میراث د وتلو درشل کې یو، باید ټینګار وکړم چې د سوډان خلک سوله پال دي او هیڅکله یې هم د ترهګرۍ ملاتړ نه دی کړی. "

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورول هم د ترهګرۍ له نوملړ د سودان لرې کولو په هکله د امریکا دا ګام "تاریخي شېبه" بللې او په دې برخه کې یې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی دی.

په دا مهال نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، سودان د امریکا د ترهګرو له نوملړ د وتلو هرکلي سره هممهال له اسراییل سره اړیکو جوړولو ته تیارېږي.

اټکل دی چې څو ورځو کې او د نومبر پر دریمه د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې به د خرطوم او تل ابیب اړیکي پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ۱۵ کلونو وروسته او څو ورځې مخکې خرطوم ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې ولیدل.

د القاعده بریدونه

عمر البشیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې سودان کې واکمن و او د ۲۰۱۹ کال اپرېل کې وپرځول شو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمر البشیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې سودان کې واکمن و او د ۲۰۱۹ کال اپرېل کې وپرځول شو

په ۱۹۹۸ کال په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د القاعده بمي بریدونو کې له دوو سوو ډېر امریکایان ووژل شول.

په غبرګون کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بېل کلېنټن خرطوم کې د شفا په نوم د درمل جوړولو پر کارخونه او هم افغانستان کې د القاعده په مرکزونو د بریدونو امر وکړ.

خو پر شفا برید لا هم له نانندریو سره مخ دی، ځکه امریکا ویل چې دې کارخونه کې د اعصابو ګاز تولېدېږي او مالکان یې د القاعده د هغه وخت مشر اسامه بن لادن سره اړیکي لري، خو د سودان حکومت دا تور رد کړ او وروسته امریکايي سرچینو هم دا برید له پوښتنې سره مخ کړ.

د امریکا ولسمشر اجازه لري چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ له نوملړ د هېوادونو نومونه لرې کړي.

د امریکا کانګرېس هم په ۴۵ ورځو کې د ولسمشر پرېکړې ته رایه ورکوي او که مخالفت وکړي د دې پرېکړې خنډ کېږي.