سوډانۍ عکاسه: هغه سوډان چې زه یې ښودل غواړم

Twelve-year-old Alaa writes in English on the blackboard at her school in Sudan's capital, Khartoum.

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، دوولس کلنه علا د سوډان پلازمېڼه خرطوم کې د خپل ښوونځي پر توره تخته انګرېزي لیکي

سوډانۍ عکاسه علا الشیخ وايي، د دغه هېواد خلک دا لیدل نه غواړي چې ښځه کمره په لاس او کوڅو کې وګرځي.

"خو ما پرېکړه کړې چې هر چېرته کېدلی شي انځور واخلم".

پلازمېنه خرطوم کې ډېر ځلې له ستونزو سره مخ شوې، ځورول شوې، ملنډې پر وهل شوې، خو وايي، تسلیم به نه شي.

"زه سوډان کې ریښتون ژوند ښودل غواړم، موږ له ډېر وخت راهیسې له نړۍ ګوښي ساتل شوي یو".

دلته د هغې د انځورونو غورچاڼ دی.

A woman hangs raw beef on a line outside

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، علا وايي: سوډان کې خلک په لمر غوښه وچوي او ورته شرموت وايي. د سوډان دودیز خواړه دي. دا مېرمن خپل کور کې د غوښتې پر وچولو بوخته ده چې له دریو تر اوو اونیو وخت نیسي.
A girl wearing pigtails with several multi-coloured stands with her back to the camera

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، علا وايي، د دې نجلۍ د وېښنانو سینګار او د رنګونو جوړښت یې پام ور خپل کړ. دا نجلۍ د یوه نړیوال ښوونځي زدکوونکې ده. د دې ښوونځي پر زدکوونکو د مطالعې له امله د بهرنۍ نړۍ اغېز راته جالب و.
A fruit seller stands in front of his shop window with crates of fruit visible next and behind him

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، په توتي ټاپو کې چې سپین نیل ابي نیل ته رسېږي، محمد مېوه پلوری دی او هندواڼې، کیلې او نارنج پلوري.
A boy's foot is seen dribbling a football around a cone

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، علا وايي، د فوټبال لوبغاړي د متضادو رنګونو ترکیب یې پام ور واړاوه.
A man looks in the mirror while a barber shaves his head

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، علا وايي: د سړک غاړې سلمانیان د خرطوم نوی شی دی. پخوا یوازې دوکانونو کې دا کار کېده، خو اوس سړی په مارکېټ، کوڅو او ان بس تمځیو کې وېښتان کمولی شي.
A portrait of a woman framed with white flowers

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، علا وايي: نوحا مالک د ژوند دود ویبلاګره ده او له کلونو راهیسې مې ملګرې ده. دا انځور یې د انستاګرام لړۍ د هغو انځورونو کړۍ ده چې ګڼ وېښتان لري.
A man stands in front of a mural with paint and a brush in his hands

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، انځورګر ساري عواد له علا سره خبرو کې وايي، چې دا دېوالي انځورګري انسان په همغږکۍ کې ښيي. د سوډان بې جوړې توکمیزه رنګارنګي زموږ د ټولنې ځانګړنه ده.
A bus is seen at the end of a long and empty colonnade painted in various colours

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، مرکزي خرطوم کې د جمعې ورځې نادره خاموشي: زه دا رنګونه او د کوڅې پای کې بس خوښوم.
A woman stands close to a horse, holding it by its reins.

د عکس سرچینه، Ola Alsheikh

د عکس تشریح، علا وایي: ایناس صدیق سپرکار دی او نړیوالو سیالیو کې د سوډان استازي کوي. دا زیاتوي چې له دې سپرکار او اس سره یې د زړه له تله مینه لري.