سوډانۍ عکاسه: هغه سوډان چې زه یې ښودل غواړم

سوډانۍ عکاسه علا الشیخ وايي، د دغه هېواد خلک دا لیدل نه غواړي چې ښځه کمره په لاس او کوڅو کې وګرځي.

"خو ما پرېکړه کړې چې هر چېرته کېدلی شي انځور واخلم".

پلازمېنه خرطوم کې ډېر ځلې له ستونزو سره مخ شوې، ځورول شوې، ملنډې پر وهل شوې، خو وايي، تسلیم به نه شي.

"زه سوډان کې ریښتون ژوند ښودل غواړم، موږ له ډېر وخت راهیسې له نړۍ ګوښي ساتل شوي یو".

دلته د هغې د انځورونو غورچاڼ دی.