د سوډان جګړه؛ طالبان وايي دغه هېواد کې د ۱۲۰ ایسارو افغانانو د رایستلو هڅه کوي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د سوډان جګړه کې یې د لسګونو ایسارو افغانانو د ایستلو هڅې پیل کړې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ لخوا پر ټویټر یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې ولسي غونډې ته وايي چې د سوډان جګړه کې ۱۲۰ افغانان ایسار پاتې دي.

ښاغلي ځدراڼ لیکلي دا غونډه نن یکشنبه د اختر پر دریمه مازیګر مهال د خوست ولایت مرکزي پارک کې جوړه شوې وه.

ښاغلی متقي وايي "دا نن زما ورځ پر دې تېره شوه چې څنګه موږ خپل ۱۲۰ افغانان چې د سوډان په جنګ کې ګیر دي، په محفوظ شکل راوباسو."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یاودنې ده چې تر دې وړاندې امریکا او برېتانیا اعلان کړی و چې د سوډان کې یې د جګړو د دوام له کبله له خرطوم خپل دېپلوماتان ایستلي دي.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سناک ویلي، بریتانوي ډیپلوماتان او د دوی کورنۍ په یو لړ "پیچلو او چټکو" عملیاتو کې له سوډانه ایستل شوي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي و چې د دغه هېواد پوځ د سودان له پلازمېنې خرطومه امریکايي ديپلوماتان او د دوی کورنۍ ایستلې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له سودانه خپل وګړي او د اروپايي ټولنې او نورو هم‌ټلوالو هېوادونو وګړي باسي.

Numerous cars with 'Unicef' on the side drive towards Port Sudan

د عکس سرچینه، Getty Images

په سودان کې د واک پر سر د دوو پوځي لورو د خونړۍ جګړې په منځ کې د بېلابېلو هېوادونو د ديپلوماتانو او وګړو د وتلو لړۍ له هغې وروسته چټکه شوه چې د جګړې یوه اړخ (د سودان د پوځ مشر) د بهرنیو وګړو او دېپلوماتانو د وتلو دې لړۍ سره هوکړه وکړه.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ویلي، له سودان یې خپل ديپلوماتان او د دوی کورنۍ ایستلې او په سودان کې د پاتې برتانوي اتباعو د خوندیتوب لپاره کار دوام لري.

د دغه هېوا د دفاع وزیر بین والس هم بي بي سي ته ویلي، ایستل شوي کسان له خرطوم بهر یوه هوايي ډګر ته وړل شوي چې د شپې له خوا له هېواده ووځي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي بیا ویلي چې حکومت يې په سوډان کې د وینې تویدنې بندیدو ته د نړیوال ملاتړ په راټولولو هره شېبه دوامدار کار کوي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی و، چې د امریکا پوځ د سودان له پلازمېنې خرطوم څخه امریکايي دیپلوماتان او د هغوی کورنۍ ایستلي دي.

جوبایډن وايي:"زما په امر، د امریکا د متحده ایالاتو پوځ له خرطوم څخه د امریکا حکومتي کارمنان راوېستل."

خرطوم د دوو جنرالانو له کبله چې یو یې د پوځ مشر او بل یې د ملېشو مشر دی، د جګړې په ډګر اوښتی دی.

Citizens of Saudi Arabia and people from other nationalities are welcomed by Saudi Royal Navy officials as they arrive at Jeddah Sea Port after being evacuated through Saudi Navy Ship from Sudan to escape the conflicts, Jeddah, Saudi Arabia, April 22, 2023

د عکس سرچینه، Reuters

بلخوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خپلو او د اروپايي ټولنې د نورو هېوادونو او هم‌ټلوالې هېوادونو وګړي هم باسي.

هالنډ، ترکیې، ایټالیا، بلجیم او جاپان هم ویلي چې د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې په سوډان کې انټرنټ بشپړ پرې شوی چې په پلازمېنه خرطوم او نورو ښارونو کې د بندو پاتې شویو کسانو مرسته يې هم سخته کړې.

شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې خرطوم کې خونړۍ نښتې روانې دي.

سودان کې د روانې جګړې له کبله ټول ټال د وژل شویو شمېر ۴۵۰ تنه یوې رسمي خبرپاڼه کې پرون شنبه (۲۲/۰۴/۲۰۲۳) یاد شوي وو.

په ۲۰۱۹ کال کې د سودان د ولسمشر عمر حسن البشیر له ګوښه کېدو وروسته، دا هېواد د پوځ د قوماندان عبدالفتاح برهان په مشرۍ د انتقالي شورا له خوا اداره کېږي.

Heavy smoke billows above buildings in the vicinity of the Khartoum airport on April 15, 2023

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې شورا کې د ښاغلي برهان مرستیال محمد حمدان دیغلو دی چې د چټک غبرګون د ځواکونو په نوم د ملېشو مشر هم دی.

له پوځیانو ملکیانو ته د واک لېګد لپاره پرېکړه پر دې شوې وه، چې د چټک غبرګون ځواکونه به له پوځ سره ګډېږي.

خو د جنرال داغلو او جنرال عبدالفتاح البرهان تر منځ د واک د لېږد مهال وېش پرسر او دا چې د نویو یو شویو ځواکونو مشري به څوک کوي؟ خوابدي رامنځ ته شوه او اړیکې یې ترینګلې شوې.

همدارنګه رامنځ ته شوې ترینګلتیا دوام وکړ او نن یې یوه لویه شخړه رامنځ ته کړه.

یاده شخړه کې پوځي الوتکو او چورلکو په حساسو حکومتی مرکزونو او روغتونونو بریدونه کړي دي.

سودان کې د روانې شخړې له کبله بهرني وګړي او دیپلماتان اېسار پاتې دي.

Bread queue in Khartoum North, 22 Apr 23

د عکس سرچینه، Reuters

له دې مخکې رپوټونو کې راغلي وو، چې د سودان پوځ د بهرنيو ډيپلوماتانو پر ايستلو سلا کړې.

دوی ویلي و، چې د امريکا، بريتانيا، فرانسې، چين او سعودي ډيپلوماټانو او وګړو ايستلو لپاره به لار هواروي.

له یوې خوا د بهرنیو ډيپلوماتانو د ایستلو هڅې روانې دي له بلې خوا بیا د اختر لپاره يو پلان شوی اوربند ناکامه شو.

د جمعې پر ورځ د امریکا پوځي جنرال مارک میلې، چې د امریکايي پوځ مشري کوي، له سوداني پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره په دې موخه خبرې کړې، چې څنګه وکولای شي، له هغه هېواده د امریکا سفارت کارکوونکي وباسي.