سودان کې د واک پر سر جګړه؛ د طالبانو حکومت د زغم مشوره ورکړې

سودان

د عکس سرچینه، Getty Images

د سودان پلازمېنه خرطوم کې د سوداني پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملګرو ملتونو د کارمانانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا جګړه او نښته د دارفور کړکېچنې سیمې په شمول د هېواد نورو برخو ته هم غځېدلې ده.

په سودان کې د ملکي حکومت جوړېدو کې له پاتې راتلو وروسته له څو اونیو راهیسې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا روانه وه.‌

د شنبې په ورځ وضعیت لا ډېر ترینګلی شو او د خلکو وېره لا پسې ډېره شوه.

هر لوری ادعا کوي چې د اصلي هوايي ډګر، ولسمشرۍ ماڼۍ او د پوځ د مشر د دفتر په ګډون یې مهم ځایونه او بنسټونه نیولي دي.

نړیوالو مشرانو دا نښتې غندلې او د ارامۍ او خبرو له لارې د ستونزو د حلولو غږ یې کړی دی.‌

د سودان اوسني مشر عبدالفتاح البرهان ژمنه کړې چې د چټک ملاتړ ځواکونه به منحل کړي، خو د هغه سیال او د دغو ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو ولسمشر مجرم ګڼلی دی.

سودان د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې کله چې د پوځ مشر البرهان ملکي حکومت ړنګ کړ، سیاسي ترینګلتیا او نارامۍ روانې دي.

د پوځ الوتکو په ام درمان کې د چټک غبرګون ځواکونو پر یوه اډه هوايي بریدونه کړي.

د جګړې له کبله د خرطوم له نړیوال هوايي ډګره او دې ډګر ته الوتنې بندې شوې دي.

نړیوال غبرګونونه

د ویډیو تشریح، سودان کې د واک پر سر جګړه

ملګرو ملتونو، عربي ټولنې، واشنګټن او مسکو په سودان کې د جګړې د "سم لاسي" درېدو غوښتنه کړې ده.‌

د ملګرو ملتونو سرمنش‍ي انتونیو ګوتېرېش د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د افریقايي هېوادونو اتحادیې له مشر موسی فقي سره د وضعیت د ارامولو غوښتنې په تړاو خبرې کړې دي او وايي چې له عبداالفتاح البرهان او

محمد حمدان دقلو سره یې هم مشورې پیل کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

فرانسې د یوه داسې سیاسي جوړجاړي غږ کړی چې ټولې خواوې پکې خپل ځان وګوري او یو انتقالي حکومت جوړ او ټول ټاکنې وشي.

مصر او سعودي بیا د عربي هېوادونو د یوه بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.‌

سوډان کې د واک پر سر دې پیل شوې جګړې ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې له افغانستانه د طالبانو حکومت هم د دغو نښتو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌ چې دوی "سوډاني حکومت او ملت ته توصیه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي."

د طالبانو اعلامیه کې زیاته شوې چې "موږ د یوه جنګ ځپلي هېواد او ملت په توګه دا وایو چې موږ د جګړو اضرار لیدلي او لمس کړي، په جګړو سره ملتونه تباه کېږي، حکومتونه کمزوري کېږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هوارېږي.

د هغو ستونزو په پرتله چې له امله يې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډيریږي او د هغه هیواد خلکو او حاکمیت ته ګواښونه رامنځته کوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

چټک غبرګون ځواکونه څوک دي؟

سودان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جنرال محمد حمدان دقلو د چټک غبرګون ځواکونو مشري کوي

چټک غبرګون ځواکونه لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې د وسله والو جنګیالیو (جنجوید) له ډلې جوړ شول چې په دارفور کې یې له اورپکو سره وحشیانه مقابله وکړه.‌

په وروستیو کې د دې ډلې مخکنی مشر محمد عل‍ي عبدالرحمن د جرمونو نړیواله محکمه کې په ۳۱ بشر ضد او جنګي جرمونو تورن شوی و.

په ۲۰۱۵ کال د دې ډلې شاوخوا څلوېښت زره پوځیان د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن جګړه کې ښکېل شول.‌

د دې ډلې پوځیان د لیبیا جګړې ته هم استول شوي وو.