تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سودان کې د واک پر سر جګړه؛ د طالبانو حکومت د زغم مشوره ورکړې
د سودان پلازمېنه خرطوم کې د سوداني پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملګرو ملتونو د کارمانانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا جګړه او نښته د دارفور کړکېچنې سیمې په شمول د هېواد نورو برخو ته هم غځېدلې ده.
په سودان کې د ملکي حکومت جوړېدو کې له پاتې راتلو وروسته له څو اونیو راهیسې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا روانه وه.
د شنبې په ورځ وضعیت لا ډېر ترینګلی شو او د خلکو وېره لا پسې ډېره شوه.
هر لوری ادعا کوي چې د اصلي هوايي ډګر، ولسمشرۍ ماڼۍ او د پوځ د مشر د دفتر په ګډون یې مهم ځایونه او بنسټونه نیولي دي.
نړیوالو مشرانو دا نښتې غندلې او د ارامۍ او خبرو له لارې د ستونزو د حلولو غږ یې کړی دی.
د سودان اوسني مشر عبدالفتاح البرهان ژمنه کړې چې د چټک ملاتړ ځواکونه به منحل کړي، خو د هغه سیال او د دغو ځواکونو مشر محمد حمدان دقلو ولسمشر مجرم ګڼلی دی.
سودان د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې کله چې د پوځ مشر البرهان ملکي حکومت ړنګ کړ، سیاسي ترینګلتیا او نارامۍ روانې دي.
د پوځ الوتکو په ام درمان کې د چټک غبرګون ځواکونو پر یوه اډه هوايي بریدونه کړي.
د جګړې له کبله د خرطوم له نړیوال هوايي ډګره او دې ډګر ته الوتنې بندې شوې دي.
نړیوال غبرګونونه
ملګرو ملتونو، عربي ټولنې، واشنګټن او مسکو په سودان کې د جګړې د "سم لاسي" درېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د افریقايي هېوادونو اتحادیې له مشر موسی فقي سره د وضعیت د ارامولو غوښتنې په تړاو خبرې کړې دي او وايي چې له عبداالفتاح البرهان او
محمد حمدان دقلو سره یې هم مشورې پیل کړې دي.
فرانسې د یوه داسې سیاسي جوړجاړي غږ کړی چې ټولې خواوې پکې خپل ځان وګوري او یو انتقالي حکومت جوړ او ټول ټاکنې وشي.
مصر او سعودي بیا د عربي هېوادونو د یوه بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
سوډان کې د واک پر سر دې پیل شوې جګړې ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې له افغانستانه د طالبانو حکومت هم د دغو نښتو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې.
د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی "سوډاني حکومت او ملت ته توصیه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي."
د طالبانو اعلامیه کې زیاته شوې چې "موږ د یوه جنګ ځپلي هېواد او ملت په توګه دا وایو چې موږ د جګړو اضرار لیدلي او لمس کړي، په جګړو سره ملتونه تباه کېږي، حکومتونه کمزوري کېږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هوارېږي.
د هغو ستونزو په پرتله چې له امله يې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډيریږي او د هغه هیواد خلکو او حاکمیت ته ګواښونه رامنځته کوي."
چټک غبرګون ځواکونه څوک دي؟
چټک غبرګون ځواکونه لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې د وسله والو جنګیالیو (جنجوید) له ډلې جوړ شول چې په دارفور کې یې له اورپکو سره وحشیانه مقابله وکړه.
په وروستیو کې د دې ډلې مخکنی مشر محمد علي عبدالرحمن د جرمونو نړیواله محکمه کې په ۳۱ بشر ضد او جنګي جرمونو تورن شوی و.
په ۲۰۱۵ کال د دې ډلې شاوخوا څلوېښت زره پوځیان د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن جګړه کې ښکېل شول.
د دې ډلې پوځیان د لیبیا جګړې ته هم استول شوي وو.