سودان کې نور تازه بدلونونه

د سودان د استخباراتو او امنيت ملي ادارې ځواکمن مشر صلاح عبد الله له دندې استعفا کړې ده. دولتۍ رسنۍ وايي څو ورځو کې د دغه هېواد درېيم مشر جنرال عبد الفتاح البرهان، د جنرال عبد الله استعفا منلې ده. د دغه ګام په اړه د کوم دليل يادونه نه ده شوې. احتجاجيان يې پر لاريونيانو د بريدونو په ګډون د وحشي کړو وړو ادعاوو پر سر، د محاکمې غوښتنه کوي. جنرال برهان بيا د عوض بن عوف له استعفا وروسته، چې يوازې يوه ورځ مشر و، د منځمهالي پوځۍ شورا د مشرۍ لوړه کړې ده.