د سودان شخړه: خرطوم کې د اروپايي ټولنې پر سفیر برید شوی

سفیر

د عکس سرچینه، FACEBOOK/EUROPEAN UNION IN SUDAN

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیپ بوریل ویلي، په سودان کې د دغې ټولنې سفیر خرطوم کې پخپل کور کې تر برید لاندې راغلی دی.

بوریل د پې‍ښې نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اروپايي ټولنې ویاند ویلي سفیر روغ رمټ دی.

بوریل ټینګار کړی چې په سودان کې د اروپايي‌ ټولنې د استازولۍ، دیپلوماتانو او کارمنانو امنیت د سوداني چارواکو پر غاړه دی.

ایرلنډی ایدان اوهارا له ۲۰۲۰ کال راهیسې په سودان کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه پاتې شوی.

بوریل وايي، پر اوهارا دا برید "ویانا کې له هوکړې خطرناک سرغړاوی" ګڼل کېدای شي.

په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو او سوداني پوځ ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او نړیوالو ولسي وګړو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

سودان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ولکر پیرټیس د لنډمهالي اوربند غوښتنه کړې چې په لړ کې یې ولسي خلکو ته مرستې ورسول شي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ناستې وروسته، ملګرو ملتونو وویل، سودان کې د روانې نښتې له کبله تر ۱۸۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي او نژدې ۱۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

د خرطوم یوه اوسېدونکي حمید خلف الله ویلي "له پرون ګهیځ راهیسې زه او کورنۍ مې پخپل کور کې پټ شوي یو، نه برېښنا لرو او نه اوبه".

په وېډیوګانو کې ښکاري چې د خرطوم پر واټونو ټانکونه ګرځي.

پوځ ویلي، د چټک ملاتړ ځواکونو پر جنګیالیو یې کړۍ تنګه کړې ده او له ولسي وګړو یې غوښتي چې بې ضرورته بهر ونه ګرځي.‌

خو په بدل کې یې د چټک ملاتړ ځواکونو ویلي، دوی په جګړه کې کېوتي دي.

په خرطوم کې پلورنځي تړل شوي او وضعیت لا ترینګلی شوی او د لوټمارۍ خبرونه هم ورکړل شوي دي.