د سودان لارو، کوڅو کې د اوربند له اعلان سره سره جګړه روانه ده

People praying during Eid in Khartoum.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د خرطوم اوسېدونکو په داسې حال د اختر لمونځ ادا کړ، چې پر ښار د غوسې، وېرې او ترهې فضا حاکمه ده.
    • Author, محمد عثمان او نتاشا بوتې
    • دنده, بي بي سي او خرطوم

د سودان پلازمېنه خرطوم کې د کوچني اختر په مناسبت د اوربند له غوښتنو سره سره د سیالو وسله والو ځواکونو تر منځ تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

د چټک ملاتړ ځواک (ار ایس ایف) وویل، دوی درې ورځنی اوربند منلی دی او څو ساعتونه وروسته پوځ همداسې وکړل، خو له دې سره سره بمباري، د توپخانې او ټوپکو ډزې روانې وې.

د سودان په دې کورنۍ شخړه کې چې اونۍ یې پوره کېږي، لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. دا شخړه د سوداني پوځي مشرتابه د دوو لوریو تر منځ د واک جګړې له کبله رامنځته شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، العبید سیمه کې د متقابلو ډزو له کبله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان ادارې یو سودانی کارکوونکی وژل شوی دی.

سودان پوځ وايي، د مخالف ار ایس ایف نیمه پوځي ځواک له غړو یې د لارو کوڅو ''پاکولو '' لپاره اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

که څه خرطوم نړیوال هوايي ډګر لا هم تړلی پاتې دی، خو اروپايي ټولنې ویلي، دوی پلان لري چې د دې ټولنې غړو هېوادونو د نژدې ۱۵۰۰ کارکوونکو ایستلو لپاره لاس پر کار شي.

دغه راز تر اوسه د امریکا، بریتانیا او جاپان سفارتونه نه دي توانېدلي هلته خپل مېشت وګړي، له دې هېواده وباسي.

د ویډیو تشریح، د سودان پلازمېنه کې د سختو ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د جمعې پر ورځ د امریکا پوځي جنرال مارک میلې، چې د امریکايي پوځ مشري کوي، له سوداني پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره په دې موخه خبرې کړې، چې څنګه وکولای شي، له هغه هېواده د امریکا سفارت کارکوونکي وباسي.

د جمعې پر سهار د خرطوم اوسېدونکو وویل، د پخوا برعکس چې د اختر په ورځو کې به په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه، اوس یې ښار ویران ښکاري.

د دې ښار او ورته څېرمه ښار ام درمان اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، تر اوسه د غوسې او حیرانۍ په حالت کې دي.