سوډان کې ۷۲ ساعته اوربند اعلان شوی؛ ګڼ هېوادونه خپل وګړي باسي

سوډان

د عکس سرچینه، Getty Images

په سوډان کې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ ۷۲ ساعته اوربند اعلان شوی چې پر ځايي‌ وخت د تېرې شپې له نیمايي‌ پیل شوی دی.‌

دا څلورم ځل دی چې په دغه هېواد کې د اپریل له ۱۵ راهیسې چې جګړه پیل شوې، د اوربند هڅه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي،‌ د سوډان پوځ او د "ار ایس ایف" په نامه ملیشه یي‌ ځواکونو له ۴۸ ساعته خبرو وروسته هوکړه کړې چې ۷۲ ساعته اوربند به عملي کوي.‌

په جګړه کې ښکیلو غاړو هم د دغه اوربند پخلی کړی دی.

د سوډان په دې کورنۍ شخړه کې چې نژدې دوه اونۍ یې پوره کېږي، سلګونه کسان وژل شوي دي.

دا شخړه د سوډاني پوځي مشرتابه د دوو لوریو تر منځ د واک پر سر رامنځته شوې.

د پلازمېنې خرطوم په ځینو سیمو کې نن سه شنبه هم د ډزو رپوټونه ورکړل شوي‌ دي. داسې رپوټونه هم شته چې پوځي الوتکې په اسمان کې ليدل شوې خو پلازمینه کې ولسي خلک کوڅو کې لیدل کېږي.‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش دغه کړکېچ داسې "اور" بللی چې ښايي‌ په سیمه کې نورو ځایونو ته هم خپور شي.‌

د دغه جګړې له پیل راهیسې په پلازمینه خرطوم کې خلکو ته ویل شوي چې له کورونو ونه ځي‌ او خلک د اوبو او خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

په ځینو ځایونو کې د اوبو زیرمې او نلونه په هوايي‌ بمباریو کې وېجاړ شوي چې له امله یې خلک اړ شوي چې د نیل سیند اوبه وڅښي.

هېوادونه خپل وګړي وباسي

سوډان

د عکس سرچینه، Getty Images

په سوډان کې د دغې شخړې له پیل راهیسې ځینو هېوادونو خپل دیپلوماتان له پلازمینې و ایستل خو دا چاره له تازه اوربند وروسته لا چټکه شوې ده.‌

بریتانیا،‌ امریکا،‌ فرانسې او ګڼو هېوادونو پلازمینې خرطوم ته الوتنې ډېرې کړې چې خپل وګړي له دغه هېواده وباسي.

د مصر بهرنیو چارو وزارت وايي،‌ پرون دوشنبه یې یوه اتشه خرطوم کې خپل سفارت نه د تللو پر مهال موټر کې وژل شوی دی.‌ دغه دیپلومات هڅه کوله خپل مصريان له سوډانه وباسي.

‌د اروپايي‌ ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر وايي، تر دې مهاله له ۱۰۰۰ ډېر اروپايي وګړي له سوډانه ایستل شوي دي.

جنوبي، افریقا، کینیا او یوګندا د هغو افریقايي‌ هېوادونو په ډله کې دي چې د خپلو وګړو ایستل یې اعلان کړي دي.‌

سوډان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د خرطوم هوايي ډګر د ننه چاودنه

د بریتانیا حکومت بیا وايي، سر له سه شنبې به ټول هغه وګړي له سوډانه وباسي چې بریتانوی پاسپورټ‌ لري.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ویلي و، "د سوډان جګړه کې یې د لسګونو ایسارو افغانانو د ایستلو هڅې پیل کړې دي."

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي خوست کې یوې غونډې ته وویل، د سوډان جګړه کې ۱۲۰ افغانان ایسار پاتې دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت په سوډان کې د ایسارو افغانانو د ایستلو لپاره څه عملي ګامونه اخیستي.‌