سودان کودتا: پوځ وايي ګډوډۍ نه زغمي

سودان

د عکس سرچینه، Reuters

سودان کې د پوځي کودتا مشرتابه هغو احتجاج کوونکو ته چې اوس هم په لارو کوڅو کې دي، خبرداری ورکړی چې د ګډوډۍ لپاره به هیڅ زغم و نه لري. د یوه ویاند په خبره پوځ واک نه غواړي او د هېواد راتلونکي پرېکړه به احتجاج کونکي کوي، خو په وینا یې پوځ به امنیت ټینګ وساتي.

احتجاج کوونکي اوس هم د پلازمېنې خرطوم په لارو کوڅو کې ګرځي او داسې وېره څرګندوي چې نژدې ده، کودتا مشران پخوانی واکمن عمر البشیر وباسي. پوځ بیا وايي، عمر البشیر به د جنګي جرمونو لړ کې د محاکمې لپاره له هېواده بهر نه لېږي.

نړیوالې جنايي محکمې 'ای سي سي ' د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د سودان دارفور سیمه کې د بشر ضد جنګي جرمونو تنظیمولو په تور د نوموړي د نیولو دوه امرونه کړي دي. خو ښاغلي بشیر دغه تورونه رد کړي دي.

سودان کې لنډمهالې پوځي شورا د جمعې په ورځ د دغه هېواد له لاریونوالو سره د خبرو وړاندیز وکړ. دا شورا وايي، چې د معترضانو د غوښتنو ترلاسولو کې همکاري کوي، خو دا هم زیاتوي چې بلوا او ګډوډي نه مني.

د ویډیو تشریح، Anti-Bashir protesters celebrate

د پنجشنبې په ورځ( د اپرېل ۱۱) د سودان پوځ د دغه هېواد ولسمشر عمر البشیر له واک لرې کړ او هم یې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړ.

پوځ دا هم وویل چې پوځ به دوه کاله د لندمهالې ادارې په نوم واک اداره کوي.

له تېر ډیسمبر راهیسې د خلکو مظاهرې سبب شوې چې پوځ د عمر البشیر واکمني نسکوره کړي، خو له پرون راهیسې بیا هم زرګونو مظاهره چیان سړکونو او کوڅو کې دي او د پوځ لنډمهالې واکمني نه غواړي.

دوی وايي، دا پوځي شورا هم د پخواي حکومت یوه برخه ده، ځکه به خپل لاریون جاري ساتي.

د سودان د متخصصانو ټولنې یو غړی سارا عبدالجلیل وایي، دا د پخواني رژیم دوام دی، د همدې لپاره باید مبارزه او سوله ییز مقاومت وشي.

د پوځي شورا او د مظاهره چیانو ترمنځ د ټکر اندېښنه زیاته شوې ده.

سودان

د عکس سرچینه، EPA

د بي بي سی د افریقايي څانګې مشر ویل راس وايي، د امنیتي ځواکونو د مختلفو برخو او ملېشو ترمنځ د بلې وسلوالې نښتې وېره شته.

سودان کې د سونتوکو او ډوډۍ د ګرانۍ له امله تېر ډیسمبر کې مظاهرې پیل شوې، چې له امله یې د لاریونوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی هم شو.

د سودان دفاع وزیر پرون د عمر البشیر د واک پرځولو د اعلان پر مهال دا هم وویل، چې هېواد په ناسم ډول مدیریت شوی دی او د احتجاجونو لړ کې یې د انساني تلفاتو له کبله بښنه وغوښته.

له دې مخکې د عمر البشیر استعفا غوښتنې په تړاو د اجتجاجونو له ډېرېدو وروسته د سودان پوځ له خلکو وغوښتل چې یوه اعلان ته انتظار وکړي. ابن عوف وايي، 'رژیم ' له منځه وړل شوی او ښاغلی بشیر په یوه 'خوندي ځای ' کې ساتل کېږي.

نوموړي وویل، ''هېواد کې بې عدالتي او فساد ول او په ناسمه توګه اداره کېده. ''

خو اوس چې سودان کې خلک د پوځي شورا لنډمهالی واک نه غواړي وېره یې د دغه پوځ رول له مخینې ده.

د پوځ په لاس کې سودان

عمر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عمر البشیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې پر سودان واکم و

سودان چې له ۱۹۵۶ کال راهیسې خپلواک شوی، پوځ یې په سیاست کې مهم رول لري. له خپلواکۍ دوه کاله وروسته پر ۱۹۵۸ کال د پوځ لوی درستیز تورنجنرال ابراهیم ابود په خونړۍ کودتا کې واک ترلاسه کړ.

۱۹۶۴ کال کې بل پاڅون سره پوځ واک پرېښودو ته اړ شو. ۱۹۶۴ ډګروال جعفر النیمیري په مشرۍ بله کودتا کې پوځ بیا واک ترلاسه کړ، خو خپله النیمیري هم له څو پاڅونونو سره مخ شو.

۱۹۸۵ کې تورن جنرال عبدالرحمان سوار الدحاب په مشرۍ د پوځیانو یوې ډلې النیمیري له واک لرې کړ. کال وروسته الدحاب خپل ټول واک د ټاکلي حکومت لومړي وزیر الصادق الماهدي ته وسپاره.

درې کاله وروسته پر۱۹۸۹ کال عمر البشیر په مشرۍ اسلامي پوځ مشرانو د الماهدي بې ټیکاوه حکومت نسکور کړ. ۳۰ کلنه واکمنۍ کې عمر البشیر له څو ننګونو سره مخ او د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر ۱۱ د پوځ له لوري له واک ګوښه شو.