سودان؛ په ډله ییزه وژنه کې د ۱۵۰ کلیوالو وژل کېدو وېره ده

پر خواله رسنیو د مړیو داسې کتارونه لیدل کېږي، چې د خښولو لپاره ایښي دي.

د عکس سرچینه، GEZIRA STATE RESIDENTS

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو د مړیو داسې کتارونه لیدل کېږي، چې د خښولو لپاره ایښي دي.
    • Author, انسوی او نتاشا بوتې
    • دنده, بي بي سي

داسې وېره څرګندیږي، چې په مرکزي سودان کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان په ډله ییزه توګه وژل شوي دي.

د دې وژنو تور د چټک غبرګون ځواکونو (ار اېس ایف) په ملېشو لګول شوی، چې له پوځ سره جګړه کوي. ۱۳ میاشتې کېږي، چې دا دواړه لوري پر هېواد د کنټرول لپاره جګړه کوي.

ار اېس ایف ځواکونو د دې تورونو په هکله څه نه دي ویلي، خو پر پنجشنبه یې د پوځ پر دوو هدفونو د برید یادونه وکړه.

پر چهارشنبه خواله رسنیو کې پر خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې په ګزیرا ایالت کې لسګونه مړي په سپینو کفنونو کې نغښتي او د خښولو لپاره چمتو ایښي دي.

دغه ویډیويي تصویرونه د پېښې سیمې ته نژدې د مقاومت یوې کمېټې اړوند کسانو ثبت کړي دي. دا کمېټه د هغې شبکې یوه برخه ده، چې د دې هېواد په ډېری سیمو کې فعال دي او غواړي، چې یو ځل بیا پر دې هېواد ملکي حکومت واکمن شي.

د مقاومت مدني کمېټې په نامه دغه فعالان وايي، دوی اوس د وژل شویو کسانو کره شمېر تائید ته انتظار کوي. د ملګرو ملتونو یونېسف ادارې مسوولینو بیا ویلي، پېښه کې ۳۵ ماشومان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د دې ادارې اجرايیه مشره کتهرائین رسل وايي، چې هلته په تېر یوه کال کې زرګونه ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي، له پنځو میلیونو ډېر د خپل کور، کلي پرېښوولو ته اړ شوي او ځینې نور بیا تښتول شوي او جنسي تېری پرې شوی.

که څه هم د چارشنبې ورځې برید لاملونه څرګند نه دي، خو له دې مخکې دوه ځله ار اېس ایف ځواکونو دوه ځله پر یاد کلي بریدونه کړي.

د افریقا بشري حقونو ډلې حافظ محمد بي بي سي ته وویل، لا هم ګڼ شمېر کسان تري تم دي، خو به خبره یې د مړو کره شمېر معلومول ځکه ګرانه چاره ده، چې ار اېس ایف ځواکونه لا هم په سیمه کې پر چور، تالان بوخت دي.

د سودان پوځي حکومت بیا په نړیواله کچه د واد النورح سیمې د دې برید غندنې غوښتنه کړې.