سوډان لوږې سره مخ دی؛ له کورنۍ جګړې ژوندي پاتې د وژنو او جنسي تېریو کیسې کوي

سوډان

د عکس سرچینه، DANY ABI KHALIL / BBC

د عکس تشریح، درې کلن مناسېک له سختې خوارځواکۍ کړیږي- موریې اکرام وايي د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شویدي
    • Author, فېراس کیلاني او چاد کې مېرسي جوما
    • دنده, خبریال
    • رپوټ له:, سوډان

د سوډان په کورنۍ جګړې کې اېسارو ملکي خلکو بي بي سي ته د جنسي تېریو، نژادي تاوتریخوالي او پر سړکونو د اعدامونوپه اړه کیسې کړې.

د بي بي سي خبریالانو وکولای شول پلازمېنې،خرطوم، ته نژدې د جګړې لومړۍ لیکې ته لاړشي.

د ملګرو ملتونو لوړپوړو مامورینو ویلي کورنۍ جکړې دا هېواد ’’ د وروستي تاریخ یوترټولو بد بشري ناورین سره مخ کړی دی’’ او کېدای شي د نړۍ ترټولو سترې لوږې کړکیچ رامنځته کړي.

دا اندېښنې هم شته چې د هېواد په لویدیځ کې، دارفورسیمه کې، د شل کاله پخوا په شان ډله ییزې نژادي وژنې رامنځته شي.

خبرداری: په دې راپور کې د فزیکي او جنسي تاوتریخوالي کیسې شوې دي.

یوې درندې ناڅاپي چاودنۍ د امدورمان سیمه ولړزوله. خلکوچیغې وهلې اوهرې خواته په منډو شول، نارې یې وهلې: ’’ پرشا لاړشئ، پرشا لاړشئ، بله چاودنه به وشي''. یو تور لوګي هرڅه وپوښل.

له چاودنې څوشېبې وړاندې، د ځپل شوې کوڅې په ځینو برخوکې لارویان لیدل کېدل چې له دوکانونو یې چې پدې وروستیوکې پرانیستل شوي و، وریجې، ډوډۍ او سابه رانیول.

د فبروري په منځ کې، د سوډان پوځ دا ښار بیا ونیو. ملکي خلکوپه بېرته راستنېدو پېل وکړ، خود ښارپرسړکونوباندې د هاوانونو دغسې ډزې لا تراوسه هره ورځ پېښېږي.

دا جګړه د تېرکال په اپریل کې پېل شوې وه، نړېوالو رسنیو ته سخته وه چې ددې جګړې په اړه له نژدې راپورونه چمتوکړي- خوبي بي سي وکولای شول د جګړې لومړۍ لیکې ته ځان ورسوي. دا یوه ویجاړه سیمه ده چې ځینې خلک لاپکې شته دي.

سوډان

د عکس سرچینه، DANY ABI KHALIL / BBC

د عکس تشریح، ډېری ګاډي چې د امدورمان ښار په ویجاړو کوڅوکې ګرځي پوځي ګاډي دي

د هېواد د پوځ اود هغې د پخوانۍ ملګري، د ګړندي ملاتړځواک (ار اېس اېف) پوځي ډوله ډلې ترمنځ د واک پرسر دا ناوړه جګړه، په ټول هېواد کې لږترلږه د ۱۴،۰۰۰ خلکو د وژلو سبب شوې ده- ښايي لا ډېریې وژلي وي.

تقریبا یوکال،- پوځ او ار اېس اېف د خرطوم او شاوخوا ښارونو پرسر په جګړه بوخت وو. ار اېس اېف د پلازمېنې، خرطوم، جنوب کې ځینې سیمې نیولي، او د دارفور سیمې یوه زیاته برخه یې هم نیولې چې له کلونو راهیسې د راز راز افریقايي او عربو ټولنو ترمنځ د تاوتریخوالي ډګر و.

هغو ښځو چې له دارفورڅخه ګاونډي چاد ته تښتېدلي بي بي سي ته ویلي چې د وسله والو اورپکو لخوا جنسي تېری- کله کله په وار وار- ورباندې شوی.

د پناه وړونکو په کمپونو کې نارینه خلکو وویل په سړکونوکې له اعدامونو او تښتونو راتښتېدلي دي.

د بي بي د خبریالانو ډله چې د سوډان له پوځ سره یوځای د جګړې لومړۍ کرښې ته تللې وه- خوځښتونه یې په دقت سره کنترولېدل- یو موظف څارونکی راسره و او اجازه نه وه چې د پوځي فعالیتونو فلمونه واخلو.

پوځ ډارېږي چې د فعالیتونو په اړه یې معلومات افشا نشي.

کله چې زموږ کامره مېن د هاوان ډزې له یوې چاودنې وروسته په فلم اخیستلو پېل وکړ، وسله والو کسانو چې ملکي لباس یې اغوستی و هغوی راچارپېر کړل او یو یې د کامره مېن سر ته توپک ونیوه.

وروسته معلومه شوه چې هغوی د پوځي استخباراتو کسان وو، خو دا ښيي چې حالات څومره ترینګلي دي.

د امدورمان ښارکې د پوځ له وروستي پرمختګ سره سره، موږ تراوسه هم کله کله د شاوخوا ډزو غږونه اورېدل.

سوډان

د عکس سرچینه، DANY ABI KHALIL / BBC

د عکس تشریح، ډبرې او تختې چې شمېرې ورباندې لیکل شوي، امدورمان کې یو جومات ته نژدې یوه هدیره ښيي

د پارلمان ویجاړې ودانۍ کې د پوځ مورچلې دي خو د پوځ کسانو بي بي سي ته وویل د اراېس اېف لیرې ویشتونکي ، د اوبو بله غاړه کې اپارتمانونو او بلاکونوکې ناست دي.

د امدورمان زوړ بازار چې یو مهال پکې ګڼه ګوڼه وه اوس ویجاړشوی، دوکانونه یې لوټ شويدي. سړکونوکې زیاتره ګاډي پوخي دي.

تېرو ۱۱ میاشتوکې څه باندې ۱۱۰۰۰ خلک له خرطوم تښتېدلي، خو د امدورمان ځینې خلک نه دي تښتېدلي. ډېری یې چې موږ ولیدل زاړه کسان دي.

سوډان

د عکس سرچینه، DANY ABI KHALIL / BBC

د عکس تشریح، عفف محمد سالم وايي د اراېس اېف جنګیالیو دده کور لوټ کړاو دده د ورور پرپښه یې ډز وکړ

مختار البدري محی الدین چې، د خپلو ملګرو او اشنایانو نومونه یادوي چې اوس ترخاورو لاندې دی، وايي '' یواځې زه پاتې یم''.

د جګړې له لومړۍ کرښې له یو کیلومتر لږ واټن کې، مختار البدري محی الدین- د یو جومات ترڅنګ چې مناره یې ویجاړه شوې- له امسا سره ګرځي.

دغه ځای ته مخامخ ځمکه- له قبرونو،د خاورو وړو غونډیو چې مات لرګي، تختې او کانکریټي خښتې ورباندې درول شوي- ډکه ده.

د عربي ادبیاتو یو نامتو پروفیسر، ډاکټر یوسف هبرې وايي ’’ دلته ۱۵۰ کسان خښ دي. ډېری یې ما پېژندل’’ د هر نوم له یادولو یو اوږد ځنډ کوي او وايي’’ محمد، عبدالله... جلال،’’. هغه وايی’’ یواځې زه پاتې یم’’.

د سوډان پرپوځ نیوکې شوي چې درندې بمبارۍ کوي، لکه په هغوملکي سیموکې چې د اراېس اېف جنګیالي پټ دي- خو پوځ وايی د ملکیانو د ساتنې په خاطر له’’ اړین احتیاط’’ څخه کاراخلي.

دلته خلک وايی دواړه اړخونه د هېواد پلازمېنې شاوخوا سیموکې د ویجاړیو مسوله دي. خو ډېری خلک پر اراېس اېف تورلګوي چې په دغه سیمه کې یې دخپل کنټرول پرمهال بریدونه او لوټمارۍ کړیده.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد عبدالمطلب وویل ’’ هغوی له کورونو ټول شیان یوړل، موټر، تلویزیونونه یې غلاکړل، زاړه کسان او ان ښځې یې ووهلې. خلک له لوږې مړه شول، ما خپله ځینې مړي له کورونو راواېستل چې هلته دننه خوسا نشي’’.

هغه وویل ’’ ټولوته معلومه ده’’ چې د امنیتي کتنوپه ترڅ کې ښځوته په کورونوکې لاس واچول شو او پرې جنسي تيری وشو.

سوډان

د عکس سرچینه، DANY ABI KHALIL / BBC

د عکس تشریح، امینه له مایوسې سره هیله کوي چې کورنۍ یې هیڅکله خبره نشي چې دا د ماشوم زیانولو په لټه کې وه

عفف محمد سالم چې څه باندې ۵۰ کلنه ده، د جګړې په پېل کې له خپل ورور سره په خرطوم کې اوسېده.

هغه وايي د اراېس اېف جنګیالیو له برید وروسته د سیند بلې غاړه کې امدورمان ته راغله. وايی کوریې لوټ شو او د ورور پرپښه یې ډزې وشوې. عفف وايی ’’ هغوی ښځې او زاړه کسان وهل ټکول او معصومې نجونې یې ګواښولې’’.

جنسي تاوتریخوالي ته په اشارې سره، چې سوډان کې يې خلک له شرمه په اړه نه غږېږي، زیاته کړه ’’د خلکو ویاړ ته سپکاوی د پېسو تراخیستلو ډېر زیان رسوي’’.

’ دغچ اخیستنې وسله’

د جنسي تېري قربانیان کیدایشي د ټول عمرلپاره د خپلوکورنیو او ټولنې لخوا له بد نوم او ګوښه کېدوسره مخ شي. د امدورمان ډېری خلک نه غواړي ددې مسلې په هکله وغږېږي.

خوتقریبا ۱۰۰۰ کیلومتره لیرې لویدیځ لوري ته، د چاد د پولې بله غاړه کې د پناه وړونکو پراخو کمپونوکې، ډېرخلک اوس له ناچارۍ د جنسي تېریو په اړه په ښکاره غږېږي.

په سلګونو زره خلک له سوډانه چاد ته ګډه شوي او تښتېدلي

د امینه کیسه د ملکي خلکو پرضد د بریدونو په اړه د ډېروخلکو د کیسو یوه ده چې په نومبرکې کله چې اراېس اېف او متحدینویې ارداماتا ښارکې د سوډان د پوخ اډه ونیوله پېښ شول.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې بي بي سي لیدلی وايي د تېر اپریل راهیسې پدې سیمه کې له ۱۰،۰۰۰ ډېر خلک وژل شويدي.

راپور وايی ۸۰سلنه بریدونه د اراېس اېف او متحدینولخوا شوي خود سوډان د پوځیانولخوا د خینوجنسي تېریوپه هکله هم ځینې راپورنه ورکړل شوي.

همدې کمپ ته نژدې، چې د ادرې ښار پرپوله دی، تقریبا ۳۰ښځې اونجونې په یوې څپره کې ناستې دي. ددوي له پاسه ګلابې او ابي رنګه پوکاني له یوه تاره ځړېدلي، او په لاس لیکل شوی یو یاد داشت هم لېدل کېږي چې وايي ’’ جنسي تېري تقدیر نه دی، ددې کار مخه نیول کېدایشي’’.

دغوښځو د خپلو فزیکي او جنسي تجربو په اړه خبروپرمهال اوښکې بیولې.

سوډان

د عکس سرچینه، MAREK POLASZEWSKI / BBC

د عکس تشریح، په سلګونو زره خلک له سوډانه چاد ته ګډه شوي او تښتېدلي

ماریامو- چې اصلي نوم یې نه دی- وايي نومبرکې د جنینا ښارکې هغووسله والو ورباندې جنسي تېری وکړچې د عربوجنګیالیوپه شان یې پګړۍ پرسروې.

امینه او ماریامو دواړه تورپوستې افریقایانې دي او ظهرا خامېس چې پدې کمپ کې یوه ټولنیزه کارکونکې ده وايي دارفورکې د ماسالیت نژادې ډله ترډېره د بریدونو هدف ګرزول کېږی.

سوډان

د عکس سرچینه، MAREK POLASZEWSKI / BBC

د عکس تشریح، کله چې ښځوپه غونډه کې د خپلو فزیکي او جنسي تجربوپه اړه خبرې کولې ژړل یې

۲۰کاله پخوا د دارفور جکړې پرمهال، عرب ملېشه چې جنجاوید نومېده- چې اراېس اېف هم له دغې ډلې ده- د پخواني ولسمشر عمرالبشیرلخوا وهڅول شوه چې د غیرعربو نژادې ډلوبغاوت وځپي.

ملګري ملتونه وايی ۳۰۰،۰۰۰ خلک ووژل شول اوله جنسي تېري څخه په پراخه کچه کاراخیستل کېده چې تورپوستي افریقایان وډاروي او تېښتې ته یې اړ کړي. د جنجاوید ځینې مشران او عمرالبشیر د نړیوالې جنايي محکمې لخوا د نژادې وژنو او د بشریت پرضد جنایتونو په تور تورن شول. هغوی دا تورونه رد کړل او هیچاته سزا ورنکړل شوه.

د جنسي تېریو تورونو او نورو بریدونو په اړه، د بي بي سي پوښتنوپه ځواب کې اراېس اېف وویل د سوډان پوځي استخبارات’’ خلک ګوماري چې د اراېس اېف لباس واغوندي او د ملکي خلکوپرضد جنایتونه وکړي چې پدې ډول اراېس اېف تورن کړي’’. د اراېس اېف د مشرمشورتي دفترغړي عمران عبدالله حسن بي بي سي ته وویل:’’ کیدایشي د اراېس اېف جنګیالیو لخوا یوه یا دوه داسې پېښې شوې وي اوهغوی ته سزا ورکړل شوېده’’.

تېرکال اراېس اېف وویل ددوی د ځواکونو لخوا د بشري حقونوپښولاندې کولو ادعاګانو پلټنې لپاره به یوه پروسه جوړه شي، خو ملګري ملتونه وايي پدې اړه کوم جزییات نه دي ورکړل شوي.

سوډان

د عکس سرچینه، MAREK POLASZEWSKI / BBC

۲۰۱۹کې، له اعتراضونو او پوځي کودتا وروسته د عمرالبشیر د تقریبا درې لسیزو واکمني ختمه شوه، سوډان کې بیا بې ثباتي رامنځته شوه.

یوګډ پوځي او ملکي حکومت رامنځته شو، خود ۲۰۲۱ په اکتوبرکې د پوځ او اراېس اېف لخوا په یوه بله کودتا کې نسکوره شو.

خو دا دواړه متحدین، د وړاندیزشوي ملکي حکومت پرسر- او هم له دې امله چې اراېس اېف به څرنګه په منظموپوخي خواکونوکې مدغم شي- یوله بله سره په جګړه بوخت شول.

تېراپریل کې اراېس اېف بیا په ټول هېوادکې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل. د سوډان پوځ دغه اقدام ځانته یوګواښ وباله او تاوتریخوالی پېل شو. هیڅ یوه اړه نه غواړي د واکمنۍ له ګټورو عایداتو لاس واخلي.

’ د قحطی په درشل کې’

له هغې راهیسې تقریبا یوکال تېرشوی، او مرستندویه ادارو د بشري حالاتو له کنټروله وتلوپه اړه خبرداری ورکړی. د ملګروملتونو د ماشومانو د چارو اداره، یونیسف، وايی خینې ټولنې د قحطۍ په درشل کې دي.

د امریکا متحد ایالتونه وايی دواړو خواوو جنګي جنایتونه کړیدي، او اراېس اېف او متحدینویې د بشریت پرضد جنایتونه هم کړیدي اوپه نژادي پاکونې یې لاس پورې کړی.

دواړه خواوې دا تورونه ردوي.

پداسې حال کې چې له جګړې یوولس میاشتې تېريږي داسې نښې نشته چې یواړخ به له جګړې لاس واخلي.

ډېروکسانوچې کولای شول له هېواده وتلي دي- او پداسې حال کې چې جګړه، لوږه او ناروغي دوام لري، ډېری خلک ځان سره دا فکرکوي چې د چا لپاره به څه پاتې شی چې په اړه یې د بریالیتوب اعلان وکړي.