د سودان کړکېچ یو کال پوره شو؛ "وېرېږم جګړه به کلونه دوام وکړي"
د بيبيسي خبریال محمد عثمان پخپل رپوټ کې وايي، څو میاشتې وروسته پورټ سودان ته راستون شوم، په تېر سپتمبر کې ورغلی وم، وروسته له هغه چې د تېر کال اپرېل له جګړې راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو د پلازمېنې خرطوم واک ترلاسه کړ، په ساحلي ښار کې ډېر بدلونونه راغلي.
د ښار هوایي ډګر - او اوسنی یوازېنی هغه چې دا مهال په ټول هېواد کې فعالیت کوي - د ځایي شرکتونو او د مصر او افریقا هوایي شرکت لخوا چې د لیبیا حکومت پورې تړاو لري د هوایي ترافیک ډېروالي سره ډېر فعال شوی.
هلته بیې لوړې دي او د خوراکي توکو بیې د امریکایي ډالر پر وړاندې د محلي اسعارو د ارزښت په راټیټېدو سره دوه برابره شوې دي.
'د نړۍ تر ټولو بد کړکېچ'

اړوندو سازمانونو څرګنده کړې چې نژدې ۲۰ میلیونه خلک- کابو په هرو دوو سودانیانو کې یو یې د خوراکي توکو له سخت ناخوندیتوب سره مخ دی. دوی خبرداری ورکړ که جګړه ونه درېږي او په جګړه ځپلو سیمو کې بندو پاتې کسانو ته مرستې ونه رسېږي، نو له لوږې سره به مخامخ شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند محمد جمال الدین بي بي سي ته وویل، د جګړې د ژر تر ژره بندېدو ډېره اړتیا ده:
"موږ د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه ډېر اندېښمن یو چې د لوږې حد ته رسېدلی. موږ یوازې ۱۰٪ اړو کسانو ته رسېدلي یو. د جګړې ښکېلې خواوې باید سملاسي جګړه ودروي او د مرستو رسولو ته اجازه ورکړي."
هغه جګړه چې د تېر کال په اپرېل میاشت کې د پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو ترمنځ پیل شوه په نړۍ کې تر ټولو بد، پېچلی او ظالمانه بحران بلل کېږي.
دا د څه دپاسه څوارلس زره کسانو د وژل کېدو او شاوخوا یو میلیون نورو ګاونډیو هېوادونو ته د پنا اخیستو لامل شوی او زېربنا ته لوی زیان پکې واوښت.


جګړه له پراخو سرغړونو سره هم مله وه، چې د ځینو حقوقي سازمانونو له خوا یې یوشمېر د جنګي جرمونو کچې ته رسېدلي بلل شوي وو.
په دې جګړه کې تر ټولو ډېر ماشومان زیانمن شوي دي. د ماشومانو د ژغورنې موسسه (سېو ده چیلډرېن) وايي، لس میلیونه ماشومان په جګړه ځپلو سیمو کې ایسار پاتې دي. پر دې سربېره څلور میلیونه یې د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.
پر دې سربېره، ښځې په دویم کتار کې له ډېرو زیانګالو وګړو ګڼل شوې دي. تر یو میلیون ډېر وګړي چې ډېری یې د جګړې له کبله له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي، په کېږدیو کې ژوند کوي.
قسمت عبد الرحمن علي ابو بکر یوه له دغو اغېزمنو شویو ښځو ده. دا د خوړو ترلاسه کولو یوه کتار کې ولاړه ده، خو له څېرې نه ډېره ناهیلې ښکاري؛ ځکه چې د یو کال مخکې مودې پرتله اوس د کورنۍ اړتیاوړ شیانو موندلو توان نه لري.
دا وايي، درې ماشومان یې یوازې په تېرو څلورذو میاشتو کې د ناروغۍ او خوارځواکۍ له کبله مړه شول، چې تر ټولو مشر یې درې کلن و، دویم دوه کلن او د درېیم ماشوم عمر یې یوازې شپږ میاشتې و.
هرو دوو ساعتونو کې یو ماشوم مري

د عکس سرچینه، AFP
قسمت د دارفول په شمال کې د بې ځایه شویو (زمزم) په نامه کمپ ته پنا وړې، دا سیمه د هېواد له لوېدیځو سیمو ګڼل کېږي، چې مخکې د خوړو له بحران ډکو سیمو ګڼل شوې وه.
زمزم په هېواد کې د بېځایه شویو تر ټولو لوی کمپ دی چې د جګړې د دویم کال له پیلېدا سره هلته د سخت ناهیلتوب کچه تر هر بل وخت اوس ډېره ښکاري.
د (بېپولې ډاکټرانو) خیریه ټولنه وايي، په تېره جنورۍ کې یې وموندله چې په کمپ کې په هرو دوو ګړیو کې یو ماشوم مړ شوی، ځکه چې خواړه نشته، د څښلو پاکې او حفظ الصحه خو هېڅ درک نه لري، هغه ناروغۍ په چټکۍ خپرېږي چې مخکې یې درملنه کېدلی شوای خو اوس یې مخنیوی ګران دی.
بېپولې ډاکټران هغه وروستۍ نړیواله بشري ډله ده چې لا هم هلته فعالیت لري. دوی په زمزم کمپ کې یو روغتون پرانیستی چې ۵۰ بستره لري.

د عکس سرچینه، MOHAMED ZAKARIA/BBC
دارفور ته د بهرنیو خبریالانو او مرستندویانو ورتګ اوس ډېر ګران شوی، خو بيبيسي له یوه سیمهییز عکاس سره په همغږۍ هلته خپل پوښښ روان ساتلی چې له همدې لارې یې د اغلې قسمت کیسه هم رپوټ کړې ده.
قسمت وايي، لومړی ماشوم یې هغه مهال ومړ چې له درملتون راستنېدله، دویم هغه یې شپږ ورځې وروسته د خوارځواکۍ له کبله ومړ او درېیم یې درې ورځې وروسته سا ورکړه.
قسمت د یوې کوچنۍ بزګرې کورنۍ غړې ده چې اوس بېروزګاره ده، دا وايي اوس یوازې هغه څوک ژوندي پاتې کېدلی شي چې حکومت کې کار کوي او عاید لري، نور ۹۰ سلنه وګړي ناروغان دي.
نوې مرستې ډېرې ورو ور رسېږي، چې ځینې وخت بیخي په نشت حساب دي، مرستندویان وايي، سوداني پوځي چاروانکي سودان ته د وېزو ورکړه کې ډېر سست دي.


پوځ له ګاونډي چاډ څخه په دې دلیل لاره بنده کړې چې ګنې له دې لارې د چټک ملاتړ ځواکونو د وسلو او مهماتو درولو ته اړتیا لري.
سودانۍ خبریاله زینب محمد صالح، چې د سودان خبري پوښښ ته یې ملا تړلې وايي، نړیواله ټولنه باید په دواړو غاړو او د هغوی پر سیمه ییزو ملاتړو د فشار په راوړلو د دې جګړې د بندولو لپاره مداخله وکړي. دا وايي که د جګړې ختمولو لپار فشار رانه وړل شي، نو "د جګړې پای نه وینم".
"دا زما زړه ماتونکی دی چې زما هېواد ټوټه ټوټه شي او د دې خطر وي چې وضعیت لا پرې ترینګلی شي او عام خلک د دواړو خواوو له خوا په وسلو سمبال وي".
دا چې جګړه خپل دویم کال ته ننوځي، په میلیونونو سودانیان وېره لري چې د دوی تر ټولو بده وېره به په واقعیت بدله شي، داسې چې جګړه به کلونه او کلونه دوام وکړي، لکه څنګه چې د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې همداسې شوي دي.












