د سوډان پلازمېنه کې خونړی هوايي برید؛ ۱۷ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د سوډان پلازمېنه خرطوم کې په یوه تازه هوايي برید کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.
دا برید د خرطوم په یرموک ناحیه کې شوی چې د ملکي استوګنې له ګڼې ګوڼې یوه ډکه سیمه ده.
چارواکو ویلي چې د شنبې ورځې په دغه برید کې شاوخوا ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
چټک غبرګون ځواکونو یا 'ار اېس اېف' ملیشې د جون لومړیو کې ویلي وو چې پر یرموک سیمې یې بشپړه ولکه ټینګه کړې.
دا ځای ځکه مهم دی چې د وسلو جوړولو یوه کارخونه پکې پرته ده.
دغه برید تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې د سوډان یوه جګپوړي پوځي جنرال پر 'ار اېس اېف' ملېشې د بریدونو ګواښ وکړ.
د سوډان پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د واک پر سر شخړه د اپریل میاشتې نیمايي کې راپورته شوه.
په دې موده کې که څه هم د دوی ترمنځ خونړیو نښتو کې ګڼ کسان وژل شوي، خو د کره شمېر مالومول یې ګران دي.
اټکل دا دی چې د ملکيانو په ګډون د دې جګړې د قربانیانو شمېر پر ۱۰۰۰ تنو اوړي.
پر دې سربېره شاوخوا ۲ اعشاریه ۲ میلیون کسان بې ځایه شوي هم دي چې د ملګرو ملتونو په وینا تر نیمايي ډېرو یې ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده.
له دې ډلې ډېر خلک چاد ته تښتېدلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا که څه هم د جګړې له سیمو د ملکي خلکو وتلو ته د زمېنې برابرېدو لپاره څو ځله پر اوربند هوکړې هم شوې، خو عمل نه پرې کېږي.
د سوډان د جګړې ښکېلو خواو په دې لړ کې تازه بیا هم پر یوه ۷۲ ساعته اوربند هوکړه کړې، چې ټاکلې د یکشنبې سهار له شپږو بجو پیل شي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د چټک غبرګون ځواکونه وايي پر یرموک سربېره مایو او مندېلا سیمو کې هم ملکي خلک بریدونو کې په نښه شوي دي.
د سوډان پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
دې جګړې د سوډان پر کمزوري روغتیايي سیستم فشارونه لا پسې ډېر کړي دي. ډاکتران او روغتونونه په سخته خلکو ته د رسېدو هڅې کوي.
دې تازه جګړې همدا راز د سوډان د لویدیځ دارفور سیمه کې د دوو لسیزو زړه شخړه هم بېرته راتازه کړې ده.











