سوډان کې جګړه؛ دواړو ښکېلو غاړو پر اوو ورځو اوربند هوکړه کړې

خرطوم

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ليز دوسيت
    • دنده, د بي بي سي مشره نړیواله خبریاله

په سوډان کې دواړو ښکېلو غاړو پر اوو ورځو اوربند هوکړه کړې چې سر له 'پنجشنبې' ورځې به پیلېږي.

وړاندې ددغو ډلو ترمنځ د اوربند موده تر ټولو ډېره لنډه وه، چې پر یوې او بلې خوا د اوربند د سرغړونې تورونه هم لګول شوي وو.

د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه تېر اوربند ته په ژمنتیا کې پاتې راغلل. هلته کابو نیم میلیون وګړي له شخړې پیلېدو راهیسې بې ځایه شوي.

په سوډان کې له پرلپسې څو ورځو جګړو وروسته داسې خبرداری هم ورکړل شوی چې که جګړه پای ته ونه رسول شي، نو د بشري ناورین راتلو وېره ده.

د سوېلي سوډان حکومت ویلي،‌ اوس دواړه غاړې د سولې خبرو لپاره د خپلو استازو ګومارلو پر چارې غور کوي.

سوېلي سوډان د روانې شخړې منځګړتوب ته وردانګلي او د خبرو د کوربتوب وړاندیز یې هم کړی دی.

په ورته وخت کې د عربي هېوادونو ټولنې له هر ډول قید او شرط پرته د جګړې درېدو غوښتنه کړې ده.

sudan

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو خبرداری

په سوډان کې له سختې جګړې وروسته ملګرو ملتونو ویلي "په سوډان کې د جګړې له سختېدو او دوام سره به ښايي ۸۰۰ زره خلک له هېواده وتښتي او ګاونډیو هېوادونو ته به پنا یوسي."

د دغه سازمان د کډوالو چارو یوه چارواکي فیلیپو ګرانډي چې دا مهال له سوډان نه د سلګونه زره خلکو د ایستل کېدو پر پلان کار کوي پر ټویټر لیکلي، "د کډوالو اداره له حکومتونو او شریکانو سره په سوډان کې د جګړې له کبله ګاونډیو هېوادونو ته د څه باندې ۸۰۰ زره وګړو د احتمالي تېښتې پر چاره غور کوي".

ګرانډي زیاتوي، هیله لرو چې وضعیت دې حد ته ونه رسي، خو که تاوتریخوالی ونه درېږي، نو لا نور وګړي به له سوډانه خوندي ځایونو ته د تېښتې لار خپله کړي.

ملګري ملتونه وايي، تر اوسه د سوډان له جګړې نه د چاډ،‌ مصر، او نورو هېوادونو په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لږ تر لږه ۷۳ زره کسان تښتېدلي.

سوډان له جګړې مخکې وخت پورې د ۱٬۱۳ میلیون پنا غوښتونکو کوربه و، چې ۸۰۰ زره له سوېلي سودان څخه وو.‌

له پورټ‌سوډان نه لسګونه تخلیه شوي په یوه بېړۍ کې د سعودي جدې ته یوړل شول

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES

د عکس تشریح، له پورټ‌سوډان نه لسګونه تخلیه شوي په یوه بېړۍ کې د سعودي جدې ته یوړل شول

د بي بسي لیز دوسیت د سوډان له پورټ‌سوډان نه د سعودي عربستان جدې ته ددغه هېواد په یوه جنګي بېړۍ (الدرعیة) کې د سلګونه خلکو د تخلیې سفر کې ملګرې شوې او د خپلو سترګو لیدلی حال یې بیان کړی دی.

په سوډان کې له جګړې لیرې پورټ‌سوډان بندر ډېر ژر د ولسي خلکو د تېرېدنې اصلي ځای وګرځې.

د شپې تیاره کې د سعودي (الدرعیة) جنګي بېړۍ د سوډان ساحل لوري ته د سور سمندر پر اوبو ور ګډه شوه او سعودي افسرانو پورټ‌سوډان ته د بېړۍ د تګلوري ټاکلو او د بېړۍ ور ننوتلو هڅې کولې، دا ځای د ولسي خلکو د تخلیې لپاره د پورې وتلو اصلي مرکز ګرځېدلی. له همدې ځایه د روانې جګړې پرمهال سوډان ته مرستې هم ننوځي.‌

ان د ګهیځ پر دوو بجو دوې نورې بېړۍ د بندر ننوتنځي کې لیدل کېدې او ننوتلو د اجازې په تمه وې چې ولسي خلک راوباسي.

پاکستانی حسن فراس وايي "داسې انګېرم چې ګنې خپه یم ځکه چې زما په ژوند کې د دغو پېښو شاهد یم".

د بندر څنډې ته د سعودي په جنګي بېړۍ کې چې د جدې له بندر نه خوځېدلې وه، تر کابو ۱۰ ساعت مزل وروسته ورسېدو،‌ موږ د خبریالانو یوه کوچنۍ ډله ورسره مله وه چې په کمیاب ډول سوډان ته په دې حالت کې د ننوتلو اجازه راکړل شوې وه.

رشا

د عکس سرچینه، Naomi Scherbel-Ball/BBC

د عکس تشریح، رشا چې ماشومان یې ورسره وو وویل "هیله ده نړۍ خبره کړۍ چې د سودان ساتلو ته مټې رابډوهي".

فراس چې په یوه لوی کتار کې انتظار و وايي، خلک به دلته د روانو پېښو په اړه د څو کلونو لپاره پرې غږېږي.

یو بل پاکستانی وايي د سوډان د معادنو په یوه کارخونه کې یې کار کاوه "د بمونو چاودنې مې پخپلو سترګو ولیدې".

که څه هم وقفه يي اوربند وشو، خو د یوې پرله پسې جګړې حالت دی، خو د اوربند د سرغړونې پې‍ښې هم شوې دي.‌

شخړه د سوډان د پوځ د مشر جګړن عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو چې په حمیدتي مشهور دی د ځواکونو ترمنځ د واک پر سر روانه ده.‌

زما ملګری مهند هاشم چې د سوډان او بریتانیا تابعیتونه لري راته وايي "پورټ‌سوډان په دې جګړه کې نېکبخته او نسبتاً خوندي دی، دلته یوازې لومړۍ ورځ کې جګړه ونښته، بیا له خرطوم او نورو ښارونو دلته د تښتېدونکو ولسي خلکو ګڼه ګوڼه شوه".

بندر کې له خرطومه لسګونه تښتېدلو خلکو ایله د ارامۍ سا واخیسته او ګڼو خلکو بیا په بېړني ډول پر سړک خوب وکړ، هوټل او د استوګنې ځایونه پر هغو خلکو ډک شول چې د بېلابېلو هېوادونو تابعیتونه یې لرل.

هلته په عاجله توګه د هغو سفارتونو له لوري کونسلي خدمتونه پیل شول چې له پلازمېنې یې د خپلو ډیپلوماتانو د ایستلو هڅې کولې.

ګڼ وېرېږي چې له هېواده د وتلو توان به ونه مومي.‌ کابو ۳ زره یمنیان چې ډېری یې محصلان دي، پورټ‌سوډان کې راغونډ شوي او د وتلو لار لټوي.

یوه امنیتي افسر وویل "سعودیان یمنیان وباسي، خو د ډېرو خلکو د منلو له کبله د وېرې احساس کوي".

سعودي ته تر رسېدو وروسته په هوټلونو کې دوی ته د لنډ اقامت چاره سنجول شوې، خو دا ورته روښانه شوې نه ده چې هېوادونه به یې ژر له دې ځایه ولېږدوي او د استوګنې لګښتونه به یې ورکړي.

مهند هاشم په ښار کې د خپلو مېشتو خپلوانو په لټه کې دی،‌ چې ښايي دوی به هم له هېواده د تېښتې لار لټوي. پورټ‌سوډان ته زموږ له سفر پیلېدو یوه ورځ مخکې مهند د پاچا فیصل پوځي اډه کې له یوه خپلوان سره مخامخ او غاړه غړۍ شو. خپلوان یې هماغه شېبه له دوو ماشومانو سره له سودان نه هلته رسېدلی و.

رشا چې له وېښتانو یې ګلان جوړ کړي وو، وویل "لطفاً ما سره مرسته وکړئ، کورنۍ مې لا هم سوډان کې ده". دا وايي هڅه کوي پر سینه ویده ماشوم یې ارام کړي. وايي "لطفا نړۍ خبره کړئ چې د سوډان ساتلو ته لاس په کار شي"، د هغې کورنۍ د خرطوم سپورتي مېنه کې - هلته چې تر ټولو سخته جګړه ده، اوسېږي.

له پورټ‌سوډان نه زرګونه خلک تخلیه شول

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES

د عکس تشریح، له پورټ‌سوډان نه زرګونه خلک تخلیه شول

د هغې ۸ کلنه لور لین روانه په انګليسي غږېږي، خو په امریکايي لهجه. دې راته وویل چې څنګه یې وسله والو پر کور برید وکړ "موږ ټول پټېدو ته اړ شوو، لس کسان په شاتنۍ خونه کې پټ شوو، چوپه خوله وم ژړلی مې نه شوای، ځکه چې هېڅ غږ مو باید نه وای ایستلی".

په سوډان کې روانه جګړه د البرهان او حمیدتي ترمنځ د شخصي اختلافونو له کبله نه ده او نه یې هم اصلي لامل د واک پر سر له یو بل سره خوړل دي، بلکې نور لاملونه هم لري چې په هېواد کې د دوو قوتونو د ګټو د تضاد تر کچې رسېږي.

دواړه سیمه ییز قوتونه (سعودي او امارات) له مالي پلوه د حمیدتي ملا تړي، په یمن کې د حوثیانو پرضد د خونړۍ جګړې په لومړیو ورځو کې جګړې ته هغه د خپلو پوځیانو د استولو له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.

خو په وروستیو کلونو کې ریاض تر ډېره برهان ته ورنژدې شو، له پوځ سره یې اړیکي ورغول، روسیې هم د واګنر ملېشې له لارې ځان ښکېل کړی او اسراییل او مصر هم د معدنونو او کرنې به دې بډایه هېواد کې دخیل شوي.

خو په روانه شخړه کې امریکا او بریتانیا او نور لوی قوتونه ښايي د چارو په انډول سره د سولې منځګړي وي، خو ویل کېږي چې بهرني قوتونه اوس په یوه خوله غږېږي او د اوربند هڅه کوي، د اوسني وضعیت او د عامو خلکو د کړاو ختمېده غواړي.

له سوډان ګڼ تخلیه کېدونکي له نا مالوم راتلونکي سره مخامخېدونکي دي

د عکس سرچینه، Naomi Scherbel-Ball/BBC

د عکس تشریح، له سوډان ګڼ تخلیه کېدونکي له نا مالوم راتلونکي سره مخامخېدونکي دي

ډیپلوماتان د سعودي منندوی دي چې د تخلیې چارې یې مخته بوتلې او تر اوسه د ۱۰۰ هېوادونو څه باندې ۵ زره کسان ایستل شوي، دا ټول د سور سمندر له لارې جدې ته په جنګي بېړۍ کې وړل شوي چې په یوه جوپه کې دوه زره کسان لېږدوي.

په دوی کې ایرانیان هم شته چې له وروستي نژدېوالي او د سفارتونو له پرانیستلو مخکې یې هېواد له سعودي سره ټینګه دوښمنۍ کې و.

ملکي انجنیره ۳۲ کلنه نازلي وايي "له نېکه مرغه هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله ټینګه شي. " نازلي د جدې بندر ته ښکته له خپل انجنیر مېړه سره چې کلونه یې په سوډان کې کار کړی، ښکته شوه.

د یکشنبې په ورځ، په داسې حال کې چې زموږ څنګ ته د سوډان په سواحلو کې د عامو خلکو لېږدوونکې نورې بېړۍ هم تېرېدې، سپاره مې یې ولیدل له یوه داسې هېواد سره یې د خدای پامانۍ وروستي سلامونه کول چې ښايي بېرته ور ته راونه ګرځي.