سوډان کې اوربند مات شوی؛ میلیونونه انسانان جګړه کې ایسار پاتې دي

A burned vehicle is seen in Khartoum

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوډان پوځ ویلي پر مخالفه ملېشه یې له هرې خوا بریدونه پیل کړي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې وروستی اوربند مات او جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی.

پر دغه ۷۲ ساعته اوربند خوندي سیمو ته د ملکي خلکو د وتلو لپاره هوکړه شوې وه او د یکشنبې ورځې په وروستیو ساعتو کې پای ته رسېد.

خو د خرطوم اوسېدونکو ویلي،‌ د یکشنبې سهار وختې راهیسې دغه ښار کې د جنګي جټونو او د الوتکو ضد توغندیو د ډزو درانه غږونه اورېدل کېږي.

د دغه هېواد پوځ ویلي، چې پلازمېنه خرطوم کې پر خپلو مخالفو ملېشه ځواکونو له هر لوري هوایي او د درنو وسلو بریدونه کوي.

دغه ښار کې په میلیونونه انسانان ایسار پاتې دي، په داسې حال کې چې خوراکي توکي هم په کمېدو دي.

یو شمېر بهرنیو هېوادونو د اوربند بهیر کې له خرطومه خپل دېپلوماتان او اتباع ایستلي دي.

family board an RAF Plane during the evacuation from Wadi Seidna Air Base in Sudan (28/04/2023).

د عکس سرچینه، UK Ministry of Defence

د عکس تشریح، یو شمېر هېوادونو د ګډوډۍ بهیر کې خپل اتباع ایستلي دي

دا جګړه د سوډان د پوځ او یوې سیالې نیمه پوځي ډلې ترمنځ د اختلاف له کبله دووه اوونۍ مخکې د اپریل پر ۱۵مه پیل شوه.

په دې جګړې کې تر دې دمه د ۵۰۰ کسانو وژل کېدل په رسمي ډول تائید شوي او وېره دا ده، چې له نویو بریدونو سره به د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.

ملګرو ملتونو تېرو ورځو کې په سوډان کې د نظم له منځه تلو ته اندېښنه ښودلې او وېره څرګنده کړې وه، چې قانون به له پامه وغورځول شي.

همدرانګه ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې وه، چې ډېر ژر به سلګونه زره سوډانیان ګاونډي هېوادونو ته کډه شي.

People fleeing Sudan arrive at Wadi Karkar bus station in Aswan, southern Egypt

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې وه، چې ډېر ژر به سلګونه زره سوډانیان ګاونډي هېوادونو ته کډه شي

د اوربند له ماتېدو مخکې د سوډان پخواني لومړي وزیر عبدالله حمدوک خبرداری ورکړی و، چې د دوی هېواد کې روانې نښتې به له سوریې او لیبیا ډېرې ویجاړونکې شي.

هغه ویلي و، که د سوډان د پوځ او نیمه پوځي ملېشې 'چټک غبرګون ځواکونو' یا (ار اېس اېف) ترمنځ جګړه دوام وکړي، نو ټولې نړۍ ته به پر یوه 'ډارونکي خوب' واوړي.

ښاغلي‌ حمدوک دا څرګندونې د کینیا پلازمېنه نایروبي کې یوې خبرې ناستې ته کړې.