ملګري ملتونه: سوډان کې د اوربند د دوام هڅه کوو
ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې له دواړو جنګېدونکو جنرالانو سره په تماس کې دي او هڅه کوي چې دغلته د ۷۲ ساعتونو نازک اوربند مات نشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د خرطوم په شمال او د نیل سیند په اوم درمان کې د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.