د فلسطین او اسرائیلو د جګړې قرباني ماشومان

په غزه کې ۶۱ او اسرائیل کې دوه ماشومان وژل شوي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency

د عکس تشریح، په غزه کې ۶۱ او اسرائیل کې دوه ماشومان وژل شوي
    • Author, جېک هنټر
    • دنده, بي بي سي

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ وروستۍ خونړۍ جګړه کې لسګونه ماشومان هم وژل شوي دي. د فلسطین روغتیا وزارت وايي پر غزې تړانګې د اسرائیل هوايي برید کې تر دې دمه د ټولټال ۲۱۹ وژل شویو کسانو له ډلې ۶۳ ماشومان دي.

اسرائیل کې هم روغتیايي سرچینې وايي چې له غزې تړانګې راکټي بریدونو دغه هېواد کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي دي.

موږ په دې مطلب کې درسره د دې جګړې د ځینو قرباني ماشومانو کیسې شریکوو.

Short presentational grey line

د الکوالېک کورنۍ ماشومان؛ چې عمرونه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو

نهه کلنه یارا (کیڼ اړخ ته) او پڼځه کلنه رولا (ښي اړخ) ته پر یکشنبه د کورنۍ له نورو غړو سره وژل شوې

د عکس سرچینه، Al-Kawlak family/DCIP/NRC

د عکس تشریح، نهه کلنه یارا (کیڼ اړخ ته) او پڼځه کلنه رولا (ښي اړخ) ته پر یکشنبه د کورنۍ له نورو غړو سره وژل شوې

د یکشنبې سهار وختي د اسرائیلو د جنګي الوتکو لخوا ویشتل شوي توغندي د غزې ښار زړه کې پر الوحده سړک راپرېوتل. باور دا دی چې په دغه برید کې د الکوالېک کورنۍ ۱۳ غړي د خپل کور تر نړېدلو دیوالونو لاندې او ووژل شول.

د دې پېښې ډیری قربانیان ماشومان وو. ویل کېږي په دوی کې یو شپږ میاشتنی ماشوم هم و.

له دغه بریده د الکوالېک کورنۍ ژوندۍ وتلې ثنا الکوالېک فلسطین انلاین ته وویل: "له لوګي پرته مو بل څه نه لیدل. خپل څنګ کې زوی مې هم نشو کتلی. غېږ کې مې نیولی و، خو هېڅ مې هم نشول لیدلی."

د اسراییل دفاعي ځواکونو دغه بمباري 'غیرعادي' وبلله او زیاته یې کړه چې دغه ملکي مرګ ژوبله قصدي نه وه.

د اسرائیل د پوځ یوه ویاند وویل دغه برید کې د وسله والو یو اړونده سمڅه (تونل) په نښه شوې، چې له نړېدو سره یې کورونه هم نړېدلې دي.

د دې پېښې قربانیانو کې د ۹ کلنې یارا او ۵ کلنې رولا په نوم دوه خوېندې هم وې. د دواړو درمنله د ناروې د کډوالو شورا (این ار سي) لخوا کېدله.

د دغو نجونو یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل الکوالېک خویندې مودبه نجونې وې او کورنۍ دنده به یې پر وخت کوله.

خواله رسنیو کې یو عکس ډېر لاس په لاس کېږي چې یو ماشوم پکې د خپلې مړې مور جسد ته ناست دی.

ویل کېږي دا لس کلن هلک عزیز الکوالېک نومېږي او د دې کورنۍ یوازنی ژوندی پاتې کس دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

Presentational white space
Short presentational grey line

پنځه کلنایدو اویګال

Ido Avigal, five, who was killed in a Hamas rocket attack

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، اید اویګال د حماس توغندیز برید کې وژل شوی

ګومان کېږي چې د اسرائیلو اړخ ته به د دې جګړې تر ټولو کوچنی قرباني ۵ کلن ایډو اویګال وي. هغه چارشنبه د اسرائیل په سویلي سدیروت ښار کې ووژل شو.

هغه د یوې داسې خونې دننه وژل شوی چې د توغندیو او بریدونو پر وړاندې کلکه او پیاوړې ده. د اسراییل پوځ د همدې لپاره دا 'خورا نادره' پېښه وبلله.

د اسرائیلي رسنیو د رپوټ له مخې د ایډو مور نوموړی تر هغې وروسته له ځان سره دې خونې ته وړی چې د چارشنبې ماښام سدېروت ښار کې د توغندیزو بریدونو له کبله د خطر زنګ وکړنګول شو.

د توغندي یوه چره د خونې کړکۍ ته له لګول شوې اوسپنیزې محافظتي تختې وتلې چې د ایډو مور او اووه کلنه خور یې هم ټپي کړي دي.

ایډو اویګال پیل کې ټپي و خو څو ساعته وروسته د ټپونو له کبله ومړ.

د اسرائیلي ځواکونو ویاند هیدای زېلبرمن وايي: "د توغندي دغه چره له مشخصې زاویې، په مشخص سرعت دغه مشخص ځای ته برابره شوې ده."

د ایډو پلار اساف اویګال وايي: "کور کې وو او ماشومان مو لږ تنګ شوي وو. نو ښځې مې 'شاني' ځان سره دوه بلاکه هاخوا له خپلې خور کره بوتلل."

هغه د خپل زوی د جنازې پر مهال وویل "خواشینی یم چې ستا پر ځای زه په چره ونه لګېدم."

ښاغلي اویګال وايي زوی به یې تل ورته ویل چې کمپیوټر پرېږدي او له ده سره لوبې وکړي.

د ایډو مور لا روغتون کې بستر ده.

Short presentational grey line

۱۶ کلنه نادین عواد

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

Presentational white space

۱۶ کلنه نادین عواد عرب توکمه اسرائیلۍ او د ښوونځې زده کوونکې وه. هغه د تېرې چارشبنې سهار وختي له خپل ۵۲ کلن پلار سره وه چې توغندی یې په موټر ولګېد او دواړه یې ځای پر ځای ووژل.

ډاکتران وايي موټر کې د نادین مور هم وه چې په دې پېښه کې سخته ټپي شوې ده.

د نادین د کاکا زوی احمد اسماعیل وايي د کور دننه یې د توغندي د لګېدو غږ واورېد. دوی تل ابیب ته نږدې په لوډ ښار کې ژوند کوي چې د عرب او یهودي اسرائیلو ګډ ښار دی.

هغه یوه ځايي رسنۍ ته ویلي : "هر څه ډېر ژر وشول. ان که د تېښتې وخت مو هم درلودی، نو خوندي خونه نه لرو."

پېژندګلو یې وايي نادین 'ډېره ځانګړې نجلۍ' وه چې غوښتل یې ډاکتره شي.

د ښوونځي سرښوونکې یې وايي نادین به تل نړۍ کې د بدلون راوستلو هیله پالله.

هغه خپله سیمه کې د یهودانو له ښوونځیو سره پر څو علمي او ټولنیزو پروژو باندې ګډ کار کې هم ښکیله وه.

Short presentational grey line

د الحدیدي کورنۍ ۶ او ۱۳ کلن ماشومان

ماشوم عمر د خپلې کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې ماشوم دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماشوم عمر د خپلې کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې ماشوم دی

د محمد الحدیدي څلورو ماشومانو ۱۳ کلن سهیب، ۱۱ کلن یحیا، ۸ کلن عبدالرحمان او ۶ کلن اسامه د جمعې پر ورځ خپلې تر ټولو ښې جامې په تن کړې، چې له غزې ښاره بهر په شاطي پنډغالي کې د خپلو کاکا زامنو کره ولاړ شي او اختر وسره په ګډه ونمانځي.

د دوی ۳۷ کلن پلار رسنیو ته وویل چې ماشومانو یې 'د اختر جامې واغوستې، د لوبو شیان یې واخیستل او په ګډه د اختر لمانځلو لپاره د کره کور ته وخوځېدل. ماښام یې زنګ وواهه چې د شپې د پاتې کېدو اجازه ورکړم او ما هم ومنله."

خو سبا هغه کور هوايي برید کې په نښه شو چې دوی پکې شپه کړې وه. له دغه بریده یوازې ۵ میاشتنی عمر ژوند ووت چې د خپلې مړې مور له څنګه له خاورو را وایستل شو.

محمد الحدیدي وايي: " خپل کور کې خوندي و. وسله یې نه ګرځوله او نه یې توغندي توغول. څه یې کړي ول چې داسې ورسره وشول؟ موږ خو ملکیان یو."

هغه د لندن ټایمز ورځپاڼې ته وویل: "چې ماشومان مې ویدېدل، دا هیله به ورسره وه چې راویښېږي، هر څه به ارام وي. خو نور نشته. یوازې یې یادونه را پاتې دي، خپل کور کې راته سترګو ته درېږي."

Short presentational grey line

۱۴ کلن ابراهیم المصري

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

Presentational white space

د رپوټونو له مخې ابراهیم المصري تېره اوونۍ د غزې شمالي څنډه کې د خپل کور مخې ته له نورو خپلوانو ماشومانو سره په لوبو بوخت و چې برید وشو.

دغه برید کې ابراهیم د هغه ورور مروان او د خپلوانو څو نور ماشومان یې ځای پر ځای ووژل شول.

د هغه پلار یوسف المصري انډپنډنټ ته وویل: "دوی روژه کې هره ورځ تر ماښامي وروسته د کور مخې ته راټولېدل او لوبې یې کولې. څه مو نه دي لیدلي. یوازې مو دوه ستر چاودنې واورېدې. هر چا په سړک منډې رامنډې وهلې، له ماشومانو وینې بهېدې، مېندو چیغې وهلې او هره خوا وینې وې.

Short presentational grey line

۱۲ کلن حمزه نصار

حمزه نصار تېره چارشنبه نږدې ماښام د دې لپاره له کوره ووت چې خپلې مور ته د روژه ماتي برابرولو لپاره سابه راوړي، خو بېرته هېڅکله راونه ګرځېد.

د هغه پلام الجزیزه تلویزیون ته وویل چې حمزه ډېر منونکی هلک او تکړه زده کوونکی و. حمزه پلار الجزیره ته وویل، زوی یې تکړه زدکوونکی و.

Short presentational grey line

۱۳ کلنه تالا ابو العوف

هغه هوايي برید چې د الکوالېک کور یې نسکور کړ، د دوی ګاونډ کې ۱۳ کلنه تالا ابو العوف او د هغې ۱۷ کلن ورور توفیق هم ووژل.

د عکس سرچینه، Abu al-Auf family/DCIP/NRC

د عکس تشریح، هغه هوايي برید چې د الکوالېک کور یې نسکور کړ، د دوی ګاونډ کې ۱۳ کلنه تالا ابو العوف او د هغې ۱۷ کلن ورور توفیق هم ووژل.

هغه هوايي برید چې د الکوالېک کور یې نسکور کړ، د دوی ګاونډ کې ۱۳ کلنه تالا ابو العوف او د هغې ۱۷ کلن ورور توفیق هم ووژل.

دغه برید کې همدا راز د دوی پلار ډاکتر ایمن ابو العوف هم ووژل شو. هغه د غزې ښار د الشفا روغتونو د داخلې سرطبیب او د کورونا وېروس د برخې مسئول و.

د هغه د کورنۍ غړو او ملګرو بي بي سي ته وویل چې ډاکتر ابو العوف له برید تر څو وړاندې ورځو پورېه روغتون کې تر ټاکلي وخت څو ساعته ډېر کار کاوه.

د تالا یوې ښوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل هغې "دیني مضامینو سره مینه درلوده او خوښېدل یې چې قران تلاوت او حفظ کړي."

ویل کېږي هغې د ناروې د کډوالۍ مرکز لخوا له رواني ستونزو له کړېدونکو ماشومانو سره د مرستې پروګرامونو کې هم برخه اخیسته.

د دې شورا ځايي مدیر حذیفه یزجي بي بي سي ته وویل:

"دا لیونتوب باید ودرېږي. تاوتریخوالی باید پای ومومي، چې دا ماشومان [ښه] راتلونکې ولري."