فلسطین کې د ناروغانو کړاو

د ویډیو تشریح، فلسطین کې د ناروغانو کړاو

د سلګونه فلسطینیانو ژوند له دې امله له خطر سره مخامخ دی، چې د فلسطين کورواکې ادارې او اسرائيلو ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي دي. تېره مياشت د فلسطين ولسمشر محمود عباس وويل حکومت يې له دې امله تېر کې د سولې په اړه له شوو تړونونو تېرېږي، چې اسرائيل نيول شوې لوېديځه غاړه کې ځينې برخې خپلې خاورې سره تړي. دې پرېکړې، د طبي درملنې لپاره د اجازه ليکونو په ګډون ډېرو امنيتي او ملکي چارو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري ودروله... د بي بي سي منځني ختيځ چارو خبرياله يولانډا نېل پرې راپور لري...