د فلسطین او اسرائیلو کړکېچ؛ کوم هېواد د چا ملاتړ کوي؟

غزہ

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, عمیر سلیمي
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

پر غزه د اسراییل د هوايي بریدونو په هکله ډېرو هېوادونو احتجاج کړی او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې، خو ځینې هېوادونه داسې هم شته چې د اسراییل - فلسطین په کړکېچ کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پلویتوب کوي.

بنیامن نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ په یوه ټویټر پیغام کې د دې هېوادونو مننه وکړه، چې د اسراییل پلوي دي او امریکا، اسټرالیا، اسټریا، برازیل، کاناډا، کولمبیا، قبرص، جورجیا، جرمني، هنګري، ایټالیا، سلوانیا او اوکراین پکې شامل دي.

دغه هېوادونه له اسراییل سره دیپلوماتیک اړیکي لري، حماس سخت دریځه وسله واله ډله بولي او اسراییلي بریدونه د دې هېواد لپاره له ځانه دفاع بولي.

نتنیاهو ټویټ

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، نتنیاهو ټویټ

بل لور ته ډېری مسلمان اکثریتي هېوادونه اسراییل بریدونه غندي او د فلسطینیانو مبارزه روا بولي.

امریکا د اسراییل پلویانو کې مخکښ دی او دا وروستیو کې ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څو ځله د اسراییلي فعالیتونو دفاع کړې.

ښاغلي بلېنکن د فلسطینیانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې، خو په خبره یې ''یوه ترهګره ډله 'حماس ' ملکي کسان په نښه کوي او اسراییل ... ترهګر په نښه کوي. ''

د یکشنبې پر ورځ ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو په غونډه کې له دواړو لوریو وغوښتل شول چې سملاسي اوربند وکړی،

خو د ځینو پرمختللیو هېوادونو استازو د اسراییل له لوري د خپلې خاورې او خلکو دفاع ملاتړ وکړ، خو دې هېوادونو هم ټینګار وکړ چې اسراییل دې کړکېچ کې برلاسی حیثیت لري او په وینا یې باید داوربند لپاره له خپل لوري اقدامات وکړي.

ولسمشر بایډن او لومړي وزیر بلېنکن څو ځله د اسراییل ملاتړ کړی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن او لومړي وزیر بلېنکن څو ځله د اسراییل ملاتړ کړی

امریکايي استازي غونډې ته وویل، امریکا به یوازې داسې وضعیت کې مرسته وکړي چې دواړه لوري د اوربند پر لور پرمختګ وکړي.

د چین استازي په ځواب کې له امریکا وغوښتل چې ''باید امریکا له نړیوالې ټولنې سره په شریکه د امنیت شورا په ملاتړ د تاوتریخوالي کمولو لپاره اقدام وکړي. ''

د فلسطین استازي غونډې ته وویل ''کله چې اسراییل پوهېږي چې د یوه بل هېواد مشر یې ملاتړ کوي، دوی نورې کورنۍ د خوب په حالت کې وژني '' خو اسراییلي استازي وویل هېواد یې ''د خپلو بچو ساتنه کوي، خو حماس د توغندیو ساتلو لپاره خپل ماشومان کاروي. ''

د یکشنبې له غونډې وروسته ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې

د عکس سرچینه، UN

د عکس تشریح، د یکشنبې له غونډې وروسته ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې

د یکشنبې له غونډې وروسته ګډونوال و نه توانېدل ګډه اعلامیه خپره کړې او دا ځنډ د امریکا له کبله رامنځته شو، چې د اسراییل نژدې اتحادي دی او فکر کوي چې د دیپلوماتیکو هڅو لپاره به داسې اقدام ګټه و نه کړي.

جرمني او فرانسه بیا هغه اروپايي هېوادونه دي چې دا وروستیو کې یې هڅه کړې د فلسطینیانو ملاتړي مظاهره کوونکي له احتجاج کولو منع کړي.

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا میرکل وايي، هېواد یې د بیان ازادۍ پلوي دی، خو په خبره یې هغو مظاهره کوونکو ته به اجازه ور نه کړي د هېواد پر جمهوریت یې اغېز وکړي، چې له یهودانو سره مخالفت کوي.

فرانسوي چارواکو بیا تېره اوونۍ پلازمېنه پاریس کې د فلسطین په پلویتوب مظاهرو ته اجازه ور نه کړه.

دوی وايي، ۲۰۱۴ کال کې د ورته مظاهرو پر مهال ځینې کسان له یوه بل سره لاس او ګرېوان شوي وو، چې له کبله یې ستونزې راپورته شوې.

د یادونې ده چې د جمعې پر ورځ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره ټیلیفوني اړیکه کې ټینګار وکړ چې اسرائیل د خپې دفاع حق لري.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، ''هر څوک د سوله ییز احتجاج حق لري.''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، ''هر څوک د سوله ییز احتجاج حق لري.''

تېره سې شنبه اسټرالیا کې یوه ښځه ونیول شوه، چې د ادعا له مخې د اسراییلو بیرغ ته یې اور ورته کړی و او له هغه وروسته لومړي وزیر سکاټ مورېسن وویل، هېواد یې د ''دوو دولتونو پر حل '' باور لري، خو اجازه نه ورکوي چې د منځني ختیځ ستونزه څوک اسټرالیا ته راوړي.

نوموړي له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د منځني ختیځ له کړکېچه لېرې واوسي چې په وینا یې په هېواد کې د امنیت ستونزه رامنځته نه شي.

بل لور ته کاناډا کې د اسراییل او فلسطین ملاتړو د دوو بېلو مظاهره کوونکو ترمنځ له اخ و ډب وروسته پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او مظاهره کوونکي یې د پېښې له ځایه وشړل.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو له دې پېښې وروسته وویل: ''هر څوک حق لري سوله ییزه مظاهره وکړي، خو موږ د هېچا لخوا یهودانو سره ضدیت یا اسلاموفوبیا یا بل ډول کرکجنه رویه نه زغمو. موږ همدا اونۍ د کرکجنو څرګندونو او تشدد کلکه غندنه کړې. ''

اسراییل پوځ له ځمکې او هوا پر غزه سخت بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسراییل پوځ له ځمکې او هوا پر غزه سخت بریدونه کړي

بل لور ته یو شمېر کاناډايي سیاسي کړیو له جسټن ټروډو غوښتي چې پر اسراییل د وسلو پلور بند کړي. په لندن کې د همدې یکشنبې پر ورځ زرګونو کسانو اسراییل ضد مظاهره وکړه او له بریتانوي حکومته یې د سملاسي هڅو غوښته وکړه.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ وویل، هېواد یې پر بیت المقدس توغندیز بریدونه غندي. هغه وویل: ''په بیت المقدس او غزه کې باید د تاوتریخوالي پېښې ودرېږي. ټول اړخونه باید هڅه وکړي چې تاوتریخوالی کم شي او پر ملکي کسانو بریدونه ودرول شي. ''

روسیه په فلسطیني سیمو کې د اسراییل ودانیزو چارو مخالفت کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسیه په فلسطیني سیمو کې د اسراییل ودانیزو چارو مخالفت کوي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر چهارشنبه له اسراییل وغوښتل چې په فلسطیني سیمو کې له ودانیزو چارو لاس واخلي.

د جمعې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبرداری ورکړ چې ''وروستی تاوتریخوالی د روسیې امنیت ته مخامخ ګواښ دی. ''

د اسراییل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په ټویټر پیغام کې د بوسنیا هرزګوینا بیرغ هم شامل دی او له کبله ترې مننه شوې چې ''له ځانه د اسراییل دفاع حق '' ملاتړ یې کړی،

خو د بوسنیا او هرزګوینا چارواکو په څرګند ډول له دې سره مخالفت کړی او په وینا یې دوی د بې ګناه ملکي کسانو وژنې ملاتړ نه کوي.

هند د تاوتریخوالي سملاسي درېدو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هند د تاوتریخوالي سملاسي درېدو غوښتنه کړې

اسراییل لومړي وزیر په خپل ټویټر پیغام کې هند د هغو هېوادونو په نوملړ کې نه دی یاد کړی چې د اسراییل ملاتړ کوي. د یادونې ده چې هند د ملګرو ملتونو په انلاین غونډه کې د تاوتریخوالي پر بندولو ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته په دغه سازمان کې د هند استازي ټي ایس ترومورتي وویل، هند په بیت المقدس او غزه کې د تاوتریخوالي په هکله اندېښمن دی. د ملګرو ملتونو لپاره د هند استازي زیاته کړه:

''هند هر ډول تاوتریخوالی غندي او د ختمولو غوښتنه یې کوي. هند د فلسطینیانو د روا حقونو ملاتړ کوي، او د دوو دولتونو مفکورې له مخې د دې کړکېچ حلولو ته هوډمن دی، هند له غزه تړانګې د توغندیزو بریدونو غندنه کوي او دغه راز د غچ اخیستنې په پار د اسراییل بریدونو کې د ښځو او ماشومانو وژنې خورا خواشینوونکې دي. ''