اېبټ اباد کې د اسامه وژل کېدو پاکستاني واکمنو کې څه ګډوډي پېښه کړه؟

اسامہ بن لادن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا د ۲۰۱۱ د مۍ پر دویمه اعلان وکړ چې اسامه بن لادن یې پاکستان کې وواژه
    • Author, ریحان فضل
    • دنده, بي بي سي هندي
  • د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

د ۲۰۱۱م کال د مې پر دویمه امریکايي ځواکونو د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان په تر ټولو یوه خوندي ځای اېبټ اباد کې په نښه کړ. هغه څنګه پیدا او ووژل شو داستان یې په ډېرو کتابونو، مقالو او ان فلمونو کې راغلی خو دا چې د اسامه د وژل کېدو له خبر سره سم د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو او کړیو تر منځ څه تېر شول په اړه یې ډېر څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان یوه سیاستوال فرحت الله بابر چې د اسامه د وژنې پېښې پر مهال د پاکستان د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري ویاند و تازه کتاب خپور کړی چې د دغو شپو ورځو تفصیلي یادونه یې په کې کړې ده.

د فرحت الله بابر دا کتاب ' دې زرداري پرېزېډنسي، ناو اېټ مسټ بي ټولډ' د زردراي د ولسمشرۍ په اړه باید وویل شي نومېږي.

د کتاب لیکوال وايي د ۲۰۱۱م کال د مې پر دویمه نېټه د سهار شپږ نیمې بجې د زرداري له دفتره زنګ راغی او ورته د یوې مهمې غونډې لپاره ژر ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ورتګ وینا وشوه.

ښاغلی بابر وايي ' ولسمشر زرداري به په عام ډول د ماسپښین دوه بجې دفتر ته تلو' ځکه نو ده ته دا ډېره د حیرانتیا خبره وه چې څنګه دومره وختي ورته غونډې ته د ورتګ ویل شوي دي.

لیکوال کاږي ' ما داسې احساس وکړ چې څه ګډوډي شته خو دا درک راته و نه لګېده چې چېرې څه پېښ شوي دي؟ " ما د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر او مرستیال سره یې د اړیکو نیولو هڅه وکړه خو بریالی نه شوم."

له دې سره بابر ته له کراچۍ یوه خبریال مظهر عباس ټلیفون کړی و ښاغلی بابر وايي خبریال ورته پر ټلیفون وویل " بابر صیب! زما په اند امریکایانو ته داسې درک معلوم شوی چې اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې پټ دی."

' ما له دې خبرې سره ژر احساس وکړ چې دومره وختي غونډه ولې بلل شوې؟'

تر ټولو لومړی څوک خبر شول؟

فرحت اللہ بابر کی کتاب

د عکس سرچینه، RUPA PUBLICATION

د عکس تشریح، د زرداري د پخوانۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال د هغه د مطبوعاتي مسول کتاب مخپاڼه

له دې وروسته فرحت الله بابر ته معلومه شوه چې د ولسمشر د ساتونکو مشر کور ته د زرداري له رسولو وروسته هم ویښ پاتې و او د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې ورته معلومه شوې وه چې اېبټ اباد ته نږدې کومه چورلکه غورځېدلې ده. دی چې د پاکستان هوايي ځواکونو کې هم پاتې شوی له دې خبر سره سملاسي ځینې پوښتنې ور پیدا شوې وې. ' د اېبټ اباد په غرنۍ سیمه کې دشپې دومره ناوخته چورلکو څه کول؟ دی په هوايي ځواک کې د غړیتوب له درکه په دې هم پوهېده چې پاکستان کې پیلوټان د شپې مهال د چورلکو له الوت منع شوي...

د امنیتي ګارډ مشر جلال له ځانه پوښتنه کړې وه چې که دا پاکستانۍ چورلکې نه وي نو د چا وې؟ دی همداسې سرګردانه د کور پر ځای بېرته دفتر ته تللی و او د پاکستان په هوايي ځواک کې یې خپلو ملګرو ته ټلیفونونه کړې وو.

لیکوال وايي ' جلال د ولسمشر په دفتر او کارکوونکو کې لومړی داسې کس و چې د پېښې له دروندوالي خبر شو.'

لوی درستیز د ولسمشر دفتر خوا ته

اسامہ بن لادن کی ہلاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بابر وايي خبریال عباس مظهر ورته پر ټلیفون وویل " بابر صیب! زما په اند امریکایانو ته داسې پته لګېدلې چې اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې پټ دی."

نوموړي له ولسمشر زرداري سره خپله اندیښنه نه وه شریکه کړې ځکه پوهېده چې ولسمشر به له دې هر څه ډېر ژر خبر شي او همداسې وشول. ولسمشر زرداري ته دومره خبر ورکړل شوی و چې لوی درستیز جنرل اشفاق کیاني د ولسمشرۍ ماڼۍ لوري ته را روان دی خو کیاني ولسمشرۍ ماڼۍ خوا ته له روانیدو مخکې له زرداري سره پر مخابره خبرې کړې وې.

فرحت الله بابر وايي کله چې زه سهار اووه نیمې بجې دفتر ته ورسېدم نو د ولسمشر د ګارډ له مشر او لوړرتبه ساتونکو پرته نور څوک نه وو او له ټولې فضا داسې احساسېده چې څه نادره پېښه شوې. " وروسته ماته معلومه شوه چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر زرداري سره پر ټلیفون خبرې کړې دي."

زرداري ته د بارک اوباما تیلیفون

اوباما اور زرداری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوباما: پر دې ورځ دا ټلیفون ډېر سخت کار و

د دې ټلیفون په اړه بارک اوباما په خپل یوه یادښت کې لیکلي " زما لپاره تر ټولو سخت کار د پاکستان ولسمشر ته ټلیفون کول و."

بارک اوباما ویلي "ما فکر کاوه چې پاکستاني چارواکي به د امریکا له خوا د پاکستان د فضايي حدودو سرغړونې له کبله له سختو نیوکو سره مخ شي خو چې کله ما هغه ته ټلیفون وکړ او د عملیاتو په اړه مې یې باور واخېست نو ماته یې مبارکي راکړه او له خپله اړخه یې د مرستې وړاندیز وکړ."

بارک اوباما ویلي " زرداري راته وویل، پایلې یې چې هر څه وي خو دا ښه خبر دی."

د پاکستان لوی درستیز سره د امریکا د وسله والو ځواکونو د مشر خبرې

ایڈمرل مایئک مولن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایډمرل مائیک مولن د پاکستان لوی درستیز ته پر ټلیفون خبر ورکړی و چې امریکا پر اسامه بن لادن برید کړی دی.

ولسمشر زرداري ته د بارک اوباما له ټلیفون مخکې د امریکا د وسله والو ځواکونو عومي مشر اېډل مایک مولن د پاکستان د هغه مهال لوی درستیز جنرال کیاني ته د سهار درې بجې ټلیفون کړی و او ورته یې ویلي و چې "امریکا پر اسامه بن لادن برید کړې دی."

له دې لږ وروسته په اېبټ اباد کې د پاکستان د څارګرې ادارې (ای اېس ای) یوه ډګروال خپل مشر جنرال پاشا ته پر ټلیفون د برید پخلی کړی و."

د امریکا د څارګرې ادارې ( سي ای اې) پخوانی مشر لیون پنېټا په خپل ژوند لیک ' یونیفورم فاېټس' کې لیکلي " د خبر له اوریدو سره د جنرال کیاني لومړۍ خبره دا وه چې دا ډېره ښه شوه چې تاسو هغه نیولی." خو مایک مولن ژر ورغبرګه کړې وه چې " اسامه بن لادن وژل شوی دی."

د کتاب له مخې د دې په اوریدلو چې اسامه بن لادن اېبټ اباد کې پنځه کال تېر کړي او اوس وژل شوی جنرال کیاني یو څه وډار شو.

پر همدې مهال د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ته ویل شوي و چې له دې پېښې ځان لېرې وساتي ځکه د ' ای اېس ای پر هر څه پام ساتي.'

د سي ای اې او ای اېس ای د مشرانو خبرې

 آرمی چیف جنرل کیانی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر زرداري ته له ټیلیفون مخکې د امریکا د وسله والو ځواکونو مشر سهار وختي د پاکستان لوی درستیز ته زنګ وهلی و.

د مایک مولن له ټلیفون وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر زرداري او ولسمشر کرزي سره ټلیفوني اړیکې نیولې وې، تر څنګ یې د امریکا د څارګرې ادارې ( سي ای اې) مشر د پاکستان ای اېس ای مشر احمد شجاع پاشا ته زنګ وهلی و.

د امریکا د څارګرې ادارې ( سي ای اې) د هغه مهال مشر لیون پنېټا په خپل ژوند لیک ' یونیفورم فاېټس' کې ویلي " تر هغې چې ما ټلیفون کاوه پاشا له خپلو سرچینو خبر شوی و."

" ما هغه ته وویل موږ په دې مهم کار کې په قصد ستاسې اداره ښکېله نه کړه چې پر تاسې زموږ سره د همکارۍ تور ونه لګېږي."

" هغه په ډېرې نهیلۍ ځواب راکړ چې موږ ته د ویلو ډېر څه نه دي پاتې خو پر دې خوښ یو چې تاسې اسامه بن لادن پیدا کړ."

د امریکا د استخباراتو دا مشر وړاندې کاږي " موږ ته معلومه وه چې له دې عملیاتو وروسته به زموږ ملګرتیا لکه د پخوا په څېر نه وي خو د داسې مهمو عملیاتو لپاره باید موږ بیه پرې کړې وای."

د افغانستان پر وخت سهار شاوخوا اته او د پاکستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر تلویزیون راښکاره شو او د اسامه د وژنې له اعلان سره یې هڅه وکړه چې پاکستان ډاډمن کړي.

هغه وویل "موږ هیله من یو چې پاکستان به د القاعده پر وړاندې جګړه کې زموږ سره خپله همکاري روانه وساتي."

د پاکستان د استخباراتي ادارې د هغه مهال مطبوعاتي مسول جنرل اطهر عباس د پاکستان له لوی درستیز جنرال کیانی او د ای اېس ای له مشر جنرال پاشا د ورستیو ټلیفوني اړیکو او دغې پېښې په اړه د یوې خبرپاڼې خپرولو اجازه غوښتې وه خو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د پاکستاني چارواکو غونډه

د اسامه بن لادن د وژل کېدو له خبر وروسته د پاکستان په ولسمشر ماڼۍ کې د لومړۍ غونډې په اړه فرحت الله بابر لیکلي " ولسمشرۍ ماڼۍ ته زما له رسېدو لږ وروسته د پاکستان لومړی وزیر، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ای اېس ای مشر هم ورسیدل، د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر چې پر همدې سهار له بهرني سفره ستنه شوې وه په لږ ځنډ غونډې ته ورسېده."

دغې ناستې شاوخوا یو نیم ساعت دوام وکړ.

فرحت الله بابر وايي چې ولسمشر زرداري زه یوې خوا ودرولم او ویې پوښتلم چې په دې اړه ستا فکر څه دی؟ ما له کوم ډار او ځنډ پرته سملاسي ورته وویل چې دا خو یا ملي غفلت دی او یا نااهلي. زما په اند اوس باید دا وګورو چې د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف څه کیدای شي؟"

" ولسمشر زرداري د دې خبرې په ځواب کې هیڅ ونه ویل خو له لږ فکر وروسته یې وویل "پر دې به بیا خبرې کوو."

"پاکستان نه د عملیاتو د بریالیتوب او نه د اسختباراتي معلوماتو ناکامۍ اعتراف کولی شو"

صدر زرداری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واشنګټن پوسټ: پاکستان خپل کار وکړ

د پاکستان او ټولې نړۍ رسنیو هڅه کوله پر دې پېښه د پاکستان غبرګون ولري خو پاکستان کې په حکومتي کچه داسې وضعیت و چې هیڅوک رسمي خبرو ته چمتو نه و ، هرې خوا د ګډوډۍ او څه نه ویلو فضا خپره وه.

فرحت الله بابر لیکلي ' له دغې پېښې ۱۴ ساعته وروسته رسمي غبرګون خپور شو چې په کې ویل شوي و " موږ د امریکا په ګډون د نورې نړۍ له استخباراتو سره د معلوماتو د شریکولو ډېر اغېزمن نظام لرو."

فرحت الله بابر وايي " پاکستان داسې وضعیت کې و چې نه یې د عملیاتو د بریالیتوب دعوه کولی شوه او نه یې هم په عمومي ډول د خپلو استخباراتو او پوځ ناکامۍ اعتراف کولی شو." خو دا ښکاره وه چې ادارې سربداله وضعیت کې وې او لکه په تیاره کې چې د نښې ویشتلو چاپېریال وي.

د پوځ او استخباراتي ادارو د ساتنې هڅه

فرحت اللہ بابر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرحت الله بابر لیکي " له دغې سترې پېښې ۱۴ ساعته وروسته د پاکستان حکومت رسمي دریځ اعلان کړ."

فرحت الله بابر لیکي" دا چې امریکايي ځواکونه د پاکستان له خبرولو پرته په پټه پاکستان ته ننوتلي وو او دلته یې د اسامه بن لادن د وژلو عملیات کړي وو. د پاکستان د رسنیو هغه خبرونه چې د امریکا او نورې نړۍ له اسختباراتو سره ښې اړیکې لري او د دغو اړیکو پر بنسټ دا عملیات شوي په ښکاره د نه باور دروغ بلل کېدل او نه هم خلکو په داسې خبرونو باور کاوه.

استخباراتي او عسکري نظام له داسې وضعیت سره مخ و چې په دې ټوله پېښه کې پرې د نااهلۍ تور اسانه لګېده.

ځينو پخوانیو متقاعدو جنرالانو خو ان داسې دعوه هم وکړه چې د پاکستان لوړ پوړي پوځي چارواکي له دې پېښې خبر وو او ان داسې ادعاوې یې هم کړې چې د پوځ مشرانو په دې عملیاتو کې له امریکا سره مرسته کړې خو پر دې خبرو د باور کولو خلک ډېر کم دي.

د امریکا د هغه مهال دفاع وزیر رابرټ ګېټس د خپل ژوند لیک په یوه یادښت کې لیکلي "په دې ټوله پېښه کې د پاکستان پوځ ډېر وشرمېده."

پاکستان وروسته د دې پر ځای چې په دې اړه پلټنې وکړي چې اسامه بن لادن دلته څنګه راغی او له بندیزونو سره سره څنګه اوسېده پر دې تمرکز وکړ چې چا له امریکا سره په دغو عملیاتو کې مرسته کړې ده.

بارک اوباما او نورو چارواکو د اسامه پر ضد عملیات ژوندي څارل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بارک اوباما او نورو چارواکو د اسامه پر ضد عملیات ژوندي څارل

د استخباراتي ادارو د ناکامۍ پټولو هڅه

سینیٹر جان کیری

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پېښې وروسته چې سناتور جان کیري پاکستان ته په سفر ولاړ له هغه غوښتنه کېده چې داسې ګډه اعلامیه خپره کړې چې پر پاکستان د امریکا باور وښيي.

د اسامه بن لادن پر ضد له عملیاتو وروسته ولسمشر زرداري ته ښه داسې موکه په لاس ورغلې وه چې د ای اېس ای او پوځ سره حساب کتاب وکړي خو دی په دې اړه فکر او غور کولو ته هیڅ چمتو نه و.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د ښاغلي زرداري په یوه خپور شوې مضمون کې یوه داسې کلمه هم نه وه چې د استخباراتي او پوځي ادارو د حساب په اړه وي او دا چې پرې غور وشي.

اېبټ اباد کې د امریکايي پوځیانو له عملیاتو درې ورځې وروسته د مۍ پر پنځمه د بهرنیو چارو مرستیال لومړی خبري غونډه وکړه، هغه وویل د ټولې پېښې جاج اخېستل کېږي خو نورې کومې پلټنې نه کېږي.

په دې خبري ناسته کې نه یوازې دا چې د پلټنو شونتیا رد شوه ورسره د استخباراتي ادارو د ناکامۍ پټولو هڅه هم وشوه.

د سي ای اې مشر لېون پنیټا د مۍ پر دریمې نېټې له ټایم مجلې سره په خبرو کې وویل " امریکا په لوی لاس پاکستان ته د اسامه بن لادن د ځای او هلته د عملیاتو په اړه معلومات ورنه کړل ځکه چې پر پاکستان باور نه و، په تېر کې تجربو ثابته کړې وه چې کله هم اسلام اباد ته د کوم ترهګر په اړه خبر ورکړل شوې دوی هغه ته خبر ورکړی و چې هدف ګرځول کېږي."

امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني هغه مهال وړاندیز کړی و چې د عملیاتو په اړه دې د پاکستان او امریکا په ګډ بیان کې داسې وویل شي چې " دا عملیات پر پاکستان د نه باور له کبله نه، د امنیتي دلایلو له کبله پټ تر سره شول."

پاکستان د اېبټ اباد پېښې د پلټنې وروستی رپوټ خپور نه کړ

د پاکستان سترې محکمې د اسامه بن لادن د وژنې پېښې څرنګوالي او پلټنې په اړه د قاضي جاوېد اقبال په مشرۍ یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ، دې کمیسیون ته د اېبټ اباد کمیسیون نوم ورکړل شو.

د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر او لوی درستیز د پلټنې لپاره کمیسیون ته تیار نه شول، وروسته د دغې کمیسیون تفصیلي رپوت د ۲۰۱۳م کال جنورۍ کې د پاکستان لومړي وزیر ته وسپارل شو.

د اېبټ اباد دغه رپوټ ډېر محرم سند وبلل شو چې تر اوسه په عمومي ډول نه دی خپور خو د رپوټ له بشپړېدو وروسته الجزیرې ټلویزون ادعا کړې وه چې یوه کاپي یې تر لاسه کړې. د الجزیزې پر وېبپاڼې د دغې رپوټ له خپریدو سملاسي وروسته په څو دقیقو کې پاکستان کې د الجزیرې وېبپاڼه بلاک شوه او مواد یې تري تم...