اسرائیل په غزه کې د ۳۷ مرستندویه ادارو فعالیتونه ممنوع کړل: برېتانیا او اروپايي ټولنې یې دا پرېکړه غندلې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیلي چارواکي وايي، په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۳۷ نړیوالو غیر دولتي خیریه بنسټونو کاري جوازونه لغو کوي، او په وینا یې دې ادارو د ثبت او راجستر نوي مقررات او شرطونه نه دي پوره کړي.

د مرستندویو ادارو له ډلې اېکشن‌اېډ، د ژغورنې نړیواله کمېټه، بې پولې ډاکټران او د ناروې کډوالو شورا هغه ادارې دي چې جوازونه به یې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وځنډول شي، او فعالیتونه به یې په ۶۰ ورځو کې پای ته ورسېږي.

اسرائیلو ویلي چې دې ادارو، د نورو مواردو تر څنګ، د خپلو کارکوونکو «بشپړ» شخصي معلومات نه دي سپارلي، خو یادو نړیوالو غیر دولتي سازمانونو ویلي چې دا کار کولی شي د دوی کارکوونکي له جدي خطر سره مخامخ کړي.

دا پرېکړه د ۱۰ هېوادونو له لوري وغندل شوه، او هغوی وویل چې دغه مقررات به بنسټیزو او اړینو خدمتونو ته پر لاسرسي سخت منفي اغېز ولري.

د اسرائیل دا پرېکړه لسو هېوادونو غندلې او په وینا یې دا چاره به لومړنیو اړتیاوړ توکو ته پر لاسرسي اغېز وکړي.

د برېتانیا، فرانسې، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، آیسلنډ، جاپان، ناروې، سویډن او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې نړیوال غیر دولتي سازمانونه په غزه کې د بشري مرستو لپاره خورا مهم دي او د دوی د فعالیت د مخنیوي لپاره هر ډول هڅه "د منلو وړ نه ده".

دوی خبرداری ورکړی، چې ''له دې (سازمانونو) پرته به په هغه کچه چې پکار ده، د بېړنیو اړتیاوو پوره کول ناشوني وي.''

د اروپايي ټولنې بشري مرستو مشره هدجه لهبیب وايي، د اسرائیل هغه پلان چې په غزه کې د خیریه بنسټونو مخه ونیسي، ''د ژوند ژغورونکو مرستو مخنیوی دی.''

دا وايي، نړیوال قوانین په دې برخه کې ''هېڅ شک او شبه نه پرېږدي، چې باید اړمنو ته مرستې ورسېږي.''

بل لور د اسرائیل کډوالو چارو وزارت، چې د نوم لیکنې غوښتنلیکونه څاري، وايي چې نوي اقدامات به غزې ته د بشري مرستو پر بهیر اغېز و نه کړي.

دوی وايي، مرستې د "منظور شويو او تائید شويو چېنلونو" له لارې لېږدول کېږي، چې د ملګرو ملتونو ادارې، دوه اړخیز شریکان او بشري سازمانونه هم پکې شامل دي.

د اسرائیلو پوځ اړوند اداره کوګات، چې غزې ته تللې لارې کنټرولوي او د مرستو رسولو چارو همغږي کوي، په ورته مهال ویلي، هغه نړیوال غیر دولتي سازمانونه چې له ممنوعیت سره مخامخ دي "د اوسني اوربند په ترڅ کې یې غزې ته مرستې نه دي راوړې"، چې ۱۱ اونۍ مخکې پیل شو. دا اداره زیاتوي، چې "ان په تېر کې هم د دوی ټولو ګډه ونډه د ټولټال مرستو حجم یوازې یو سلنه وه".

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د نړیوالو غیر دولتي سازمانونو د جوازونو لغو کولو اصلي دلیل "د دوی د کارکوونکو په تړاو د بشپړ او تائید وړ معلوماتو له چمتو کولو انکار" و، چې په وینا یې " د بشري مرستو مرکزونو ته د ترهګرو فعالینو د نفوذ" مخنیوي لپاره خورا مهمه چاره ده.

د اسرائیلو د کډوالۍ وزارت وايي، شاوخوا ۱۵سلنه نړیوالې نادولتي موسسې چې غزې ته بشري مرستې چمتو کوي، د اسرائیلو له نوي مقرراتو سره برابرې نه دي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلي چارواکو په وینا، دوی د نویو مقرراتو له مخې د فعالیت لپاره د سازمانونو غوښتنلیکونه رد کړي دي، چې پکې لاندې موارد شامل دي.

  • د یهودي او دیموکراتیک دولت په توګه د اسرائیلو له شتون څخه انکار کول
  • د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه نېټه د هولوکاسټ یا حماس لخوا په اسرائیلو د بریدونو څخه انکار کول
  • د یو دښمن دولت یا ترهګریز سازمان لخوا د اسرائیلو پر وړاندې د وسله والې مبارزې ملاتړ کول
  • د اسرائیلو پر وړاندې د "غیر مشروع کمپاینونو" هڅول
  • د اسرائیلو د بایکاټ غوښتنه کول یا په یوه کې د ګډون ژمنه کول
  • په بهرنیو یا نړیوالو محکمو کې د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو د قانوني تعقیب ملاتړ کول

د اسرائیلو د کډوالۍ وزارت دغه راز وايي، چې "ځینې اشخاص چې د بې پولې ډاکټرانو سره تړاو لري د حماس او فلسطین اسلامي جهاد سره اړیکي لري،" خو د دې هیڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

اسرائیلي چارواکي وايي،"له پرلپسې غوښتنو سره سره، سازمانونو د دې اشخاصو د هویت او رول په اړه د بشپړ معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده."

خو بې پولې ډاکترانو سازمان دا تورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې هیڅکله په قصدي ډول په وسله والو فعالیتونو کې ښکېل کسان نه ګوماري او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول بې بنسټه تورونه د سازمان وړتیا ګواښي چې په غزه کې فعالیت وکړي، هلته چې دا په سلګونو زرو خلکو ته حیاتي طبي خدمات وړاندې کوي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو خوندیتوب ماهرینو وویل چې د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې د تغذیې او خوړو خوندیتوب وضعیت ښه شوی، خو په تیره میاشت کې ۱۰۰،۰۰۰ خلک لاهم په "ناوریني شرایطو" کې دي.