اسرائيل وايي، غزه کې پر مرستو بار ۹۵۰ لارۍ ولاړې دي خو مرستندویه ادارو هلته د ډلهييزې لوږې خبرداری ورکړی

د بشري مرستو رسوونکو سازمانونو له نیوکو سره سره اسرائيل وايي چې په غزه کې اړینې مرستې شته او پر فلسطینیانو وېشل کېدو ته چمتو دي.
د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو ویاند نادف شوشاني "پر مرستو بار د ۹۵۰" لاریو ویډيو شریکه کړې چې د ده په وینا، "دا د نړیوالو سازمانونو لپاره دي چې ترلاسه او په غزه کې مېشتو ملکي وګړو باندې یې ووېشي".
دی زیاتوي چې دا کار "وروسته له هغه شوی چې اسرائيلو غزې ته د مرستو په رسولو کې اسانتیا رامنځته کړه."
خو د بشري مرستو رسوونکې ادارې دا نه مني چې په غزه کې دننه دې داسې مرستندویه توکي وي چې لا وېشل شوي نه وي. دوی ویلي چې د "ټنونو" په کچه بشري مرستې او مهم توکي "تر غزې بهر په ګودامونو کې پراته" او وېشلو ته په تمه دي. خو په وینا یې، د اسرائیلو حکومت د بندیزونو له امله "نه د دوی لاسرسی ورته شته او نه یې هم وېشلو ته پرېښودل کېږي".
خو بل لور ته اسرائیل بیا وايي، د غزې بشري بنسټ په نوم سیسټم یا (جياېچاېف) چې له تېرې مې میاشتې راهیسې فعالیت کوي، د حماس له لوري د مرستو د غلا کېدو مخه نیسي.
د ډلهييزې لوږې خبرداری
اسرائيل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر سلو ډېرو مرستندویه ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې کچه مخ په زیاتېدو ده.
د بې پولې ډاکترانو، سېو د چلډرن او اکسفام په ګډون دې ادارو د فلسطينانو د ژوند ژغورلو لپاره د پرېکنده ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

دغو ادارو په ګډه اعلاميه کې غوښتي چې "ټولې ځمکنۍ لارې دې سملاسي پرانيستل شي او د مرستو بهير دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ له خنډ پر ته پر مخ بوتلل شي."
پرون د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له خوارځواکۍ د ۱۲ ماشومانو په ګډون د ۳۳ تنو د مړينې خبر ورکړی و.
دوی وايي په ۲۰۲۳ کال کې د جګړې له پيله راهيسې د خوارځواکۍ له امله ۱۰۱ تنه مړه شوي چې ۸۰ په کې ماشومان دي.
وړاندې په غزه کې د الشفا روغتون مشر بي بي سي ته ویلي وو، په تېرو ۲۷ ساعتونو کې په غزې تړانګه کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله ۲۱ ماشومان مړه شوي دي.
اسرائيلي چارواکو منلې چې غزې ته د رسېدونکو توکو اندازه د پام وړ کمه شوې خو هغوی په وروستيو ورځو کې د لوږې له امله د لسګونو کسانو د مړینې راپورونه رد کړي او تبليغات يې بللي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې غزه کې پر تاسیساتو د اسرائیلو بریدونه غندلي

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د روغتیا نړیوالې ټولنې (ډبلیواېچاو) وروسته له هغه چې په مرکزي غزه کې یې پر اړوند تاسیساتو اسرائیلي ځواکونو بریدونه وکړل، ویلي، د اسرائیلي ځواکونو بریدونو یې هلته د کار د دوام پر هڅو ناوړه اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې اسرائیلي ځواکونه تورن کړي چې پرون دوشنبه (جولای ۲۱مه) یې په دیرالبلح کې د دوی د کارکوونکو پر استوګنځي بریدونه او همدارنګه له بې ځایه شویو کسانو سره ناوړه چلند کړی دی.
د راپورونه له مخې، په سیمه کې د روغتیا نړیوالې ټولنې مرکزي زېرمتون هم د برید پایله کې ویجاړ شوی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، د اسرائیلي ځواکونو په چاپه کې د دوی یو نیول شوی کار کوونکی لا هم له اسرائیلي ځواکونو سره دی او د هغه د سملاسي خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.
اسرائیلي ځواکونو ویلي، په سیمه کې یې څو کسان په ترهګرۍ کې د ښکېلتیا په شک نیولي، خو له ډلې یې ډېر بېرته خوشي شوي دي.
پر غزه د اسرائیل له یرغل راهیسې د دغه هېواد ځواکونو په لومړي ځل پر دیرالبلح کې ځمکني عملیات کړي چې له امله یې د سختې لوږې او کړکېچ د خبرداریو په منځ کې لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت نن سې شنبه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله سیمه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو او لویانو په منځ کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ور کړی او زیاته کړې یې ده چې د خلکو د ژوندي ساتلو وروستۍ هڅې یې د ناکامېدو په پر ژۍ دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د یکشنبې په ورځ، د اسرائیلو پوځ د دیر البلح په سویل کې د شپږو ښاري بلاکونو د سملاسي خالي کولو امر وکړ او خبرداری یې ورکړ چې دوی به "د دوښمن د وړتیاوو او ترهګریزو زیربناوو د له منځه وړلو لپاره پراخ عملیات وکړي."
اټکل دی چې د دغو عملیاتو له امله به له ۵۰ تر ۸۰ زرو ځايي خلک له خپلو مېنو بې ځایه شي. اسرائیلي ځواکونو دوی ته لارښوونه کړې چې د دیرالبلح جنوب کې د المواصع سیمې ته کډه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي، د ملګرو ملتونو کارمنان به د تخلیې له امر سربېره د دیر البلح په لسګونو هغو ځایونو کې پاتې شي چې له اسرائیل سره یې په تړاو معلومات شریک شوي او د هغوی پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.
د دوشنبې په شپه، د روغتیا نړیوالې ټولنې په خپله خبرپاڼه کې په دیرالبلح کې د دوی پر تاسیساتو د اسرائیلي ځواکونو بریونه "په سختو ټکو" غندلي دي.
ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د کارمنانو پر استوګنځي درې ځله برید شوی چې د دغې ادارې کارمنان او د ماشومانو په ګډون د هغوی د کورنۍ غړي "له جدي خطر سره" مخامخ شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې خپرپاڼه کې راغلي: "اسرائیلي ځواکونه ودانۍ ته ننوتل، ښځې او ماشومان یې د روانې جګړې پر مهال د المواصع سیمي پر لور پلي تګ ته اړ کړل، د کارمنانو او د هغوی د کورنۍ د (نارینه) غړو لاسونه یې ور وتړل، بربنډ یې کړل او پوښتنې ګروېږنې ترې وشوې."
خبرپاڼې زیاته کړې: "د روغتیا د نړیوالې ټولنې دوه کارمنان او د هغوی د کورنۍ دوه نور غړي چې اسرائیلي ځواکونو له ځان سره بېولي وو، له ډلې درې یې بېرته را خوشي شوي او یو یې لا هم له اسرائیلي ځواکونو سره دی."
د روغتیا نړیوالې ټولنې د خپل یاد کارمن د سملاسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ایډيایف) د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، د سې شنبې په ورځ یې په دیر البلح سیمه کې پر ځواکونو ډزې وشوې چې ځواکونو یې په غبرګون کې د برید پر ځای عملیات وکړل.
د روغتیا نړیواې ټولنې له نوم اخیستلو پرته، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، دوی ملکي وګړو ته واردمخه د سیمې د پرېښودو خبرداری ور کړی و او همدارنګه په سیمه کې له شته نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې وو: "په سیمه کې د ترهګرو سازمانونو پر وړاندې د اسرائیلي دفاعي ځواکونو د فعالیت د یوې برخې په توګه، سرتېرو څو کسان په ترهګرۍ کې د لاس لرلو په شک ونیول."
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو اعلامیه کې ویل شوي: " په ساحه کې له پوښتنو وروسته، ډېری کسان بېرته خوشې شول او له نړیوالو ادارو سره په همغږۍ له سیمې و اېستل شول. باید وویل شي چې له شکلاندې کسانو سره د نړیوال قانون له مخې چلند کېږي."
پر دیر البلاح د اسرائیلو د برید هدف لا روښانه نه دی، خو د اسرائیلو هاارتص ورځپاڼې ویلي، ځواکونه یې هلته د "یوه دهلیز د جوړولو لپاره عملیات کوي چې ښار به په منځ جلا او المواصي سیمه به ترې بېله کړي چې له امله به یې د غزې د کډوالو د مرکزي پنډغالو ترمنځ چې اسرائیلي ځواکونه په کې حضور نه لري، د تګ راتګ مخه ونیول شي."
اسرائیلي سرچینې وايي، په دیرالبلح کې د حماس له خوا د نیول شویو یرغملو کسانو احتمالي شتون یو دلیل دی چې له امله یې تر اوسه اسرائیلي ځواکونو پر دیرالبلح برید نه و کړی.
۵۰ اسرائیلیان لا هم له حماس سره یرغمل دي چې باور کېږي له ډلې یې ۲۰ لا ژوندي دي.
د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو کورنیو اندېښنه څرګنده کړې چی دغه برید کولی شي هغوی له ګواښ سره مخامخ کړي.











