ملا برادر په لومړي ځل رسنیو ته راڅرګند شو
د طالبانو یو تر ټولو مهم مشر او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر رئیس ملا برادر نن سه شنبه بلاخره په ښکاره توګه د نړیوالو رسنیو پر وړاندې را څرګند شو.
نوموړی د افغانستان او روسیې د خپلمنځي اړیکو د سل کلنۍ په مراسمو، او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.
د طالبانو د ګڼو نورو رهبرانو په څېر ملا برادر هم تر دې وړاندې په عام محضر کې نه و لیدل شوی، او پر رسنیو یې ان کوم ښکاره انځور هم نه موندل کېده.