مشورتي لویه جرګه؛ د طالب بندیانو خوشي کول او د اوربند وړاندیز

کابل

د عکس سرچینه، د سولې مشورتي لویه جرګه

د عکس تشریح، کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی و
    • Author, هدایت الله همیم او عصمت بهیر
    • دنده, ‌بي بي سي

په کابل کې د سولې لویه مشورتي جرګه له پنځه ورځني بحث او مشورو وروسته پای ته ورسېده. جرګې په خپل پرېکړه لیک کې افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې د سولې پروسې کې ټولو ښکېلو اړخونو سره له تفاهم وروسته د اعلامېې په ټکو د بهرنېو ځواکونو مسولانه وتلو لپاره عملي مهال وېش تنظیم کړي.

د جرګې وروستۍ غونډې ته وینا کې ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د جرګې پرېکړه لیک به د دولت تګلاره او د عمل پلان وي. دې ۲۳ فقریزز پریکړه لیک کې د دایمي اوربند غوښته شوې.

ښاغلي غني د هغه په وینا د ښه نیت او روژې میاشتې ته درناوي لپاره د طالبانو د ۱۷۵ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، که طالبان چمتو وي حکومت د اوربند په اړه هم بحث ته چمتو دی.

جرګه

د عکس سرچینه، EPA

طالبانو بیا د جرګې پایلې رد کړې او دا یې یوه نمایشي لویه جرګه بللې. طالبانو په خپله اعلاميه کې د افغان ولسمشر لخوا په روژه کې د اوربند وړاندیز هم رد کړی دی.

دا جرګه چې ګڼو سیاسي ګوندونو ورسره پرېکون کړی و، له ۳۰۰۰ د زیاتو کسانو په ګډون د دوشنبې پر ورځ پیل شوې وه.

د جرګې په پرېکړه لیک کې د روانې جګړې ختمولو لپاره د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د یو بل پرضد د تبلیغاتو درولو او د بېړني او دایمي اوربند اعلانېدو او تطبیقېدو ټینګه غوښتنه وشوه.

د اساسي قانون ساتلو، خو د اړتیا پروخت یې د تعدیلېدو غوښتنه هم د جرګې د ۲۳ مادو پرېکړه لیک یوه برخه وه.

د جرګې د پرېکړه لیک له مخې، افغان دولت او طالبان باید د یو بل له بندیانو سره انساني چلند او د بندیانو د تبادلې او خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.

غني: حاضر یم اوربند عملي کړم

د یادې جرګې، چې ۳۲۰۰ کسانو ګډون پکې کړی و، پاییزې غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپله وینا کې وویل، د روژې په خاطر او جرګې ته په درناوي د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشي کوي، چې له کلونو راهیسې بندیان دي:

"له طالبانو غواړم چې کابل یا نورو ولایتونو ته خپل استازي را واستوي، چې دا بندیان ور وسپارو". هغه دا هم وویل، چې د بندیانو خوشي کول یې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري.

ښاغلي غني وویل، چمتو دی د دې لویې جرګې د وړاندیز له مخې اوربند عملي کړي، خو دا اوربند به هغه مهال وي چې طالبان هم ورته ګام پورته کړي:

"زه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په صفوفو کې دا جرآ‎ت او قوت وینم چې په اوربند کې نظم او دسپلین عملي کړي".

اشرف غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، اشرف غني وویل، پر طالبانو غږ کوي چې راشي د افغانستان هر ولایت کې غواړي د سولې خبرو زمینه ورته برابروي.

خو زیاته یې کړه، چې دا اوربند به یو طرفه نه وي: ''اوربند به یو اړخیز نه وي، که طالبان په واضح ډول اوربند ته حاضر وي، نو موږ کولی شو په تخنیکي جزیاتو یې کار وکړو.''

اشرف غني خپلو خبرو کې وویل، غواړي افغانستان د سولې خبرو کوربه خپله اوسي، ځکه پر طالبانو غږ کوي چې راشي د افغانستان هر ولایت کې غواړي د سولې خبرو زمینه ورته برابروي.

داودزی: طالبان دې هم زموږ بندیان پرېږدي

د سولې مشورتي جرګې د سمبالګر کمېسیون مشر محمد عمر داودزي د جرګې پای کې خبریالانو ته وویل: "د طالبانو د ۱۷۵بندیانو خلاصون پیل دی. دا د حکومت د ښه نیت په موخه کېږي. هیله ده طالبان هم زموږ بندیان پرېږدي."

نوموړی وايي، "طالبان دې کمېسیون راولېږي، چې کوم بندیان یې چېرې دي؟ دوی دې یې تفکیک وکړي. موږ ته مشکل دی، دوی دې یې وکړي.

په دغه جرګه کې د طالبانو نمایندګان وو، دا چې د دوی په اجازه یا د شورا په نمایندګۍ راغلي وو او که نه؟ هغه بېله خبره ده، خو د دوی د لیکو کسان وو."

پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه مشر عبدالله عبدالله، محمد یونس قانوني، محمد محقق، عبدالکریم خلیلي، عطام محمد نور او محمد حنیف اتمر او ځینې نورو مشرانو دې جرګه کې ګډون نه دی کړی.

دا کسان وايي، دا جرګه د سولې هڅو سره ټکر کې ده او د ټاکنو درشل کې دا ډول هڅې ټاکنیز کمپاین دی.

د جرګې پای کې د دغې جرګې مشر عبد رب الرسول سیاف وغوښتل چې د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د عالمانو جرګه وشي او پکې د دیني مسلو متفاوت اخیستون یا برداشت په هکله پر اختلاف بحث وشي او دا ډول اختلافات اوار کړل شي.

سیاف

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلي سیاف له ولسمشر وغوښتل چې امنیتي ځواکونه په مادي او معنوي ډول ونازوي. د نوموړي په دې خبرو لویه جرګه پای ته ورسېده.

نوموړي د طالبانو او ولس ترمنځ اصلي اختلاف له مختلفو دیني مسلو مختلف برداشت وباله.

هغه دا هم وویل، چې د لویې جرګې د ګډوډۍ لپاره ډېر ګواښ او هڅې وې، خو امنیتي ځواکونو شنډې کړې. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په تېره یوه اونۍ کې یې کابل کې ۱۰۲ مشکوک کسان نیولي دي.

ښاغلي سیاف له ولسمشر وغوښتل چې امنیتي ځواکونه په مادي او معنوي ډول ونازوي. د نوموړي په دې خبرو لویه جرګه پای ته ورسېده.

مشورتي لویه جرګه داسې مهال پای ته ورسېده، چې قطر کې د طالب استازو او امریکايانو ترمنځ د سولې په تړاو شپږم پړاو خبرې دوام لري.

جرګه

د عکس سرچینه، بي بي سي

د عکس تشریح، د مشورتي لویې جرګې ۳۰ سلنه ګډونوال ښځې وې